د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

عراق کې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په عراق کې د نړیوال ائتلاف پر اډې له توغندويي برید وروسته په عراق کې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، د عراق د حشدالشعبي تنظیم ۲۶ وسله‌وال تېر ماښام د سوریې په دیرالزور ولایت کې په هوايي برید کې وژل شوي دي.

د دیرالزور ولایت د البو کمال پر سرحدي سیمې چې دا برید پرې شوی، په تېرو څو میاشتو کې په ځلونو په دې خاطر حملې شوي چې ایران پلوي ځواکونه په‌کې مېشت دي.

تېر بریدونه د اسرائیلو له لوري بلل شوي وو، خو اسرائیل تر اوسه پورې کومه حمله تأیید کړې نه‌ده.

په عراق کې تاجي اډه.
په عراق کې تاجي اډه.

د چهارشنبې د ماښام حمله څو ساعته وروسته له دې وشوه چې د بغداد په شمال کې پر تاجي اډه څو راکټونه ولګېدل.

په دې راکټي بریدونو کې ۲ امریکایان چې یو یې پوځي او بل قراردادي دی او همداراز یو بریتانیايي پوځي وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د ټپیانو د ملیت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

له حملې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چې امریکا به دا ډول بریدونه ونه‌زغمي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

پومپیو په دې اړه له خپل بریتانیايي ساري دومینیک راب سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون هم وویل چې هېواد یې د نړیوال ائتلااف له نورو غړو سره پر تاجي اډې د حملې په اړه څېړنې کوي. ده دا برید په کلکه وغانده.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

د امریکايي او بریتانیايي چارواکو له څرګندونو څو ساعته وروسته د سوریې د بشري حقونو لندن مېشتې څارونکې ډلې وویل چې پر تاجي اډې د حملې په غبرګون کې نن (پنجشنبه) د امام علي اډه او د کتائب حزب‌الله، نجبا غورځنګ، کتائب سیدالشهدا او د حیدریون کنډکونو په شان د بېلابېلو ایران پلویو ملېشه ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي دي.

د الحسیان په سیمه کې د امام علي اډې په اړه ویل کېږي چې د ایران په قدس ځواک پورې تړاو لري.

حشدالشعبي ډلې ویلي چې د دوی پر مرکز د امریکا هوايي ځواک څو توغندي ویشتي دي، خو د سوریې ټلوېزیون ویلي چې نامعلومو الوتکو بمباري کړې ده.

د حشدالشعبي ډلې یو شمېر جنګیالي.
د حشدالشعبي ډلې یو شمېر جنګیالي.

د ځینو راپورونو له مخې، پر تاجي اډې له ۱۰ تر ۱۸ توغندي لګېدلي چې دا په وروستیو دوو میاشتو کې پر دې سیمه تر ټولو سخت برید ګڼل کېږي.

تر اوسه هېڅ‌چا د دې بریدونو مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

په تاجي اډه کې چې د عراق د پوځ فرقه ده، د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف ځواکونه مېشت دي.

XS
SM
MD
LG