- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې له طالبانو سره له هوکړې وروسته افغانان د دغې هوکړې جزئیاتو ته اندېښنه لري، یو مطلب خپور کړی دی.
نیویارک ټایمز په پیل کې د افغانانو د څو مهمو اندېښنو یادونه کوي او لیکي، ډېر کسان د امریکایي ځواکونو د وتلو، د بندیانو د خوشې کولو د څرنګوالي، د ښځو د حقونو او د حکومت د کنټرول په اړه د دغې هوکړې مبهمو ټکو ته اندېښنه لري.
نیویارک ټایمز لیکي، هغه هوکړه چې د شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ وشوه، لږترلږه یو اړخیې څرګند دی او هغه دا چې متحده ایالاتو او طالبانو هغه څه ترلاسه کړل چې دواړو یې له زړه غوښتنه کوله.
د مهالوېش له مخې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل او دا چې له هغې وروسته به څه پېښېږي، خو د نیویارک ټایمز په لیکنه په دې منځ کې د افغانستان خلک دي چې وروستۍ برخه بهیې چې څه به پېښېږي، د دوی لپاره څه ډول وي.
د هغې هوکړې چې له مخې یې د دوی حکومت څنګ ته شوی او ډېرې مهمې مسئلې هم مبهمې پاتې دي.
نیویارک ټایمز لیکي، په دغه پروسه کې لومړنۍ خنډ چې ظاهراً په څه کم ۲۴ ساعتونو کې راڅرګند شو هغه دا چې متحده ایالاتو د شنبې په ورځ د دغې هوکړې ترلاسلیک کېدو وروسته وویل چې د مارچ تر ۱۰مې به د طالبانو پنځه زره بندیان د افغانستان د حکومت له زندانونو خوشې شي او طالبان به هم له خپل لوري د حکومت زر بندیان خوشې کړي.
خو د ورځپاڼې په وینا افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا به له طالبانو سره د مخامخ خبرو تر پیلېدو مخکې شرط نهوي.
ښاغلي غني وویل، زموږ خلک د سولې په اړه اجماع لري، خو دوی په دې اړه چې د سولې لپاره باید څومره قیمت پرې کړي، اجماع ته نهدي رسېدلي.
هغه وویل، په دې اړه به تر هغو چې یوه هوکړه ترلاسه کوو، خبرې وشي.
- واشنګټن پوست
واشنګټن پوست ورځپاڼې هم د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې او د هغې پر ځینو برخو یې د افغان ولسمشر اشرف غني نیوکو ته پام اړولی دی.
واشنګټن پوست لیکي، ولسمشر غني پرون یکشنبه د بندیانو د خوشې کېدو د لانجمن مهالوېش په ګډون د دغې هوکړې پر ځینو برخو نیوکه وکړه.
د ورځپاڼې په لیکنه د غني دغه نیوکې د دې ښکارندویي کوي چې افغانستان چې په روان کړکېچ کې یوې نوې مرحلې ته داخلېږي، پر وړاندې یې څه ستونزې پرتې دي.
په تېره بیا د ښکېلو اړخونو لهخوا د هغو شرایطو د پوره کولو په برخه کې چې پر اساس بهیې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیلېږي او هم دا چې په راتلونکي کې په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه تر څه حده راکمه شي.
غني وویل، دا د امریکا نه، بلکې د افغانستان د حکومت صلاحیت دی چې طالب بندیان خوشې کړي کنه.
هغه زیاته کړه چې د پنځو زره طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړهیې ژمنه نهده کړې او پردې موضوع به ښایي له طالبانو سره د مذاکراتو په جریان کې خبرې وکړي، خو هغه باید د دغو مذاکرو د پیل لپاره یو شرط نهوي.