د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

پوتین ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکړې


د روسيې ولسمشر وايي، خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ ته يې د مسکو د سفر بلنه ورکړې.

د روسيې ولسمشر ویلادیمير پوتين پرون جمعه په جنوبي افريقا کې د بريکس تړون د غړو هېوادونو د سرمشريزې پر مهال خبريالانو ته په خبرو کې وويل، د مسکو او واشنګټن ترمنځ ټليفوني مکالمې کافي نه دي.

په بريکس تړون کې برازيل، روسيه، هندوستان، چين او جنوبي افريقا شامل دي.

ښاغلي پوتين وويل خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ ته يې د مسکو د سفر بلنه ورکړې او د ده په وينا دواړه لوري د نورو سرمشريزو لپاره چمتووالى لري.

د روسيې ولسمشر ویلادمير پوتين وويل:

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين
د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين

"کله چې د کتنو خبره راځي زه کافي پوهېږم چې ولسمشر ټرمپ ويلي دی نورو غونډو او کتنو ته د تګ لېوال دى، زه هم ورته تيار يم، خو د دې لپاره زموږ په اړوندو هېوادونو کې مناسبو شرايطو ته اړتيا ده، موږ داسې کتنو ته تيار يو."

خو ولسمشر پوتين واضح نه کړه چې له ولسمشر ټرمپ سره د کتنو لپاره کوم ډول شرايطو ته اړتيا ده.

ښاغلي پوتين زياته کړه چې د امريکا متحد ايالتونه د G-20 په سرمشريزو او نورو نړيوالو غونډو کې د تماسونو ټينګولو پلانونه لري.

د روسيې ولسمشر ويلي، اړتيا ده چې دى او امريکايي سيال يې سره وګوري، د ايران پر اټمي تړون او نړيوالو شخړو خبرې وکړي.

ولادیمیر پوتین او د ایران د روحاني مشر سلاکار، علی اکبر ولایتي
ولادیمیر پوتین او د ایران د روحاني مشر سلاکار، علی اکبر ولایتي

ویلادیمير پوتين ټينګار وکړ چې له ولسمشر ټرمپ سره يې خبرې مهمې دي او د اروپا په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو پورې مربوط کېږي.

د دغو څرګندونو په ځواب کې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا ساندرز پرون وويل، ولسمشر ټرمپ تيار دى چې په واشنګټن کې له پوتين سره وګوري او که چېرې رسمي بلنه ورکړل شي، دى مسکو ته په تګ کې هم کوم مشکل نه لري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت: د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټُن ښايي د روسيې د ملي امنيت شورا له سکرټر نيکولاى پاټروشيف سره د دوبي په پاى کې وګوري

په همدې حال کې د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزير جيمز مټيس ويلي، دى هم د اول وار لپاره د امريکا او روسيې د پوځي مشرانو ترمنځ د خبرو پر امکاناتو غور کوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرګي ريابکوف بيا پرون په جلا ډول ويلي چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټُن ښايي د روسيې د ملي امنيت شورا له سکرټر نيکولاى پاټروشيف سره د دوبي په پاى کې وګوري.

د امريکا او روسيې ولسمشرانو دوولس ورځې مخکې د فنلنډ په پلازمېنه هلسينکي کې د اول وار لپاره په سرمشريزه کې برخه واخيسته.

XS
SM
MD
LG