د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

ټرمپ چارواکو ته سپارښتنه کړې چې پوتین سږ منی واشنګټن ته ور وبولي


د سپینې ماڼۍ ویاندې، سارا هاکبي سندرز د پنجشنبې په ورځ پر ټوېټر ولیکل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په واشنګټن کې چارواکو ته سپارښتنه کړې چې ولادیمیر پوتین سږ منی واشنګټن ته ور وبولي.

سارا سندرز لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت په برخه کې له خپل سلاکار، جان بولټن سره غږېدلی او له هغه يې غوښتنه کړې چې پوتین ور وغواړي او د بلنې ترتیبات یې ونیسي.

سارا ساندرز پر ټوېټر ولیکل چې ټرمپ او پوتین په هلسنکي کې د کتنې پر مهال موافقه کړې وه چې د دواړو د امنیت شورا چارواکي به د مسکو او واشنګټن ترمنځ خبرې او تماسونه جاري وساتي.

ټرمپ او پوتین د تېرې دوشنبې په ورځ «د جولای په شپاړسمه» په هلسنکي کې سره وکتل.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل چې په هلسنکي کې کتنه یې فوق‎العاده بریالۍ وه او غواړي چې یو وار بیا له پوتین سره وګوري او د هغو نظرونو پر عملي کولو چې په هلسنکي کې مطرح شول، کار وکړي.

ټرمپ پرون پر ټوېټر په یوه پیغام کې، پر رسنیو سخت انتقاد وکړ او وېې لیکل چې له پوتین سره د هغه د کتنې په اړه یې ناسم معلومات خپاره شوي دي.

ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل:

"زموږ کتنه «ټولو ته» فوق‎العاده بری دی، خو د خلکو له حقیقي دښمنانو، د جعلي خبرونو له رسنیو پرته."

ولسمشرټرمپ پرون پنجشنبه د امریکا له «CNBS» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل:

"د روسیې له جمهور رئیس سره زما جوړېدل مثبت حرکت دی، نه منفي. خو له دې سره باید ووایم چې که دې نتېجه ور نه‎کړه نو زه به د هغه «پوتین» داسې دښمن شم چې کله یې نه‎دی لیدلی، داسې بد دښمن چې هغه هېڅ کله نه‎دی لرلی."

خو کله چې په کلورادو ایالت کې اسپن فورم په نړیواله امنیتي غونډه کې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې له مشر، دان کوټا څخه ولسمشرانو ، ټرمپ او پوتین د بیا کتنې پوښتنه وشوه، هغه متعجب شو او بې خبري یې څرګنده کړه.

د ټرمپ او پوتین د را روانې کتنې په اړه جزئیات نه‎دي خپاره شوي.

هغه مسایل هم چې ټرمپ اوپوتین په هلسنکي کې خبرې ورباندې کړي، ډېر واضح نه‎دي او جزئیات یې هغو ترجمانانو چې له ټرمپ او پوتین سره په کتنه کې د ترجمانۍ لپاره ناست ول، رسنیو ته ورکړي دي.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر په اسپین امنیتي فورم کې وویل، زه نه پوهېږم چې دواړو هلته «په هلسنکي کې» څه سره ویلي دي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د روسیې له ډیپلوماټانو سره په مسکو کې په کلنۍ غونډه کې وویل چې په واشنګټن کې ځیني کړۍ هڅه کوي چې د هلسنکي د غونډې اهمیت کم څرګند کړي او پایلي یې کمې وګڼي.

پوتین وویل، داسې ګومان کول به چې ټولې هغه ستونزې چې د کلونو په جریان کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ زیاتې شوي، په لنډ وخت کې حل شي، ساده‎ګي وي خو د مثبت تغیر پر لور لار پرانیستل شوې ده.

د روسیې ولسمشر وویل چې په هلسنکي کې له ډونالډ ټرمپ سره کتنه یې بریالۍ وه او په اغېزمنو موافقو پای ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG