د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

سپینې ماڼۍ: د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین استعفا کړې


د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک فلین
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک فلین

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک فلین استعفا کړې ده.

فلین د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته استعفا کوي چې وايي، نوموړي د ټرمپ ادارې چارواکو ته په امریکا کې د روسیې له سفیر سره د خپلو تماسونو په اړه ناسم معلومات ورکړي وو.

د فلین استعفا چې تېره شپه اعلان شوه، د ټرمپ ادارې لپاره چې د کار له پیله‌یې تر اوسه یوه میاشت لا نه‌ده تېره شوې له وخته مخکې او بې‌ساری ټکان دی.

فلین د انتخاباتي کمپاین پر مهال د ټرمپ له نېږدې پلویانو څخه و، خو له روسیې سره د نوموړي اړیکې ولسمشر ته د نېږدې چارواکو په حلقه کې اندېښنې رامنځته کړې وې.

فلین په لومړي سر کې مرستیال ولسمشر مایک پنس ته ویلي و چې په ډسمبر میاشت کې هغه مهال چې پخواني ولسمشر بارک اوباما د امریکا په انتخاباتو کې د انټرنټ له لارې د روسیې د لاسوهنو له ادعاوو وروسته پر مسکو د بندیزونو د نوي پړاو لپاره تیاري نیوله، ده د روسیې له سفیر سیرګي کیسلیاک «Sergei Kislyak» سره په څو ځل ټیلیفوني خبرو کې د دې بندیزونو په اړه خبرې نه‌دي کړي.

مرستیال ولسمشر مایک پنس
مرستیال ولسمشر مایک پنس

دا وینا د دې باعث شوه چې پنس هم په یوه ټلوېزیوني مرکه کې په دې اړه ډاډ ورکړي خو څو اوونۍ وروسته په خپله فلین په دې اړه د خپرو شویو راپورونو په ځواب کې اعتراف وکړ چې دا کار یې کړی.

د امریکا په قوانینو کې دا سرغړونه بلل کېږي ځکه د قانون له مخې امریکايي وګړي د افرادو په توګه اجازه نه‌لري د بهرنۍ پالېسۍ چارې پر مخ بوزي.

سپینې ماڼۍ متقاعد جنرال کیت کیلوګ د فلین پر ځای د ملي امنیت د سرپرست سلاکار په توګه په پام کې نیولی.

XS
SM
MD
LG