د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

هېواد: سیاسي جامو کې د نظام مخالفین په ښکاره د نظام له‌منځه وړل غواړي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپانو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د افغان سولې مسئلې او په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې "افغانان به په راتلونکو څو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک شاهدان وي، خو دا چې دغه هوکړه به افغان ولس ته د نېکمرغیو نوی باب پرانیزي او که به‌یې د بدمرغیو د یوه نوي باب پیلامه وي لا په زغرده څه پرې نه‌شي ویل کېدای."

خو په سرمقاله کې ټينګار شوی، که چېرې افغانان غواړي چې نور باید دغه بدمرغۍ ختمې شي چې تر څلورو لسیزو زیاته موده زموږ پر ولس مسلطې وې، نو دوی باید د تېرو څلورو لسیزو له ترخو تجربو څخه زده کړې وي.

سرمقاله لیکونکی لیکي که چېرې اوس هم افغانان د خپل هېواد د برخلیک په باب سره یوه خوله شي د دې بدمرغیو د پای ته رسېدو تر ټولو مهم ګام به وي.

ویسا ورځپاڼې د سرمقالې په وروستۍ برخه کې لیکلي که افغان ولس سره متحد نه‌شي د خپل برخلیک واک نه‌شي ترلاسه کولای او د بې‌واکه ولسونو پرېکړې لوی هېوادونه کوي چې دغه هېوادونه هر څه او هر څوک د خپلو موخو په لار کې قرباني کوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، دا چې د سولې هوکړې ته امریکا او طالبان نږدې شوي، نو افغان حکومت بیا هم په دې اړه د سیاسي او ملي اجماع رامنځته کولو هڅې کوي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي په سیاسي جامو کې د نظام مخالفین په ښکاره د نظام له‌منځه وړل غواړي، هغوی د واک لېونیان دي او که په واک کې شریک نه‌وي، نو بیا هر څه ورته ناروا ښکارېږي.

وړاندې راغلي، حکومت باید هڅه وکړي چې د سولې لپاره اجماع رامنځته کړي او د دې اجماع د لا پیاوړتیا لپاره کار وکړي او په باور یې دا مفکوره به وکړای شي چې سیاسیون سره منسجم کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا پلاوی چې امریکا یې هم غوښتنه کوي، باید ژر له طالبانو سره بین‌الافغاني خبرو ته وړاندې شي او ملت د سولې تر چتر لاندې پر خپلې راتلونکې تمرکز وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا پاکستان کې د افغان ګډوالو په ژوند لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، پاکستان له افغان کډوالو سره تل ناوړه چلند کړی او په بېلابېلو نومونو یې ځورولي او ترې ناوړه ګټه اخیستې.

په سرمقاله کې د افغانستان مرستیال ولسمشر پرونيو څرګندونو ته په اشارې لیکل شوي، افغانستان کې جنګېدونکې وسله‌والې ډلې تر ډېره په پاکستان کې روزل شوي او په باور یې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په ښکاره په دې مسئلې اعتراف کړی.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د پاکستان سیاست تل د افغانستان په ضد وو او اوس هم همداسې ده، خو په وینا یې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید په ډېرې هوښیارۍ کار وکړي څو پاکستان له ابزاري ګټې اخیستنې لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG