د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

له ایران څخه د افغان ګډوالو اجباري ایستنې اندېښنې رامنځته کړي


افغانستان کې تر اوسه د کرونا وایروس ۵۱ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان کې تر اوسه د کرونا وایروس ۵۱ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، که څه هم تر اوسه په دغه هېواد کې د کرونا وایروس یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې خو له ایران څخه د افغان ګډوالو اجباري راستونې سخت اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له پر بنسټ په افغانستان کې تر اوسه د کرونا وایروس ۵۱ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

خو د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د یکشنبې په ورځ له نیمروز ولایت څخه په ټېلېفون ازادي راډيو ته وویل، چې له دغو ثبت شویو مشکوکو پېښو څخه ۴۵ یې منفي، پنځه یې تر څېړنې لاندې او یوازې یوه یې مثبت ده.

ښاغلی مایار په داسې شرایطو چې په ایران کې په کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ډېر لوړ دی له هغه هېواد څخه د افغان کډوالو د راېستلو موضوع د اندېښنې وړ بولي.

هغه زیاته کړه: "له ایران څخه په اجباري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او په ورځني ډول په سلګونو کسان له ایران څخه راېستل کېږي، تازه پرون له ایران څخه شاواخوا ۷۰۰ کسان راېستل شوي چې دغه موضوع موږ اندېښمن کړي یو او بلاخره موږ دا دی خپله نیمروز ولایت ته راغلو."

د نوموړي په خبره، د یادو اندېښنو سره سره بیا هم د افغانستان عامې روغتیا وزارت د دې وایروس د پراختیا د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

ښاغلی مایار وايي، تازه د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په نیمروز ولایت کې په کرونا وایروس اخته کسانو لپاره یو روغتون پرانېسته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ کوم کس چې په افغانستان کې په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی د ایران له قم ولایت څخه هرات راستون شوی و.

خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ددې اندېښنو په ځواب کې وايي، هغه افغان کډوال چې له ایران څخه راېستل کېږي د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د دوی تر جدي څېړنې لاندې دي.

ددې وزارت ویاند اسلام الدین ازادي راډیو ته وویل: "موږ د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه دې ته متوجه یو، که له ایران څخه کډوال ایستل کېږي هلته تر جدي څېړنې لاندې نېول کېږي، تېره ورځ هلته ایران سره په پولو کې شاوخوا لس نورې تازه روغتیايي ډلې وګمارل شوې، څو د کرونا وایروس د زیاتېدو مخه ونیول شي. "

تازه ارمنستان هم د کورونا د وایروس لومړنۍ پېښه ثبت کړه.

د دغه هېواد صدراعظم نیکول پاشانیان نن یکشنبه پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د ارمنستان یو تبعه، چې له خپلې مېرمن سره په وروستیو کې ایران ته تللی و، په کرونا ویروس اخته دی.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشانیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشانیان

په نړۍ کې تراوسه پورې تر ۸۶ زره زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۳ زره نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG