د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

دنیا: کای ایډي د جوبایډن څرګندونې د هغه ناپوهي بللې


یو شمېر کابل چاپ ورځپانې
یو شمېر کابل چاپ ورځپانې

د کابل د نن ورځې ډېریو ورځپاڼو د افغانستان په اړه د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډیموکرات ګوند احتمالي نوماند جوبایډن د تېرې ورځې د څرګندونو او په قطر کې د امریکا او طالبانو د غیر رسمي خبرو په اړ مطالب چاپ کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د "جوبایډن د امریکایي ذهنیت ترجمان" تر عنوان لاندې مطلب لیلکي، د امریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډیموکرات ګوند احتمالي نوماند جوبایډن هغه څرګندونې چې هېڅ شونې نه‌ده چې "افغانستان دې یو واحد هېواد شي" نظر نه، بلکې هدف بولي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د امریکا د ګانګرس یو شمېر غړي او سیاستوال دې ته کار کوي چې څنګه افغانستان وپاشي.

د لیکوال په باور، نه‌یوازې جوبایډن، بلکې د امریکا ډېری چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې د فدرالي نظام د جوړولو زمینه برابره کړي.

لیکوال لیکي، افغانانو په څلورو لسیزو جګړو او بدو ورځو کې خپل یووالی ساتلی او په دې موده کې د جوبایډن هڅو ته ورته د نورو هغو هېوادونو هڅې چې د افغانستان د ماتولو او وېشلو خیالونه‌یې په سر درلودل له ماتې سره مخ شوي دي.

لیکوال سرمقاله په دې کرښه ختمه کړې چې افغانان باید خپل دوست او دښمن وپېژني.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د جوبایډن د څرګندونو په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پخواني استازي کای ایډي خبرې راخیستي.

کای ایډي د جوبایډن څرګندونې د هغه ناپوهي بللې او ویلي دي چې په دې اړه خواشینی دی.

دغې ورځپاڼې په خپل مطلب کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا خبرو ته هم ځای ورکړی چې ویلي یې دي افغانان د ملت جوړونې وړتیا لري.

له دې سره د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په خپله ټویټرپانه د جوبایډن د څرګندونو په اړه لیکلي چې افغان ولس د یو بل ترڅنګ د ترهګرۍ پر وړاندې جنګېږي ترڅو نور هېوادونه خوندي پاتې شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو په اړه لیکلې، "طالبان دې د اوږدو او بې‌پایلو مذاکراتو پر ځای له افغان حکومت سره خبرو ته کېني."

د لیکوال په باور، طالبانو د افغانستان د راتلونکې او سولې په اړه نه، بلکې له امریکا سره د هېواد او خپل نظام پر سر چنې وهي.

لیکوال ادعا کړې چې طالبانو د پاکستان، روسیې، ایران، انګلستان او یو شمېر نورو هېوادونو اجنډاګانې پلې کوي او غواړي چې د امریکا سره په خبرو خپل پخوانی نظام بیا واکمن کړي.

لیکوال دا هم لیکلي چې افغانان د اوربند په اړه د طالبانو د مخامخ خبرو اترو او سولې غوښتونکي دي.

خو تازه په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند او له امریکا سره د افغان سولې پر سر د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین تېره شپه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د سیاسي دفتر مرستیال ملا برادر په ګډون یو شمېر نورو طالب مشرانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره یو ځل بیا ناسته کړې او د مذاکراتو د پایلو او وروستیو اقداماتو په اړه‌یې خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG