د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

امریکا: په عراق کې د ایران له لوري د ګواښ اندازه لاهم ډېره ده


د امریکا له‌خوا په عراق کې د حملې لاندې سیمو نقشه.
د امریکا له‌خوا په عراق کې د حملې لاندې سیمو نقشه.

یو جګپوړی امریکايي جنرال وايي، په عراق کې پر ایران پلوې کتائب حزب‌الله ډلې د امریکا له غچ اخیستونکو حملو سره سره د ایران له لوري د ګواښ اندازه لاهم ډېره ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي پرون جمعه د امریکا په دفاع وزارت کې یوې خبري غونډې ته وویل "اصلي ټکی دا دی چې لا هم کړکېچ ډېر دی او زیات خطر شته. سره له دې چې ښايي څو ورځې یا څه موده کوم څه پېښ نه‌شي، خو فکر کوم موږ په داسې یوه دوره کې یوو چې د خطر کچه لوړه ده."

جنرال مک‌کنزي زیاته کړه، په عراق کې د کتائب حزب‌الله ډلې د وسلو پر ۵ زېرمتونونو د امریکا غچ اخیستونکې حملې پر ائتلافي ځواکونو د ورته بریدونو مخه نیسي. د ده په وینا د کتائب حزب‌الله د وسلو پر زېرمو برید ایران او د ایران نیابتي ډلو ته قوي پیغام ورکړ.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان جنرال مک‌کنزي
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان جنرال مک‌کنزي

د راپورونو له مخې، په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پر مېشت ځای یعنې پر تاجي اډې د چهارشنبې د شپې په برید کې دوه امریکایي پوځیان او یو بریتانیايي سرتېری ووژل شول او ۱۴ تنه نور ژوبل شول.

واشنګټن، کتائب حزب‌الله ډله د دې راکټي برید مسؤله وبلله.

د اسوشټید پرس خبري اژانس د راپور له مخې، کتائب حزب‌الله لاهم د امریکا د حملو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو یوې بلې ایران پلوې ډلې ویلي چې غچ به واخلي.

د عراق ولسمشر برهام صالح د جمعې په ورځ امریکا په دې خاطر وغندله او خبرداری یې ورکړ چې ممکن د عراق حالات ګډوډ شي او دا هېواد پر یوه ناکام دولت بدل شي.

د عراق ولسمشر برهام صالح
د عراق ولسمشر برهام صالح

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي په یوه بیان کې وویل چې ټرمپ باید د خطرناکو اقداماتو او بې‌اساسه تورونو پر ځای په سیمه کې د خپلو پوځیانو د حضور په اړه بیا کتنه وکړي.

امریکا په دسمبر میاشت کې کتائب حزب‌الله په هغه حمله ملامته وبلله چې یو امریکايي قراردادي په‌کې ووژل شو. هماغه پېښه د دې سبب شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سخت په غصه شي او د جنورۍ په میاشت کې یې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني د وژلو امر ورکړ.

د قاسم سلیمانی مړی
د قاسم سلیمانی مړی

د دې برید په ځواب کې ایران په عراق کې د امریکا پر یوې اډې بالیستیک توغندي وویشتل چې نږدې ۱۱۰ امریکايي پوځیانو ته مغزي صدمه واوښته.

XS
SM
MD
LG