د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۱

خبرونه

ډونالد ټرمپ غواړي د روسیې له ولسمشر سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ غواړي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار، جان بولټون وویل، دواړه ولسمشران به تر هغه وروسته سره وګوري چې د عدلیې وزارت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه خپله څېړنه بشپړه کړي.

بولټون پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې دا خبره کړې ده.

خو د روسیې د جمهوري ریاست یوه چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل چې پوتین منتظر دی چې له ټرمپ سره په هلسینکي کې د هغه د بحث پارونکې کتنې په اړه غوغا کمه شي بیا به له ټرمپ سره د بیا کتنې په اړه پرېکړه وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

راشدخان بیا هم په ۲۰ اوره او ۵۰ اوره فارمټونو کې لومړی مقام خپل کړ

د کرکټ د نړيوالې شورا (ICC) په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان نامتو لوبغاړي راشد خان ته په پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو کې د توپ اچونه لومړی مقام ورکړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې راشد لومړي مقامونه خپلوي بلکې، له څو کلونو راهیسي نوموړي په ځلونو دا مقامونه ګټلي دي.

د کرکټ نړيوالي شورا (ICC) د يو ورځنيو لوبو د آلرونډرانو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې يو ځل بيا عظمت الله عمرزي لومړی مقام خپل کړی.

په دې درجه بندۍ کي محمد نبي ۳م او راشد خان ۵م بلل شوي دي.

دغه راز بیا د شل اوریزو لوبو په کلنۍ درجه بندۍ کې افغان لوبډلې یوه نومره بايللې ده او اوس مهال د ۲۲۰ نومرو په لرلو سره په لسم ځای کې ده.

د چین - افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره نوې ترانزیتي لار پرانیستل شوه

له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو د انتقال یو نوی ترانزیټي دهلېز پرانیستل شوی دی.

د منځنۍ اسیا رسنیو پرون (چهارشنبې) د ازبکستان د ترانسپورتي چارواکو په قول راپور ورکړ چې دا لاره د مالونو د انتقال وخت راکمولی او لوژستیکي بهیر لا اسانولی شي.

په دې ترانزیتي دهلېز کې کانتینرونه لومړی د رېلګاډي په وسیله له چین څخه حرکت کوي او له آلتین‌کول تمځي څخه تر تېرېدو وروسته ازبکستان ته داخلېږي.

راپور زیاتوي چې دا مالونه بیا د بخارا ښار لوژستیکي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې، د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته انتقالېږي.

ترمپ: که ایران تړون ونه مني، ډېره شدیده بمباري به پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې لیکلي: «که ایران له هغه څه سره موافقه وکړي چې پرې هوکړه شوې—که څه هم دا ښايي لویه فرضیه وي—نو د "حماسي قهر" عملیات به، چې اوس ډېر مشهور شوي، پای ته ورسېږي او اوسنۍ اغېزمنه محاصره به اجازه ورکړي چې هرمز تنګی د ټولو لپاره، حتی د ایران لپاره، پرانیستی پاتې شي.»

ټرمپ زیاته کړه: «که هغوی موافقه ونه کړي، نو بمباري به پیل شي، او له بده مرغه دا ځل به د پخوا پرتله ډېره سخته او شدیده وي.»

د هغه دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغو راپورونو خپرې شوې چې وایي ایران او امریکا ښايي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې یو مخیزې هوکړې ته نژدې شوي دي.

له امریکا سره د احتمالي هوکړې راپورونو ته د ایران سوړ غبرګون

د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې وایي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه نژدې شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران لا هم د امریکا پر وړاندیز غور کوي.

اسماعیل بقایي د چهارشنبې په ورځ «ایسنا» خبري اژانس ته وویل: «د امریکا طرحه او وړاندیز لا هم د ایران له لوري څېړل کېږي، او ایران به د خپلو نظرونو له بشپړې ارزونې وروسته د پاکستان له لارې مقابل لوري ته ځواب واستوي.»

هم‌مهاله، «تسنیم» خبري اژانس چې سپاه پاسداران ته نژدې دی، د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي چې د امریکا وروستی وړاندیز «ځینې د نه منلو وړ برخې» لري او ایران تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړی.

فارس خبري اژانس، چې هغه هم سپاه ته نژدې دی، دا ادعا کړې چې «د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ نوی لیکلی پیغام تبادله شوی نه دی» او هوکړې ته د دواړو خواوو د نژدې کېدو راپورونه یې رد کړي دي.

بل لور ته، «اکسیوس» وېب‌پاڼې او رویټرز خبري اژانس په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي چې ایران او امریکا د یوې یو مخیزې موافقې پر سر، چې د وروستۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ده، هوکړې ته تقریباً رسېدلي دي.

د فارس په وینا، دا ډول راپورونه د دې لپاره خپرېږي چې «پر نړیوالو بازارونو، په ځانګړي ډول د تېلو پر بیو، اغېز وکړي.»

شهباز شریف: د پاکستان او د ګڼو ورونو هیوادونو غوښتنې ته د ټرمپ سخاوتمندانه ځواب به دسولې او ثبات د ټینګښت سبب شي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ، ارشیف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ، ارشیف

د پاکستان صدراعظم وايي د پاکستان او ګڼو وروڼو هیوادونو خصوصا د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان غوښتنې ته د ولسمشر ټرمپ له سخاوته ډک ځواب به په دې حساسه مرحله کې سولې، ثبات او سیمه ایزه پخلاینه کې ډیره مرسته وکړي.

شهباز شریف چهارشنبه په خپله ایکسپاڼه هیله څرګنده کړه چې «اوسنی بهیر یوې نهايي هوکړې ته ورسیږي اود سیمې لپاره او له سیمې وراخوا تلپاتې سوله او ثبات تضمین کړي. »

د پاکستان دصدراعظم لخوا دغه څرګندونې وروسته لدې کیږي چې د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې هرمز تنګي کې یې د "ازادۍ د پروژې" په نامه عملیات په موقت ډول وځڼډول.

ټرمپ وویل چې دغه پریکړه د پاکستان په غوښتنه شوې ده.

دغه عملیات په یاد تنګي کې د بیړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پیل شوي وو.

ایران د امریکا او اسراییلو د پوځي کمپاین په وړاندې غبرګون کې د دې مهم تنګي څخه د بیړیو د تګ راتګ مخه ونیوه او ګواښ یې کړی و چې هره هغه بېړۍ به په نښه کړي چې د ایران له اجازې پرته له تنګي تېرېږي.

د بندیز له کبله زرګونه بېړۍ د تنګي دواړو غاړو ته د څو اوونیو لپاره بندې پاتې شوې او پر نړیوال اقتصاد یې اغېز وکړ.

اسلام اباد د واشنګټن او تهران ترمینځ منځګړیتوب کوي.

منځني ختیځ کې د جګړې د پایته رسیدو لپاره نویو هیلو سره نن نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې

ارشیف
ارشیف

د امریکا او ایران ترمینځ د جګړې د پایته رسیدولپاره نویو هیلو سره د چهارشنبې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي بحیرې د برنټ نړیوال معیار تېلو بیه ۶.۲ سلنه راکمه شوه او د هر بیرل بیه ۱۰۳.۰۴ امریکايي ډالرو ته راښکته شوه. همدارنګه، د لوېدیځ ټکساس منځني (WTI) تیل هم ۶.۴ سلنه راټیټ شو او د هر بیرل بیه یې ۹۵.۶۸ ډالرو ته کوزه شوه.

مطیع‌الله ویسا، د ۲۰۲۶ کال د "ازادۍ" جایزه وګټله

مطیع الله ویسا ، ارشیف
مطیع الله ویسا ، ارشیف

افغانستان کې د نجونو د زده‌ کړو فعال مطیع‌الله ویسا، د ۲۰۲۶ کال د "ازادۍ" جایزې ګټونکی شو.

ددغې جایزې د ګټلو لپاره د ۷۵ هیوادونو، ۱۸۷۰۸ ځوانانو مطیع الله ویسا ته رایه ورکړه.

مطیع‌الله ویسا دغه راز دقطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني لخوا د فساد پر ضد مبارزې د «نوښت او مشارکت» برخه کې هم جایزه ترلاسه کړې ده.

د لیبرته (آزادۍ) جایزه هر کال د ۱۵ څخه تر ۲۵ کلونو ځوانانو له خوا هغو کسانو یا سازمانونو ته ورکول کېږي چې د آزادۍ لپاره مبارزه کوي.

مطیع‌الله ویسا د ۱۴۰۲ کال د وري په میاشت کې د طالبانو د حکومت له خوا ونیول شو او څو میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې. طالبانو هغه تورن کړ چې «د دولت خلاف فعالیتونه» کوي، خو هغه ټول تورونه رد کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ، په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده‌کړو څخه بې برخې شوې دي.

ټرمپ: هرمز تنګي کې د " دازادۍ د پروژې" عملیات وځڼډول شول

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي هرمز تنګي کې د بیړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د " دازادۍ د پروژې" ترعنوان لاندې عملیات وروسته له هغې “د لنډ وخت لپاره وځنډول شول”، چې په وینا یې “ ایراني استازو سره د بشپړ او وروستي تړون په لور ستر پرمختګ” وشو.

ډونالډ ټرمپ د مې په ۶مه په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې وویل چې دا پرېکړه د پاکستان په غوښتنه چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کوي، شوې ده.

امریکا دا پروژه د دې لپاره پیل کړې وه چې د هرمز تنګي له لارې سوداګریز تګ راتګ چې دایران لخوا درول شوی وو بېرته عادي کړي.

د بندیز له کبله زرګونه بېړۍ د تنګي دواړو غاړو ته د څو اوونیو لپاره بندې پاتې شوې او پر نړیوال اقتصاد یې اغېز وکړ.

ایران د امریکا او اسراییلو د پوځي کمپاین په وړاندې غبرګون کې د دې مهم تنګي څخه د بیړیو د تګ راتګ مخه ونیوه او ګواښ یې کړی و چې هره هغه بېړۍ به په نښه کړي چې د ایران له اجازې پرته له تنګي تېرېږي.

د ټرمپ لخوا اعلان وروسته له هغې وشو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران پر ضد د امریکا پوځي کمپاین، چې “ایپیک فیوري” (Epic Fury) نومېږي، پای ته رسېدلی دی.

د طالبانو د کانونو وزیر د عینک د مسو له قرارداي شرکتونو د عملي کار دپیل غوښتنه کړې

لوګر ولایت کې د عینک د مسو د کان د ساحې یوانځور ، ارشیف
لوګر ولایت کې د عینک د مسو د کان د ساحې یوانځور ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د عینکو دمس د کان له قراردادي کمپنیو غوښتي چې د پروژې عملي چارې پیل کړي .

د کانونو او پیټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پروژې په چارو کې په راغلې ځنډ خبرې کړي او د MCCT چینايي کمپنۍ عمومي رئیس ډاډ ورکړئ چې د معدنکاري ځڼدمنې شوې چارې به ترسره شي.

د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي.

دا پروژه اوولس کاله مخکې قرارداد شوې خو تر دې دمه یې د استخراج په چارو کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د تیر ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې وویل چې د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون یې د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تیرکال مرغومي میاشت کې وویل چې چینايي شرکت د مس عینک کان د لرغونو اثارو د خوندي کولو لپاره یوه طرحه ورسپارلې ده.

متحده عربي امارات وایي، ایران یو ځل بیا د دوی پر خاوره ډزې کړي

 متحده عربي امارات تهران تورنوي چې د دوی د تیلو پر یوه مرکز  یې برید کړی. د مې ۵ مه-۲۰۲۶
متحده عربي امارات تهران تورنوي چې د دوی د تیلو پر یوه مرکز یې برید کړی. د مې ۵ مه-۲۰۲۶

متحده عربي اماراتو سه شنبه( د مې ۵ مه) ماښام ادعا وکړه چې له ایرانه د توغندیو او ډورن الوتکو برید پرې شوی دی.

د متحد عربي اماراتو دفاع وزارت په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی هوایي دفاع سیستمونه په پرله پسې ډول د توغندیدو او ډرونونو د شنډولو هڅې کوي.

په دبۍ کې تیر ماښام د خطر زنګ هم ووهل شو.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ویلي و چې د ایران له لورې درې توغوندي پرې توغول شوي او څلورم یو په اوبو کې غورځیدلی.

د دوشنبې په ورځ د اماراتو په فجیره کې د تیلو په صنعتي سیمه کې د ډرون الوتکو د برید له امله تر اورلګیدو وروسته د درې کسانو د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شول، چې دا حملې په نړیواله کچه وغندل شوې او ایران بیا وروسته وویل چې دوی دا بریدونه نه دي کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG