د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

'د امریکایي پوځیانو وتلو وروسته به افغانستان کې د هند ستراتېژیک انتخاب محدود وي'


ځنې بهرنۍ ورځپاڼې
ځنې بهرنۍ ورځپاڼې
  • ملټري کام

کرونا وایروس هر ځای اندېښنې خپرې کړې دي. په افغانستان کې تر پرون شنبې پورې د عامې روغتیا وزارت پر اساس د هغو کسانو چې کرونا وایروس‌یې مثبت دی، شمېر ۱۱ ته رسېدلی، خو دې ته په پام چې ګڼ شمېر افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته لېږل کېږي، وېره ده چې دا وایروس په افغانستان کې زیات خپور شي.

ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له چینه وروسته ډېر کسان په‌کې د کرونا په وایروس مړه شوي دي.

د ایران پولې ته نږدې مېشت امریکايي پوځیان هم له کرونا اندېښمن دي.

ملټري کام خپرونې د کانګرس د یوه غړي په قول لیکلي چې په افغانستان کې ډېر امریکايي پوځیان د کرونا نښې لري.

د کانګرس دغه غړي له پنتاګون څخه غوښتي چې په افغانستان کې د هغو امریکايي پوځیانو وینه دې معاینه شي چې د کرونا نښې لري.

د کانګرس جمهوري‌پال غړي مارک پوکن ویلي چې په افغانستان کې یو شمېر امریکايي پوځیان زکام یا والګي ته ورته نښې لري، خو معاینو وښوده چې دا ناروغي نه‌لري.

دی زیاتوي اوس د دغو پوځیانو په اړه چې د ایران له پولې ۷۵ مایله لیرې مېشت دي، اندېښنه شته چې په کرونا به اخته وي.

پوکن وايي، د دغو پوځیانو وینه د کرونا وایروس لپاره نه‌ده معاینه شوې.

دی وايي چې په دې اړه‌یې وروسته له دې معلومات ترلاسه کړل چې د یوه پوځي د کورنۍ غړو ورسره تماس ونیوه.

ښاغلي پوکن د هغې اډې نوم یاد نه‌کړ چې د ده په ګومان امریکايي پوځیان په‌کې ممکن په کرونا اخته شوي وي.

خو په افغانستان کې تر اوسه پورې د کرونا ډېرې پېښې په هرات ولایت پورې تړاو لري چې د ایران پولې ته نږدې دی او ویل کېږي چې دې ولایت ته په کرونا اخته کسان له ایران څخه راغلي دي.

  • اوټ لوک

"د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د هند ستراتېژیک انتخاب محدود وي."​

دا د هند د اوټ لوک ورځپاڼې د لیکنې سرلیک دی چې وړاندې لومړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د موافقې او ورپسې د اورکم او د بندیانو د تبادلې پر سر د ستونزو په اړه تفصیل خپور شوی دی.

اوټ لوک وايي، داسې تصور شته چې د افغانستان د پرمختیايي چارو په برخه کې د هند د فعالیتونو په لاره کې یوازنی خطر د پاکستان له ملاتړه د برخمنو طالبانو له لوري دی چې اوس ګومان کېږي په افغانستان کې به سیاسي رول ولري.

ورځپاڼه په دې اړه د هغې څېړنې یادونه کوي چې د سږ کال په جنورۍ کې د امریکا د سولې انسټټیوت کړې وه او په هغه کې ویل شوي وو چې که له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل مسؤلانه نه‌و، پاکستان به هڅه وکړي چې هند ته په افغانستان کې سزا ورکړي.

XS
SM
MD
LG