د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر۱۹۴ تنو ته رسېدلی


د کرونا وایروس چې د قم ښار یې ډېر ځپلی و اوس د ایران ټولو ۳۱ ولایتونو کې خپورشوی دی.
د کرونا وایروس چې د قم ښار یې ډېر ځپلی و اوس د ایران ټولو ۳۱ ولایتونو کې خپورشوی دی.

په ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دی.

ایراني چارواکو تائید کړه چې د کرونا وایروس له امله په تېرو۲۴ ساعتونو کې نور ۴۹ تنه مړه شوي چې په دې سره د دغه وایروس له امله په ایران کې د مړیو شویو شمېر۱۹۴ تنو ته ورسېد.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور چې نن په یوه خبري کنفرانس کې د کرونا وایروس د تلفاتو په اړه معلومات ورکول دغه راز په دې هېواد کې پر دغه وایروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر۶۵۶۶ تنه وښود.

د کرونا وایروس چې د قم ښار یې ډېر ځپلی و اوس د ایران ټولو ۳۱ ولایتونو کې خپورشوی دی.

یوازې په تهران کې شاوخوا اتلس سوه کسان پر کرونا وایروس اخته شوي دي.

د ایران ایسنا خبري آژانس د راپورله مخې اروپا ته د ایران آیر هوایي شرکت ټولې الوتنې لغوه شوي دي.

په منځني ختیځ کې د کرونا وایروس مثبتې پیښې له ۶۹۰۰ اوښتي چې ډېرې یې په ایران کې ثبت شوي دي.

بحرین چې د کرونا وایروس ۷۹ مثبتې پیښې په کې ثبت شوي، ویلي چې د فورمول ون په نوم د موټر ځغلولو لوبه به روانه میاشت د نندارچیانو له حضور پرته ترسره کېږي.

ایتالیا چې په اروپا کې تر نورو هېوادونو ډېره د کرونا وایروس ځپلې د سپورټ وزارت یې د فوتبال له ټیمونو غوښتي چې سمدستي دې د فوتبال لیګ لوبې ودوري.

له چین وروسته چې د کرونا وایروس سرچینه ده، په ايټالیا کې د دغه وایروس له امله له ۲۳۰ زیات کسان مړه شوي
له چین وروسته چې د کرونا وایروس سرچینه ده، په ايټالیا کې د دغه وایروس له امله له ۲۳۰ زیات کسان مړه شوي

ایټالیا دغه راز د کرونا وایروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره کمساري اقدامات پیل کړي او خلکو ته یې ویلي چې له استثنايي حالته پرته د لومباردي شمالي سیمې ته لاړ نه شي او د دې سیمې اوسېدونکي دې هم نورو سیمو ته نه ځي.

لومباردي سیمه چې وینیز او میلان ښارونه هم په کې دي، زیاته کرونا ځپلې ده.

دغه نوي تدابیر چې د شاوخوا یوې میاشتې په مخه نیول شوي، د ایټالیا د شپیته ملیونه نفوس له پنځلس میلیونو زیات وګړي اغېزمن کوي.

د شمال ۱۴ ولایتونو ته به له استثنا پرته تګ راتګ منع وي.

له چین وروسته چې د کرونا وایروس سرچینه ده، په ايټالیا کې د دغه وایروس له امله له ۲۳۰ زیات کسان مړه شوي او د اخته شویو شمیریې هم له ۵۸۰۰ تنو اوښتی دی.

تر نن یکشنبې پورې په نړۍ کې د یولکو ۶ زره ۲۰۳ تنو کرونا وایروس تشخیص شوي، ۳ زره ۶۰۰ تنه ورڅخه مړه شوي او پردې ویروس د اخته شویو له ۶۰ زره زیاتو کسانو هم درملنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG