د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار او روسیې سفیر ټلیفوني خبرو په اړه اندېښنې


د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار تېره میاشت د روسیې له سفیر سره په هماغه ورځ ټلیفوني خبرې کړي، په کومه ورځ چې ولسمشر بارک اوباما د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنې له کبله پر دې هېواد بندیزونه اعلان کړل.

د ډونالډ ټرمپ سلاکار د روسیې له سفیر سره په هماغه ورځ دا ټلیفوني خبرې کړي په کومه ورځ چې ولسمشر بارک اوباما له امریکا څخه د ۳۵ روسیې ډیپلوماټانو د وتلو امر وکړ.

دا بندیزونه د امریکايي استخباراتي ادارو د هغو موندونو په وړاندې عکس العمل و چې ویل یې د روسیې ملاتړ لرونکي هاکران د روسیې د سیاسي ګوندونو انټرنټي سرورونو ته ننوتي، د هغوی ایمیلونه یې غلا کړي او همدارنګه د امریکايي چارواکو د هغو شکایتونو عکس العمل هم و چې وايي، په روسیه کې د دوی ډیپلوماټان پرلپسې ځورول کېږي.

ټرمپ د کمپاین په سر کې ویلي وو، د دوی ټلیفوني خبرې د ډسمبر له ۲۹ نېټې چې دا بندیزونه اعلان شول مخکې شوي دي، خو وروسته یې ومنله چې یو ځل ټلیفوني خبرې په هماغه ورځ چې بندیزونه اعلان شول شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د چارواکو له خولې وايي، په دې ورځ د ټرمپ استازي پنځه ځلې د روسیې له سفیر سره خبرې کړې دي.

د روسیې له سفیر کیسلایک سره د فلین د خبرو په اړه راپور د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره واشنګټن پوسټ ورکړ.

دې راپور د واشنګټن په سیاسي کړیو کې هغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي چې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاین او د روسي چارواکو تر منځ یې د اړیکو د څرنګوالي په اړه لري.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې د یو حکومتي چارواکي له خولې ویل شوي و چې دا ټلیفوني خبرې د ډسمبر په ۲۹ نېټه شوې وې.

همدارنګه ټرمپ ته نږدې د یو چارواکي له خولې ویل شوي چې مایکل فلین روسي سفیر کیسلایک ته ټلیفون کړی و چې په ترکیه کې د دې هېواد د سفیر د وژل کېدو او د یوې روسۍ الوتکې د لوېدو په اړه ورته خواشیني وړاندې کړي.

د ډونالډ ټرمپ ویاند سین سپایسر ویلي، په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو لورو ترمنځ د جنورۍ په شلمه نېټه د ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته د ټرمپ او پوتین تر منځ د ټلیفوني خبرو په چمتوالي خبرې شوې دي.

ډېرو څارونکو تمه لرله چې روسیه به د امریکا د نوي بندیزونو په وړاندې عکس العمل وښيي او په همدې شمېر امریکايي ډیپلوماټان به وباسي.

هغه څه چې د سړې جګړې پر مهال معمول و، خو پوتین وویل، دی به ورته عکس العمل ونه ښيي.

دا هغه اقدام و چې ډونالډ ټرمپ د خپل ټویټر له لارې وستایه او د روسیې ولسمشر یې ډېر هوښیار سړی وباله.

د روسیې سره د ټرمپ د کمپاین د اړیکو په اړه شکونه د امریکا د انتخاباتي منډو تروړو له وخت پیل شوي.

د نومبر د اتمې نېټې د ولسمشر له انتخاباتو وروسته، د اینټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سرګي ریابکوف له خولې وویل د روسیې حکومت د ټرمپ له سیاسي ټیم سره د انتخاباتي کمپاین پر مهال په تماس کې و.

کله چې د سپینې ماڼۍ له ویاند جاش ایرنیسټ څخه د دې راپورونو په اړه وپوښتل شول، نوموړي وویل دی نه پوهېږي چې د اوباما د ادارې چارواکي دې د روسیې له سفیر سره د فلین له ټلیفوني خبرو مخکې په دې اړه خبر کړای شوي وي.

د امریکا د «لوګان اکټ» په نوم یو قانون له مخې د امریکا خصوصي اتباع له هغو هېوادونو سره چې امریکا ورسره شخړه لري د حکومت د اجازې پرته خبرې اترې نه شي کولی.

دا قانون ۲۱۸ کاله زوړ قانون دی.

XS
SM
MD
LG