د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

هېواد: د سولې تر نامه لاندې د قطر ډرامه به هېڅ مثبته اغېزه ونه لري


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان سولې او په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د تدابیرو د نیولو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د سولې تر نامه لاندې د قطر ډرامه به هېځ مثبته اغېزه ونه لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، داسې ویل کېدل، چې د روان میلادي کال د جنوري تر ورستۍ نېټې پورې په وروستۍ میاشتې کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي، خو لیکوال لیکي دغه خبرې اوس له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ښايي د ځنډېدو یو لامل یې هم په غزني کې د امریکايی الوتکې د پریوتلو موضوع وې چې وسله والو طالبانو ویلي دوی ویشتې ده، خو د سرمقاله لیکونکي په باور ښکاره لامل یې دادی چې په قطر کې طالب استازي د خبرو واک نه لري.

د سرمقالې لیکوال په پای کې وړاندیز کوي، چې په خبرو کې د پرمختګ لپاره دې طالبان په قطر کې خپل استازي بدل کړي او داسې څوک دې وټاکي چې د پاکستان تر اثر لاندې نه وي او په رښتیا هم د سولې د مذاکراتو وړتیا او نیت ولري.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، بین الافغاني مذاکرات د سولې تر ټولو ستونزمن پړاو دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سولې د هوکړې لاسلیک په تړاو د سلا مشور او ظاهراً اوربند او بین الافغاني مذاکراتو ته د طالبانو راضي کولو په هدف د پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو ته سفرونه پيل کړي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي، چې له دې سفرونو وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته لاره پرانېستل شي.

د سرمقاله لیکوونکي په اند د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح د مذاکراتو له پیل وړاندې د اوربند شرطونه اېښودل دا امکان برابره وي چې بین الافغاني خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ تر نهه پړاوه مذاکراتو ستونزمن او له جنجالونو ډکې وي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې یادونه شوې، چې افغان ولسمشر د یو فرمان پر بنسټ د سولې اړوند مسایل ټول د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته راجع کړي دي.

د لیکوال په باور دا کار د افغان سیاسي جهتونو له جدي نیوکو او غبرګونو سره مخ شوی او ښایي په دې کار سره (حکومت) د طالبانو په وړاندې تر ټولو جنجال جوړونکي جهت په توګه راڅرګند شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقالې کې پوښتنه مطرح کړې، چې د عامې روغتیا وزارت به له کرونا سره څه ډول مقابله کوي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کرونا د ویروس د خپراوي په اړه خبرداری ورکړی او بېړنۍ حالت یې اعلان کړی.

د راپورونو پر بنسټ څه ډول چې تمه کیږي، که دا ویروس مهار نه شي، د پېړۍ په طاعون ناروغۍ به بدل شي.

لیکوال لیکي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چې په دې برخه کې کوم اقدامات کړي، بسنه نه کوي او د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره باید مشخص ستراتیژۍ جوړ کړي څو افغان ولس له دې ناوړه او وژونکي ویروس خوندي شي.

XS
SM
MD
LG