د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

ټرمپ او پوتین د اړیکو د عادي کولو هڅې کوي


پر ترينګلو اړيکو سربېره پوتين او ټرمپ د وضعيت عادي کولو هڅې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتين به د جولای په اوومه نېټه د جي شل «G-20» سرمشريزې پر مهال له يو بل سره د لومړي ځل لپاره مخامخ کېږي.

د امریکا د ملي امنيت سلاکار اچ ار مک‌مسټر د تېرې پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې د دوی د غونډې اجنډا نه‌ده مشخصه.

سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په همدې ورځ وويل چې د اجنډا تمرکز پر دې دی چې څه ډول ډيالوګ بېرته عادي حالت ته راوستل شي.

که څه هم ټرمپ د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر مهال ويلي وو چې له کرملېن سره به نېږدې اړیکې غواړي.

د هامبورګ غونډه په داسې حال کې ده چې د امريکا او روسیې اړيکې ډېرې ترینګلې شوې دي.

روسيه د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه ردوي خو د امريکا استخباراتي ټولنه وايي چې مسکو دا کار کړی دی.

څېړونکي موافق دي چې ټرمپ ښايي پر پوتین فشار رانه‌وړي چې باید د منسک د موافقې له مخې خپلې ژمنې عملي کړي څو د اوکراین په ختيځ کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او يا هم د روسیې ولسمشر ته د امريکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې خبره وریاده کړي.

د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ په شورا کې د روسیې متخصص سټيفن بلانک د ازادي راډيو خبري څانګې ته ويلي چې دا غونډه پوتين ته مهمه ده ځکه د امريکا د مخکېني ولسمشر بارک اوباما د دورې په وروستيو کې له روسیې سره هر ډول تماسونه بند شوي وو.

نوموړي زیاته کړه:

"زه هيله لرم دی واقعاً پوتين ته ووايي چې پوتين به د امريکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې په خاطر له جدي نتایجو سره مخامخ کېږي، او که غواړي له امريکا سره ډيالوګ ولري، ځيني اقدامات به کوي، د بېلګې په توګه دی به د منسک موافقه عملي کوي او په لوېديځه اروپا کې به د جګړې راپارولو څخه لاس اخلي او همداسې نور، ځکه د ډيالوګ لپاره هېڅ اساس نه‌شته."

د ټرمپ او د روسیې د اجنټانو تر منځ د احتمالي تماسونو په اړه په امریکا کې ناندرۍ راپورته شوي او څېړونکي وايي چې د کانګرس ګڼې کمېټې د دغو تماسونو په اړه پلټنې کوي.

دFBI ادارې پخوانی مشر جېمز کومي.
دFBI ادارې پخوانی مشر جېمز کومي.

«اېف. بي. ای» هم تحقيقات کوي او په دې وروستيو کې ټرمپ د دغې ادارې رئيس جېمز کومي هم له دندې ګوښه کړ.

د عدليې وزارت وروسته یوه ځانګړې شورا وټاکله چې د تماسونو په اړه تحقيقات وڅاري او چارواکو ویلي چې دا تحقيقات په پوره جديت سره پر مخ روان دي.

د ټرمپ مخکېنی د ملي امنيت سلاکار مایکل فلين هم وروسته له هغه له دندې ګوښه کړای شو چې د سپينې ماڼۍ چارواکو ته‌يې له روسانو سره د تماسونو په اړه ناسم معلومات ورکړل.

د ټرمپ له‌خوا ټاکل شوی لوی څارنوال هم د ورته تورونو له کبله تر جاج لاندې دی.

XS
SM
MD
LG