د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

سعودي عربستان 'جي-۲۰' نړیواله بېړنۍ غونډه جوړه کړه


ارشیف، جاپان کې د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د تېر کال غونډه.
ارشیف، جاپان کې د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د تېر کال غونډه.

دا مریکا او روسیې ولسمشران د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې ګډون کوي.

دغه غونډه نن د مارچ په ۲۶مه، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د رامنځته شوي سخت اقتصادي او ټولنیز فشار لاندې جوړېږي.

خو د مشرانو دا غونډه به انلاین یا د انټرنټ له لارې وي.

د غونډې کوربه سعودي عربستان دی.

د وېډیو کنفرانس له لارې دا غونډه به د سعودي عربستان پاچا پیل کړي، خو د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان او روسیې ترمنځ د تېلو د نرخ پر سر سخت رقابت روان دی.

د سعودي پادشاه سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان
د سعودي پادشاه سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان

سعودي عربستان او روسیه په ویانا کې د اوپېک سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې ونه‌توانېدل پر دې چې د تېلو تولید څومره کم شي، موافقې ته ورسېږي.

د سعودي عربستان پاچا ویلي چې د کرونا ویروس له امله د نړۍ د روغتیا سکټور او په عمومي ډول نړیوال اقتصاد ته سخت تاوان پېښ شوی او له دې امله‌یې دا بېړنۍ غونډه رابللې چې د یوه نړیوال ځواب د پیدا کولو لپاره خبرې وشي.

غونډه به د کابل په وخت د مازدیګر په څلور نیمو بجو پیل شي.

د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو مشران په داسې حال کې غونډه کوي چې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله صنعتي او تجارتي فعالیتونه تقریباً په ټپه درېدلي دي.

ارشیف، په سعودي کې د راکړې ورکړې ګراف
ارشیف، په سعودي کې د راکړې ورکړې ګراف

دا په داسې حال کې ده چې د مالي ارزونو ادارې اټکل کړی چې سږ کال به د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو ناخالص کورني عواید ۰،۵ فیصده کم شي.

د امریکا اقتصاد به ۲ فیصده رکود وکړي او په اروپايي هېوادونو کې به ۲،۲ فیصده رکود راشي.

د تېلو نرخ د تقاضا د کمېدو له امله حتی د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي بحران تر پیل مخکې ټيټ شوی و. د سعودی عربستان او روسیې لانجې د تېلو نرخ لاکم کړ.

امریکا پر سعودی عربستان فشار راوستی چې خپله دا پرېکړه چې د تېلو تولید زیاتوي بدله کړي او په دومره کم نرخ‌یې خرڅ کړي چې په وروستیو دوو لسیزو کې ساری نه‌لري.

سعودی دا پرېکړه د روسیې په مقابل کې چې د تېلو د تولید پر کمولو یې موافقه نه‌کوله، کړې ده.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون پر سعودي عربستان غږ وکړ چې له شرایطو سره سم عمل وکړي او د نړۍ د انرژۍ مارکېټ او مالي سیستمونو ته ډاډ ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

یو شمېر کارپوهان پر دې سترو اقتصادي قدرتونو انتقاد کوي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره‌یې په وخت او چټک ګامونه پورته نه‌کړل.

دا مریکا د جان هاپکنز پوهنتون د راپور په حواله، په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله په (کوویډ-۱۹) ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۴۷۰ زره اوښتی او په ټوله نړۍ کې تر اوسه ۲۱ زره کسان مړه شوي دي.

د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصادي قدرتونو په نننۍ غونډه کې به د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو سازمان، د نړیوال بانک او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان استازي هم ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG