د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

ښايي ډونالد ټرمپ د لومړي ځل لپاره له ولادیمیر پوتین سره وګوري


تمه ده چې ډونالد ټرمپ وروسته تر دې چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر شوی، د لومړي ځل لپاره له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف داسې اټکل کوي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې تر څنګ د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره خبرې وکړي.

لاوروف د چهارشنبې په ورځ وویل، دا به ښه نه‌وي چې دغه دوه مشران سره غونډه ونه‌کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

دی وايي:

"موږ د ارتباط د حقیقت پر بنسټ ویلی شو چې دا خبرې به وشي، ځکه چې دواړه ولسمشران به په یو وخت کې په یوه ښار کې په یوې ودانۍ کې او په یوې خونه کې وي، نو ښایي دا به سمه نه‎وي چې دوی به خبرې ونه‌کړي."

لاوروف زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر پوتین او د امریکا ولسمشر ټرمپ ته دا ډېره مهمه ده چې د سوریې د جګړې په اړه وغږېږي.

سرګي لاوروف بیا وویل چې ده په خپله د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټېلرسن سره د سوریې د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

لاوروف زیاته کړه:

"رکس ټېلرسن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ماته زنګ وواهه، هغه خبره بیا د امریکا له لوري افشا شوه چې موږ پرې وغږېدو. د اوس لپاره زه پرته له اوازې کولای شم چې دا تائید کړم چې ده زنګ راته وواهه او خبرداری یې راکړ چې متحده ایالات داسې معلومات لري چې د سوریې د حکومت له لوري د کیمیاوي وسلو یوه بله احتمالي حمله د سوریې د خلکو پر ضد طرحه شوې ده."

تر دې مخکې د کیمیاوي وسلو د استعمال د مسئلې په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ویلي و چې داسې ښکاري چې د دمشق حکومت د کیمیاوي وسلو د استعمال په برخه کې د امریکا خبرداري ته جدي پاملرنه کړې ده.

تمه ده چې نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې او د راتلونکې اوونۍ په وروستیو کې په جرمني کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې پر مهال د سوریې پر وضعیت خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG