د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د کرونا د خپرېدو مخنیوي لپاره ایران ته د ۳ اروپايي هېوادونو مرستې


له دې سره د دې وایروس په نتيجه کې د مړو شویو شمېر ۶۶ ته لوړ شو.
له دې سره د دې وایروس په نتيجه کې د مړو شویو شمېر ۶۶ ته لوړ شو.

بریتانیا، جرمني او فرانسه به د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ایران ته پنځه میلیونه یورو مالي مرسته ورکړي.

دا درې اروپايي هېوادونه به د مالي مرستې ترڅنګ ایران ته لازمي تجهیزات هم ورکړي.

ایران د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستو وړانديز رد کړی دی.

د ایران د روغتیا وزارت د کرونا وایروس له کبله د ۱۲ نوې مړینې راپور وکړی دی.

له دې سره د دې وایروس په نتيجه کې د مړو شویو شمېر ۶۶ ته لوړ شو.

په ایران کې په کرونا اخته قرنطین شوی کس
په ایران کې په کرونا اخته قرنطین شوی کس

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال علي رضا رئیسي د کرونا وایروس له کبله د اووښتي ځاني زیان په اړه داسې وايي: "زموږ نوي امار ښيي چې ۵۲۳ نوې پېښې ثبت شوي او ۱۲ نور کسان مړه شوي دي. په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۰۱ ته لوړ شوی دی. تر اوسه ۶۶ کسان مړه شوي او له نېکه‌مرغه ۲۹۱ کسان روغ شوي دي."

د هغې شورا یو غړی چې د ایران ستر مشر ته سلامشورې ورکوي، هم په مړو شویو کې شامل دی. دا خبره د ایران دولتي ټلوېزیون د دوشنبې په ورځ راپور کړه.

د نظام د مصلحت د تشخیص په نوم د دې شورا غړی محمد میر محمدي نومېده چې په تهران کې د کرونا وایروس له ناروغۍ مړ شو. هغه ۷۱ کلن وو.

میر محمدي د ایران لومړی لوړپوړی چارواکی دی چې د کرونا وایروس له کبله مړ شو. د ایران په مشر تابه کې ګڼ کسان په دې وایروس اخته شوي دي.

د نظام د مصلحت د تشخیص شورا غړی محمد میر محمدي
د نظام د مصلحت د تشخیص شورا غړی محمد میر محمدي

دا شورا د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي ته سلا مشورې ورکوي او د ستر مشر او پارلمان ترمنځ د منځګړي په توګه فعالیت کوي.

د میر محمدي د مړینې خبر په داسي حال کې دی چې د ایران مرستیال ولسمشره معصومه ابتکار او د روغتیا مرستیال وزیر ایرج حریرچي هم په دې وایروس اخته شوي دي.

متخصصین وايي، په ایران کې په وایروس د اخته کسانو شمېر ښايي تر هغو ډېر وي چې چارواکو تأيید کړي.

د وایروس د خپرېدو له بېرې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د مارچ په دوهمه نېټه انلاین خبري کنفرانس جوړ کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي.

د دې وزارت ویاند عباس موسوي انلاین خبرې وکړې او ایران ته‌یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د مرستې وړانديز رد کړ.

ایران ته د اروپايي هېوادونو په ورکړل شویو روغتیايي موادو کې به د لابراتوار د معایناتو الات او د ځان د خوندیتوب لپاره کالي او د لاسو دستکشې شاملې وي.

په تهران کې د بریتانیا سفارت ویلي چې د وایروس په خاطر يې له ایرانه خپل د پرسونل ایستل پیل کړی دی.

دې سفارت ویلي چې یو شمېر لازمي کارکوونکي به‌یې په ایران کې پاته وي، خو که وضعیت نور هم خراب شي، د سفارت وړتیا به ډېره محدوده شي چې د بریتانیايي وګړو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG