د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

ټرمپ د امریکا پوځ ته په عراق کې پر پوځي اډې د برید د ځوابي اقدام اجازه ورکړه


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغه هېواد پوځ ته اجازه ورکړې چې په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د حملې پر وړاندې ځوابي حمله وکړي.

د چهارشنبې په ورځ په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د کاتیوشا ډوله توغندیو برید وشو چې په ترڅ کې یې درې تنه پوځیان ووژل شول، دوه د امریکا او یو د بریتانیا او ۱۴ نور ټپیان شول.

پنټاګون د دې برید پړه پر ایران پلویو وسله‌والو اچولې په داسې حال کې چې د دې حملې مسؤلیت تر اوسه هېڅ ډلې نه‌دی منلی او ایران هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او لوی درستیز مارک میلي
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او لوی درستیز مارک میلي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي که څه هم د دې حملې پړه پر ایران پلوې کتائب حزب‌الله یا کومې بلې ځانګړې ډلې وانه‌چوله، خو په ډاګه‌یې کړه چې د دوی په نظر ایران د هغو جنګیالیو ملاتړ کوي چې دا توغندويي برید یې کړی او خبرداری یې ورکړ چې د دوی پر ضد هر راز اقدام ممکن دی.

د دوی له څرګندونو داسې ښکاري چې متحده ایالات، ایران او هغه ځواکونه چې تهران‌یې ملاتړ کوي یو ځل بیا په عراق کې دننه د یو بل پر وړاندې درېدلي دي.

دفاع وزیر ښاغلي اسپر په پنټاګون کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ده له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کړي او ټرمپ د هر هغه اقدام اجازه ورکړې ده چې ورته اړتیا وي.

په عراق کې مېشت امریکايي ځواکونه
په عراق کې مېشت امریکايي ځواکونه

اسپر دې پوښتنې ته چې ایا په دې اقداماتو کې به په ایران کې دننه د امریکا هوايي حملې هم شاملې وي کنه؟ په ځواب کې وویل چې لومړیتوب به پر ایران پلویو وسله‌والو وي.

له دې مخکې ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي و چې تر اوسه په قطعي ډول روښانه نه‌ده چې دا کار به ایران کړی وي او په دې اړه‌یې هم څه ونه‌ویل چې د امریکا ځواب به څه وي.

متحده ایالاتو پرله‌پسې ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې په بهر کې د امریکايانو وژل له سرې کرښې د اوښتو په معنی ده او بې‌ځوابه به پاتې نه‌شي.

ښاغلي اسپر وویل هېڅ‌چا ته د امریکا پر اډو د حملې اجازه نه‌ورکول کېږي او زیاته‌یې کړه چې د دې حملې له عاملانو سره به هم حساب کتاب وشي.

په عراق کې د چهارشنبې ورځې په توغندويي حمله کې د بریتانیا، پولنډ او ځینو نورو هېوادونو په ګډون د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ۱۴ سرتېري هم ټپیان شول.

په عراق کې تاجي اډه.
په عراق کې تاجي اډه.

نړیوال ائتلاف وايي، د دې حملې په ترڅ کې ۱۸ کاتیوشا ډوله توغندي په عراق کې د امریکا پر تاجي پوځي اډې ویشتل شوي دي.

XS
SM
MD
LG