د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

ملګري ملتونه: ایران دې د لنډې مودې لپاره زندانیان خوشې کړي


د ايران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي جاوېد رحمان
د ايران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي جاوېد رحمان

د ايران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي، له تهرانه غوښتنه وکړه، چې د کرونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ټول زندانيان د لنډ وخت لپاره خوشې کړي.

د ايران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي جاوېد رحمان د کرونا يا کويد-١٩ وايروس د خپرېدو د مخنيوي په هدف له تهرانه د ټولو بنديانو د لنډمهاله خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي رحمان پرون سې شنبه د سويس په جنيوا ښار کې خبريالانو ته وويل: "په ايران کې دوه تابعيت لرونکي يا هم بهرني وګړي د کرونا وايروس له واقعي خطر مخامخ دي، ځکه دوى پر خپل وضعيت ډېر اندېښمن دي."

د ايران د قضايه قوې رئيس ابراهيم رئيسي د دوشنبې په ورځ ويلي وو، چې ايران د کرونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي په هدف په موقت ډول شاوخوا ٧٠ زره بنديان خوشې کړي دي.

ايران يو له هغو هېوادونو دى چې تر چين او ايټاليا وروسته کرونا وژونکي وايروس سخت ځپلى دى.

دغه وايروس اول په تېره ډېسېمبر مياشت کې د چين د هوبې ولايت په مرکز وهان ښار کې کشف او بيا نورې نړۍ ته خپور شو.

د ايران د روغتيا وزارت وياند کيانوش جهانپور پرون سې شنبه په تهران کې په يوه خبري کنفرانس ته وويل: "د کويد ١٩ يا کرونا وايروس له کبله د مړو ټول شمېر ٢٩١ ته رسېدلى، دا کسان د ۸۰۴۲ کسانو له ډلې دي، چې دا ناروغي په کې تشخيص شوې وه، ٢٧٣١ کسان چې روغ شوي وو، له روغتون څخه خوشې شوې دي."

دا ارقام په داسې حال کې خپرېږي چې د ازادۍ راډيو د ايرانۍ څانګې راډيو فردا په حواله، بېلابېلو رسنيو په ٣٠ ولايتونو کې په کرونا وايروس د مړو شمېر لږ تر لږه ٩٢٧ تنه ښوولى دى.

د ايران د روغتيا وزارت وياند وايي په ايران کې په کرونا د اخته کسانو شمېر په زياتېدو دى او په راتلونکو ورځو کې به دا شمېر نور هم زيات شي.

د ايران ايرنا خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړى و، چې د روغتيا وزارت چارواکو د روغتيا محلي مسوولان په کرونا وايروس د مړو کسانو د شمېر له اعلانه منع کړي دي.

XS
SM
MD
LG