د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

انیس: د افغانانو ترمنځ ملي یوالی شته او دغه ولس نه بېلېدونکی ملت دی


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسې او د افغانانو ترمنځ د ملي یوالي په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه چې ورستۍ شوې او لاسلیک ته چمتو ده، وخت ناوخت یې په وړاندې په اګاهانه او غیر اګاهانه توګه خنډونه رامنځته کېږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د دغو خنډونو یو بېلګه له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د حکومت له خوا پر سراسري او عمومي اوربند ټینګار او د جمهوریت منل او ځيني نور شرایط دي چې مطرح کېږي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، د امریکا او طالبانو ترمنځ اوسني مذاکرات چې له دغسې جنګالونو ډک دي، نو که د سولې هوکړه لاسلیک شي، تر هغې وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو برخلیک تر دې هم بدتر وي.

  • هېواد

د هېواد د دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د قطر خبرې باید د اوربند او سولې لپاره طرحه رامنځته کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، طالبان دې پوه شي، چې اوربند یوازې د افغان حکومت غوښتنه نه بلکې د افغان ولس او ټولې نړۍ غوښتنه ده، چې د عملي کېدو لپاره یې باید یوه طرحه جوړه شي.

د سرمقالې په پای کې د جګړې ښکېلو خواوو نه غوښتنه شوې، چې له چڼو تېر شي او د رښتینې سولې لپاره یوه مشخصه طرحه را وړاندې کړي.

د لیکوال په اند، افغان حکومت د دې لپاره بشپړ چمتوالی نیولی او له طالبانو غوښتنه کوو، چې له اوربند وروسته د سولې لپاره مخامخ خبرې پیل کړي.

ځینو نور ورځپاڼو بیا د افغانانو ترمنځ د ملي یوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، چې افغانستان اتحاد او سیاسي یووالي ته اړتیا لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر چې کله تېره ورځ له بهره راستون شو، له هوايي ډګر نیغ د محمد محقق کور ته ولاړ او له هغه سره یې د زوی د مرګ غمشریکي وکړه.

په سرمقاله کې یادونه شوې، په داسې حال کې چې محمد محقق له اوله د ولسمشر غني سرسخت مخالف و دغه کار د ستایلو دی او باید د نورو لپاره یوه غوره بېلګه شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، دا ټول د امریکا جمهوري ریاست ته د هغه هېواد د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن څرګندونو د غلط ثابتولو لپاره یو نمونه ده.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه په خپلې سرمقالې لیکلي، نړیوال دې پوه شي، چې د افغانانو ترمنځ ملي یوالی موجود دی او دغه ولس نه بېلېدونکی ملت دی.

XS
SM
MD
LG