د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

خېبر پښتونخوا کې د کرونا ویروس ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې


په دغه هېواد کې په ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۸۲ ته لوړ شوی.
په دغه هېواد کې په ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۸۲ ته لوړ شوی.

په خېبر پښتونخوا کې په لومړي ځل د کرونا ویروس ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستان په سند، خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د کرونا ویروس د نویو مثبتو پېښو د رامنځته کېدو سره په دغه هېواد کې په ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۸۲ ته لوړ شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په خېبر پښتونخوا کې روغتیايي چارواکو د دوشنبې په ورځ په لومړي ځل په دغه ایالت کې د کرونا ویروس د ۱۵ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د خېبر پښتونخوا د صحت ایالتي وزیر تیمور خان جګړه په دې اړه پر خپلې ټویټرپاڼې په یوه بیان کې ویلي: "د کرونا ویروس ۱۵ پېښې د دې ایالت په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په هغو ۱۹ کسانو په ډله کې ثبت شوي چې اوس د ایران له تفتان څخه هېواد ته راستانه شوي دي."

له بلې‌خوا بیا په سند ایالت کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په دغه ایالت کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۵۰ ته لوړ شوی دی.

په پاکستان کې پر کرونا اخته کس
په پاکستان کې پر کرونا اخته کس

سربېره پر دې د پاکستان په پنجاب صوبه کې هم روغتیايي چارواکو د کرونا ویروس د ۱ مثبتې پېښې خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، په دغه ایالت کې پر کرونا ویروس اخته کسان اوس له بریتانیا څخه پاکستان ته راستون شوی دی.

په پاکستان کې کرونا ویروس په ایران کې د دغه ویروس د خپرېدو او له دغه هېواد پاکستان ته د زیارت کوونکو له بېرته راستنېدو سره خپور شو.

د پاکستان حکومت د دغه ویروس د مخنیوي لپار په دې هېواد ټولې تعلیمي ادارې بندې کړي او همداراز یې د ودونو پر تالارونو او ځینو سیمو کې پر پارکونو او نورو مېله ځایونو ته د خلکو په ورتګ بندیز لګولی دی.

د یادونې ده، د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې پولې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې تېره ورځ د ۲ اوونیو لپاره وتړلې چې په نتیجه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ هم وځنډېدله.

XS
SM
MD
LG