د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د روغتیا نړیوال سازمان: په ټوله نړۍ کې د کرونا وایروس خطر زیات شوی


په نړۍ کې د کرونا وایروس خپرېدل.
په نړۍ کې د کرونا وایروس خپرېدل.

د ملګرو ملتونو روغتیايي ادارې ویلي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وایروس خطر تر بل هر وخت زیات شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس د جمعې په ورځ «۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۲۸» په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې پر نړیواله کچه د کرونا وایروس خپرېدو او اغېز ګواښ تر بل هر وخت زیات شوی دی.

د کرونا وایروس ګواښ د نړۍ اقتصاد ته هم خطر جوړ کړی دی. شپږ ورځې پرله‌پسې د نړۍ د ونډو بازارونو بیې ټيټې شوي او د ۲۰۰۸م کال د اقتصادي بحران راهیسې دا لومړی ځل دی چې د نړۍ بازارونو ته شااوخوا شپږ تریلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

کرونا وایروس په ګڼو هېوادونو کې ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي او ۲۸۰۰ کسان‌یې وژلي دي.

تر ټولو زیات تلفات په چین کې دي چېرته چې په تېر ډسمبر میاشت کې لومړی ځل د دې وایروس مثبتې پېښې ثبت شوې.

په چین کې د کرونا وایروس له وېرې یو ماسک لرونکی وګړی د یوه اقتصادي ګراف مخ ته.
په چین کې د کرونا وایروس له وېرې یو ماسک لرونکی وګړی د یوه اقتصادي ګراف مخ ته.

ګڼو هېوادونو د فبرورۍ په ۲۸مه د جمعې په ورځ خپلې لومړۍ مثبتې پېښې راپور کړې.

په دغو هېوادونو کې اذربایجان، بلاروس، ډنمارک، لیتوانیا، مکسیکو او نیوزیلاند شامل دي.

په بلاروس او لیتوانیا کې د کرونا وایروس نوې مثبتې پېښې

د روغتیا نړیوالې ادارې رئیس تدروس ادهانوم د جمعې په ورځ په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: "له ایټالیا څخه ۲۴ موارد ۱۴ هېوادونو ته انتقال شوي، ۹۷ موارد له ایرانه ۱۱ هېوادونو ته انتقال شوي دي. په تېرو څو ورځو کې د مثبتو پېښو په شمېر کې ورځ په ورځ زیاتوالی او د اغېزمنو شویو هېوادونو شمېر د اندېښنې وړ خبره ده."

د روغتیا نړیوالې ادارې رئیس تیدروس ادهانوم
د روغتیا نړیوالې ادارې رئیس تیدروس ادهانوم

په منځني ختيځ کې ایران تر ټولو زیاتې د کرونا وایروس پېښې ثبت کړي دي، خو خلک انتقاد کوي چې چارواکي د پېښو اصلي شمېر پټوي.

په ایران کې د کرونا وایروس له کبله د مړینو رسمي شمېر په ۲۴ ساعتو کې له ۸ څخه ۳۴ ته لوړ شو. همداراز ویل شوي چې ۳۸۸ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د یو شمېر لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د ایران د پارلمان څلور غړي هم په کرونا ناروغي اخته شوي. په دغو کسانو کې د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار هم شامله ده.

د ایران د روغتیا وزارت د هر ډول راغونډېدو پر وړاندې ټینګار وکړ لکه ودونه، جنازې، ښوونځي، پوهنتونونه، سینماوې، تیاتر او کنسرت سالونونه ټول تړل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چې هېواد یې اوس‌مهال تهران ته د تخنیکي مرستې رسولو وړاندیز کړی چې د دې وایروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

په ژنیو کې تدروس دا هم وویل چې د نړۍ پر کچه د کرونا وایروس پر ضد تر ۲۰ زیات واکسینونه جوړ شوي او یو شمېر يې د ازموينې په مراحلو کې دي چې په راتلونکو څو اوونیو کې به‌یې نتیجه معلومه شي.

XS
SM
MD
LG