د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د کابل ورځپاڼو طالبانو سره د سولې او اوربند په اړه مقالې خپرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې په تړاو د ولسمشر غني څرګندونو او د اوربند پرمسئلې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې د ولسمشر محمد اشرف غني وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي، ښاغلی غني په هېڅ وجه حاضر نه دی چې له طالبانو سره جوړه وشي او جګړه ختمه شي.

سرمقاله لیکوونکی له واشنګټن پوسټ سره د ښاغلي غني د مرکې پربنسټ لیکي، غني د افغانستان روانې جګړې ته ډېر سطحي ګوري داسې لکه نوموړی چې پر وضعیت ډېر مسلط وي او د طالب په نوم کومه کوچنۍ ډله وي چې کله کله امنیت خرابوي او نور هرڅه ښه روان وي.

خو سرمقاله لیکوونکي ټينګار کړی،چې زمونږ د هېواد روانه ستونزه ډطره لویه او غني له دې ډېر ناتوانه دی چې دغه ستونزه هواره کړي.

سرمقاله لیکوونکي له واشنګټن پوست سره د ولسمشر غني د مرکې بله خبره دا راخېستې چې ویلي یې دي، "ټرمپ مې ښه دوست دی، هغه زمونږ له کارونو راضي دی، زما په دوره کې تر پنځوس کم امریکایان وژل شوي دي"

دا هغه څرګندونې دي چې سرمقاله لیکوونکي پر ولسمشر غني تندې نېوکې کړي او لیکلي چې د امریکايي اهدافو لپاره په لسګونو زره افغانان قرباني شوي دي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې ولې طالبان له اوربند او د افغانستان حکومت د تاوتریخوالي له کمېدو وېره لري؟

د سرمقاله لیکوونکي په باور، طالبان لا هم په خپلو پرېکړو کې خپلواک نه دي او له دې وېره لري چې له اوربند وروسته د هرې پېښې په رامنځ ته کېدو سره به د دوی ترمنځ له خپلمنځي اختلافاتو پرده پورته شي چې هغه مهال به نورې ډلې ترې ګټه واخلي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د اوربند او تاوتریخوالي دوو نظرونو ترمنځ اختلافات یوازې دلته نه خلاصه کيږي بلکې دننه په افغانستان کې هم پدې برخه کې ګڼ اختلافات موجود دي.

هشت صبح په په خپله سرمقاله کې ټينګار کړی، که د سولې لپاره یوه قوي اراده موجوده وي، اوربند به ناممکن نه وي.

هېواد:

او هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په قطر کې د امریکا او طالب استازو په وروستۍ غونډه کې د اوربند په اړه د نه پرمختګ له امله دا خبرې په ټپه درېدلې دي.

وړاندې راغلي، د تشدد د کمولو وړاندیز بې مفهومه خبره ده او په باور یې، د تشدد هېڅ اندازه او حد د منلو وړ نه دی.

د سرمقاله لیکوونکي په باور،که طالبان اوربند ونه مني د قطر خبرې بیا هم بې پایلې دي او هلته د طالبانو د استازیو په نامه پلاوی د دې ډلې استازولي نه شي کولای بلکې د دښمنو لوریو په ګټه له امریکایانو سره چنې وهي .

د سرمقالې په نتیجه ګیرۍ کې راغلي، ملت سوله او تلې پاتې اوربند غواړي او نورې هڅې به بې ګټې وي.

XS
SM
MD
LG