د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

د ایران د پارلماني ټاکنو پایلې سبا اعلانېږي


په ایران کې پرون، د فبرورۍ په ۲۱ مه، پارلماني انتخابات ترسره شول.
په ایران کې پرون، د فبرورۍ په ۲۱ مه، پارلماني انتخابات ترسره شول.

د ایران د پارلماني ټاکنو پایلې به تر سبا اعلان شي.

په ایران کې پرون، د فبرورۍ په ۲۱ مه، پارلماني انتخابات ترسره شول.

چارواکو پرون د رایې ورکولو وخت دوه ساعته زیات کړ.

د ایران دولتي ټلوېزیون وویل چې د رایې ورکولو په وروستي ساعت کې د رایې ورکونکو شمېر دومره زیات و چې د دوهم وار لپاره د رایې ورکولو وخت تمدید شو.

د کاندیدانو لېست د ایران د اسلامي رژیم د سخت دریځې (شوراي نګهبان) د یوې څارونکې ډلې تر نظر تېر شوی و او له دې کبله زرهاوو داسې کاندیدان چې د اصلاحاتو ملاتړ یې کاوه، له لېسته وایستل شول.

په اخر کې ۷۱۴۸ تنه کاندیدانو اجازه درلوده چې په ټاکنو کې ګډون وکړ.

د ایران د اوسني پارلمان ۹۰ غړي هم په کاندیدانو کې و چې د شوراي نګهبان پلاوي یې کاندیدي رد کړه.

هغوي اصلاح غوښتونکي یا منځ لاري وکیلان و چې له غرب سره یې د ایران د مذاکرو او جوړجاړي ملاتړ کاوه.

د ایران د پارلمان غړي، علي وکیلي چې په ټاکنوکې د کاندید په توګه له برخې اخیستلو منع شوی، پرون په تهران کې خبریالانو ته وویل: "په دې کلونو کې ناسم چلند رامنځ ته شوې چې که اصلاح نه شي، د وګړو تګ راتګ به هېڅ بدلون هم نه راولي، د تېروتنو رنګ به یوازې بدل شي، د تېروتو عمق به همداسې پاتې شي."

د ایران جمهور رئيس حسن روحاني په لومړیو کې د ډېرو منځ لارو کسانو د کاندیدۍ پر رد نیوکه کړې وه خو وروسته یې وویل چې ایرانیان بری په دې ګټلای شي چې د ټاکنو په ورځ ډله – ډله له کورونو را ووځي او د رایې ورکولو لپاره انتخاباتي مرکزونو ته ولاړ شي.

د ایران جمهور رئيس حسن روحاني
د ایران جمهور رئيس حسن روحاني

روحاني پرون په خپله هم رایه ورکړه او ویې ویل: "که خداي کول، زموږ ولس به نوي ویاړ ترلاسه کړي او زموږ دښمنان به تر هر بل وخت زیات مایوس شي."

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي هم پر ایرانیانو غږ وکړ چې د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او ویې ویل چې دا د خلکو دیني مسئولیت دی.

خامنه اي وویل چې په ټاکنو کې ګډون به دایران ملي ګټې خوندي کړي.

د امریکا متحدو ایالاتو د انتخاباتو په شپه د شوراي نګهبان پر پنځو لوړ رتبه غړو بندیزونه ولګول.

دا هغه کسان و چې د کاندیدانو د څېړنې په ډله کې شامل و او پرېکړه یې کوله چې څوک د کاندیدۍ لپاره تائید شي.

د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي براین هوک وویل چې پنځه ایراني چارواکي د دې لپاره تر بندیزونو لاندې شول چې د ایران خلکو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې په ازادو او شفافو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د ایران شوراي نګهبان وویل چې د کاندیدانو د لېست د چاڼ او غوره کولو د پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې تمه لري چې په ایران کې د رایې ورکولو په شرایطو له برابرو کسانو په سلو کې پنځوس د هغه هېواد په ۳۱ ولایتونوکې رایې ورکړي.

په ایران کې ۵۸ ملیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.

خو د ایسنا خبري اژانس په حواله، پرون مخکې تر دې چې د رایې ورکولو لپاره وخت تمدید شي، له هغو کسانو چې په شرایطو برابرو یوازې یولس فیصده خلکو رایې ورکړې وې.

په ایران کې رسماً یوه اونۍ وخت ورکړ شوی و چې کاندیدان کمپاین وکړي او د انتخاباتو تر ورځې څلورویشت ساعته مخکې پر کمپاینونو بندیز ولګېد.

په پاریس کې مېشت ایراني سیاسي فعال علي کشتګر د ازادې اروپا او ازادي راډیو دایران برخې، راډیو فردا ته وویل چې یوازې هغو کاندیدانو ته په ټاکنو کې د ګډون وخت ورکړ شوی چې د خامنه اي سخت ملاتړ کوي او هغه ته وفادار دي.

کشتګر وویل، هغو کسانو ته چې پر رژیم یې انتقاد کړی اجازه نه ده ورکړ شوې چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG