د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۷

نړۍ

ایران کې نن پارلماني ټاکنې کېږي

د ایران د نګهبان شورا په دې انتخاباتو کې د شاو او خوا ۹ زره کسانو د کاندیدو غوښتنه رد کړې ده.
د ایران د نګهبان شورا په دې انتخاباتو کې د شاو او خوا ۹ زره کسانو د کاندیدو غوښتنه رد کړې ده.

ایرانیانو نن د دې هیواد د پارلمان د غړیو د ټاکلو لپاره رایې ورکول پیل کړي دي.

په دې انتخاباتو کې د ایران د پارلمان د ۲۹۰ څوکیو لپاره له ۱۶ زره زیاتو کسانو نومونه ثبت کړي وو خو د پیاوړې نګهبان شورا له خوا یوازې ۷۱۴۸ کاندیدان تایید شوې دي.

د ایران د نګهبان شورا په دې انتخاباتو کې د شاو او خوا ۹ زره کسانو د کاندیدو غوښتنه رد کړې ده.

د اوسني پارلمان ۹۰ تنه غړي هم د نګهبان شورا له خوا په ننیو انتخاباتو کې له کاندیدو محروم شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتونو د ایران نګهبان شورا تورنه کړې چې په دې انتخاباتو کې یې د هغو کسانو د کاندیدو مخه نیولې چې د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه يي د پالیسیو پیروي نه کوي.

متحده ایالتونو د ایران ددې انتخاباتو په درشل کې د احمد جنتي سربیره د انتخاباتو پر پنځو چارواکو بندیزونه لګولي دي. جنتي چې د ایران په رژیم کې ځواکمن ملا دی ددې هیواد د نګهبان شورا مشري کوي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازی براین هوک ویلي دا بندیزونه په دې خاطر دي چې دې کسانو د یو شمیر کاندیدانو په مخنیوي د ایران د خلکو لپاره د ازادو او عادلانه انتخاباتو مخه نیولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو بیان کې ویلي: ”د جنتي په څېر ملایانو په تیرو ۴۱ کلونو کې د ایران خلک د رایو ورکولو پر مهال له خپل ريښتیني انتخاب بې برخې کړي دي.“

د نوموړې په وینا د ایران خلک پرته له دې چې څنډې ته شي او یا په ډله ایزه توګه ووژل شي، د خپل نظر د څرګندولو حق لري.“

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

تهران وایي، په اوس وخت کې له امریکا سره په خبرو کې د اټومي موضوع جزیات ندي شامل

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وایي، په اوس وخت کې له متحدو ایالتونو سره د ایران د اټومي پروګرام د جزئیاتو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي روانې.

د دې وزارت ویاند اسماعیل باقري نن دوشنبې په تهران کې په خبري غونډه کې وویل: "موږ پوهېږو چې د اټومي مسایلو په اړه کله اقدام ضروري دی. د اټومي موضوع د جزئیاتو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي شوې. په اوس وخت کې زموږ لومړیتوب د جګړې پای ته رسول دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ وایي، له تهران سره د واشنګټن د احمتالي هوکړې لویه برخه د ایران پر اټومي فعالیتونو راڅرخي.

هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال کې په یوه پوسټ کې د CNN شبکې هغه راپور رد کړ چې ګواکې د ټرمپ او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه د دغه هېواد اټومي موضوع نه رانغاړي.

ټرمپ لیکلي چې دغه هوکړه "ډېرپه واضحو ټکو بیانوي چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې تر لاسه نه کړي. بیا په ډېر تفصیل او قوي ډول د اټومي موضوع د بېلابېلو اړخونو په اړه خبرې کوي. په حقیقت کې، د هوکړه ډېره برخه همدا موضوع ده."

امریکا او ایران بیا پریوبل د بریدونو خبر ورکړی

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې له دریدلي حالت سره مخ شوي، دواړو لورو د دوشنبې په ورځ وویل چې یو ځل بیا یې پر یو بل بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د اوونۍ په پای کې یې د ایران په جنوبي برخه کې د رادار او د ډرون د کنټرول پر مرکزونو "د ځان دفاعي بریدونه" ترسره کړي دي. دا په څه باندې یوه اونۍ کې د دې ډول بریدونو دریمه پیښه ده.

پوځ ویلي چې دغه بریدونه د امریکا د MQ-1 Predator ډرون د راغورځولو په ځواب کې ترسره شوي دي.

تر دې لږ وروسته، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک وویل چې هغوی هغه "هوايي اډه چې برید ترې شوی و" په نښه کړې، کومه چې د امریکا پوځ ترې کار اخلي. د ایران دولتي رسنۍ (IRIB) د دوشنبې په ورځ دا خبر ورکړ، خو د اډې ځای یې مشخص نه کړ. په عین حال کې کویټ چې د امریکا د یوې سترې پوځي اډې کوربه توب کوي، وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې څو توغندي او ډرونونه چې د دې هیواد هوايي قلمرو ته داخل شوي و، له منیځه وړي دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا په لبنان کې د روانې جګړې په اړه بیړنۍ غونډه کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبې په لبنان کې د جګړې په اړه بېړنۍ غونډه وکړي. دا وروسته له هغې چې د اسرائیل پوځ د لبنان په جنوب کې روان عملیات پراخ کړل او په سیمه کې یې د منځنۍ پیړۍ اړوند یوه تاریخي کلا ونیوله.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ډیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي چې دا غونډه د فرانسې په غوښتنه رابلل شوې او د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون ویلي چې "هیڅ شی د لبنان په جنوب کې روان ستر پوځي عملیات نشی توجیه کولای". نوموړي د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو ژمنه کړې چې په لبنان کې به نور هم وړاندې لاړ شي او د یکشنبې عملیات یې د حزب‌ الله پر ضد په روان کمپاین کې "یو ډراماتیک بدلون" بللی دی.

د اسرائیل او حزب ‌الله ترمنځ د جګړې د درولو لپاره اوربند د اپرېل په ۱۷مه نافذ شوی و خو هېڅکله هم په بشپړه توګه نه دی عملي شوی. دواړه خواوې هره ورځ یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي او خپل بریدونه د مقابل لوري د ادعا شویو سرغړونو په پلمه توجیه کوي.

رویال چلنجرز بنګلور د هند د کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله

ویراټ کوهلي - رویال چلنجرز بنګلور ټیم
ویراټ کوهلي - رویال چلنجرز بنګلور ټیم

د هند د کرکټ د غوره لیګ پایلوبه د رویال چلنجرز بنګلور او ګجراټ ټایټنز تر منځ وشوه.
په دې لوبه کې د ګجرات ټیم د ۱۵۶ منډو هدف ورکړی وو.
په ځواب کې یې د بنګلور ټیم وتوانېد یاد هدف په اتلسم اوور کې پوره او اتلولي ته ورسیږي.
دا دویم وار دی چې د رویال چلنجرز بنګلور ټیم اتلولي ګټي.
تېر ۲۰۲۵ کال هم دغه ټیم د هند په غوره لیګ کې اتلولي خپله کړې وه.
د نن شپې په لوبه کې د هند او نړۍ پيژندل شوي کرکټر ویراټ کوهلي ۷۵ چټکې منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. هغه په دې لوبې سره د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.
د ګجرات لوبډلې په ترکیب کې افغان ستوری لوبغاړی راشدخان هم وو. راشدخان که څه هم د سیال ټیم دوه لوبغاړي وسوځول او د ټولو بالرانو په نسبت یې کمې منډې ورکړې خو خپل ټیم یې له ماتې ونه شو ژغورلی.

قالیباف: تهران به هیڅ یوه هوکړه ونه مني چې د ایران حقونه پکې خوندي شوې نه وي

د ایران سترمرکچي او د دې هیواد د پارلمان ریس محمد باقر قالیباف وایي، تهران به له متحدو ایالتونو سره هیڅ یوه هوکړه ونه مني که د ایران ټول حقونه پکې خوندي شوي نه وي. قالیباف دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې واشنګټن د سختو شرایطو وړاندیز بیرته تهران ته استولی دی. نیویارک ټایمز اواکسیوس رسنیو د باخبره سرچینو له قوله د شنبې په ورځ د دې موضوع خبر ورکړ، خو داچې په دغه نوي وړاندیز کې څه سخت شرطونه وضع شوي، نورجزیات ندي په ډاګه شوي. ښاغلي قالیباف په خپلو څرګندونو کې چې د ایران دولتي ټلویزیون نن خپرې کړې وویل: "موږ به ترهغو هېڅ یوه هوکړه ونه مني تر څو پورې ډاډه شوي نه وي چې د ایران د ولس حقوق خوندي شوي دي."

ولسمشرټرمپ ویلي چې د ده په لومړیتوبونو کې د ایران له خوا اټومي وسلو ته د نه پراختیا ورکول او د کشتیو پرمخ د هرمز تنګي بیرته پرانیستل شامل دي.

د اسراییل پوځ وایي، د لبنان په جنوب کې یې ځمکني عملیات پراخ کړي دي

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې یې خپل ځمکني عملیات نورو سیمو ته هم پراخ کړي او ځواکونه یې له لیتاني سیند څخه اوښتي دي. پوځ په یوه بیان کې وویل: د دغه هېواد "د پام وړ شمېر" ځمکني ځواکونو د "مخکینۍ دفاعي کرښې" د پراخولو لپاره تعرضي عملیات پیل کړي او دا عملیات اوس ډېرو نورو سیمو ته غځېدلي دي.

دغه بیان دوه ورځې وروسته له هغې خپریږي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل چې د اسرائیل ځواکونه د لیتاني سیند څخه چې د اسرائیل او لبنان د ګډې پولې شاوخوا ۳۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري، تېر شوي دي.

په ورته وخت کې، د اسرائیل د دفاع وزیر ایسرائیل کاتز اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ د لبنان په جنوب کې د شقیف په نوم څوکه چې د منځنۍ پېړۍ لرغونې ستراتیژیکه کلاده، نیولې او د هغې پر سر یې د اسرائیل بیرغ پورته کړی. هغه دغه سیمه "د الجلیل د ښارګوټو او د اسرائیلي ځواکونو د امنیت لپاره له مهمو ستراتیژیکو نقطو" څخه وبلله.

د اسرائیل او د ایران ملاتړې حزب ‌الله ترمنځ اوربند د اپرېل له ۱۷ په رسمي ډول نافذ شوی، خو په عمل کې نه دی مراعات شوی او دواړه لوري پر یو بل د سرغړونې تورونه لګوي.

د لبنان صدراعظم نواف سلام د شنبې په ورځ اسرائیل تورن کړ چې د لبنان په جنوب کې د "سوځول شوې ځمکې سیاست" عملي کوي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې له ۳ زرو ۳۷۱ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ټرمپ: له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې

نړۍ ددې په تمه ده چې د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ به له ایران سره د اوسني اوربند د غځولو لپاره د وړاندیز شوې هوکړې په اړه څه غبرګون وښيي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له خوا د هوايي بریدونو د بیا پیلولو ګواښونه دوام لري. د راپورونو له مخې، ټرمپ لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او د وړاندیز شویو شرایطو په اړه یې د لا سختو بدلونونو غوښتنه کړې ده. سپینې ماڼۍ د شنبې د ورځې ترناوخته پورې هیڅ رسمي څرګندونې ندي کړي. یوه ورځ مخکې د سپینې ماڼۍ په ځانګړې خونه کې ټرمپ له خپلو امنیتي سلاکارانو سره غونډه پای ته ورسوله. دا غونډه له تهران سره د یوې احتمالي هوکړې په اړه وه چې هدف یې د ۶۰ نورو ورځو لپاره د نازک اوربندغځول، د هرمزتنګې بیرته پرانیستل او د ایران پر بندرونو د امریکا د محاصرې پای ته رسول وو.

د دغې هوکړې مخې، پرنورو سختو او پېچلو مسئلو، لکه د ایران د یورانیمو د غني کولو حق او د هغه ټولیز اټومي پروګرام او همدارنګه پر تهران د بندیزونو د نرمولو د احتمال په اړه به په همدې ۶۰ ورځو کې خبرې اترې کیږي.

څو امریکایي رسنیو د شنبې په ورځ راپورورکړچې ولسمشرټرمپ د هوکړې په شرایطو کې د څو بدلونونه غوښته کړې چې ښې کار لاپاتې دی.

نیویارک ټایمز او اکسیسوس د هغو چارواکو په حواله چې له دغو خبرو اترو خبر دي، جلا جلا راپور ورکړی چې د ټرمپ غوښتنې د هوکړې د شرایطو لا سختولو اړوندې دي او دغه نوي جزئیات بېرته تهران ته د غور لپاره استول شوي دي.

له ایراني اړخه د دې هیواد د مذهبي مشر مجتبي خامنه یي یوه سلاکارمحسن رضایي پرولسمشرټرمپ تور پورې کړی چې هغه "د درېیم ځل لپاره له ډیپلوماسۍ سره خیانت کوي"؛ ځکه چې د ایران پر بندرونو لګېدلی سمندري بندیز یې لا هم نه دی ختم کړی او د خبرو اترو پر مهال یې هغه څه مطرح کړي چې نوموړي یې "له حده زیاتې غوښتنې" بللې دي.

پاریس سنت جرمان د اروپایي کلبونو د فوټبال اتل شو

 پاریس سنت جرمان  د اروپایي کلبونو اتلولي خپله کړه- د مې ۳۰ مه-۲۰۲۶
پاریس سنت جرمان د اروپایي کلبونو اتلولي خپله کړه- د مې ۳۰ مه-۲۰۲۶

د اروپایي کلبونو د اتلولۍ په پایلوبه کې د فرانسې پاریس سنت جرمان لوبډلې د انګلستان ارسنل لوبډلې ته ماته ورکړه.

دا مسابقه شنبه ( د جون ۳۰ مه) په بوداپست کې ترسره شوه . په ټاکلي وخت کې لوبه یو د یو په وړاندې مساوي شوه. بیا په اضافي دیرش دقیقو کې هم لوبه مساوي شوه او خبره پنلټي ته ورسیده. په پنلټي کې پاریس سنټ جرمنان څلور د درې په وړاندې ارسنل ته شکست ورکړ.

د اروپایي کلبونو ترمنځ اتلولي له نولس سوه پنځه پنځوسم کال راهیسې پيل شوې چې په پيل کې د اروپا کلب په نوم پیژندل کیده او اوس یې نوم ( یو اي فا چمپینز لیګ) دی.

پروسږکال هم پاریس سنت جرمنان لوبډلې دا اتلولي خپله کړې وه.

د امریکا دفاع وزیر: له ایران سره جګړې ته چمتو یو

د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر( جګړې وزیر) وایي، که له ایران سره د روغې جوړې موافقه ونه شي، امریکا د جګړې بیا پیلیدو ته چمتو ده.

پیټ هګسټ د شنبې په ورځ( د مې ۳۰) په سنګاپور کې یوې امنیتي غونډې ته د خبر پر مهال دا هم وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښې موافقې پسې ګرځي داسې موافقه چې ایران کله هم د اټومي وسلو څښتن نه شي.

د هګسټ تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ په تروت سوشل کې د ایران د غني شویو یورانیمو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې هرمز تنګي باید ژر تر ژره پرانیستل شي او ایران هلته ایښي مایونونه لرې کړي.

مارکو روبیو د منځني ختیځ د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان د رول ستاینه کړې

د مې په ۲۹مه د روبیو او ډار لیدنه واشنګتن کې
د مې په ۲۹مه د روبیو او ډار لیدنه واشنګتن کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په واشنګتن کې لیدلي.

مارکو روبیو په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له ډار سره په لیدنه کې یې د منځني ختیځ د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان د رول ستاینه کړې.

هغه زیاته کړې چې دواړو د امریکا او پاکستان د ښه امنیت او سوکالۍ لپاره د رغنده ملګرتیا په غښتلي کولو سلا وکړه.

اخوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې اسحاق ډار له مارکو روبیو سره په خبرو کې اندېښنه ښوولې چې وسله والې ډلې له افغان خاورې پر دوی بریدونه کوي.

په بیان کې زیاته شوې چې ډار د روانو امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد بیا پرون په مسکو کې د یوه نړیوال امنیتي کنفرانس په ترڅ کې ځینې لوري تورن کړل چې هڅه کوي افغانستان ناامنه وښيي او خپلې امنیتي ستونزې پرې وتپي.

طالبانو مخکې هم په وار وار رد کړې چې له افغان خاورې د پاکستان یا نورو هېوادونو پر ضد وسله والې ډلې فعالیت کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG