د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

ویسا: ایا تاریخ بیا تکرارېږي؟


د کابل ځینې ورځپاڼې
د کابل ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سلواغې ۲۶ مې او د سولې هوکړې په اړه لېکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ویسا ورځپاڼې

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله پدې پوښتنې پیل کړې، ایا تاریخ بیا تکرارېږي؟

وړاندې راغلي، د سلواغې د ۲۶ مې د حماسې وروسته زمونږ جهادي زعامت او په ټوله کې ولس د یوه پیاوړي حکومت جوړولو فرصت له لاسه ورکړ کورنیو جګړو او بدمرغیو دوام وکړ.

د سرمقاله لیکوونکي په باور دغو بدمرغیو تر دې دوام وکړ چې د ډاکټر نجیب الله حکومت را نسکور شو خو بیا هم مجاهدین پر یوه ټغر راټول نه شول، بیا طالبان واک ته ورسېدل تر دې چې د سېپټېمبر د ۱۱ مې له پېښو وروسته افغانستان د تور وحشت څپو ته ولوېد.

ویسا لیکلي اوس چې د سولې یو غږ اوچت شوی امریکا د پوځونو د اېستلو خبره کوي که څه هم شواهد داسې دي چې دا هسې ډرامه ده، خو په باور یې که زمونږ ولس حکومت سیاسې لوري او طالبان د خپلمنځي اعتماد هڅه وکړي یوه نوې لاره کېدای شي خو د سرمقاله لیکونکي په وینا خبره د پخوا په څېر وي د ناورین د تکرار زیات امکان موجود دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله یوې پوښتنې پیل کړې، ایا په هېواد کې جګړه په ختمېدو ده؟

وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک خبره نږدې شوې ده داسې شواهد موجود دي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې تاوتریخوالی د پام وړ کم شوی او دې د افغانانو ترمنځ هیلې را ټوکولې چې ډېر ژر به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور اوس د دي وخت را رسېدلی چې حکومت او د افغانستان سیاسیون او جهادي مشران سره کېني او د سولې بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره یوه اجماع رامنځته کړي او په افغانستان کې دغې ۴۰ کلنۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د سرمقالې په پای کې راغلي دغه استازي باید همه شمول او د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو وړتیا ولري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ په وروستیو کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او طالبانو ویلي چې ګڼې پر امریکا یې منلې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر اېستلو پیل وکړي او د هغوی ۵ زره بندیان به په لومړي سرکې خوشې کېږي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور د سولې هوکړې منځپانګه مشروطه ده او د هوکړې هېڅ بند بې شرطه نه دی او واقیعت دا دی چې طالبان حاضر شوي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د دواړو لوریو تر منځ پر هغو میکانېزمونو چې د سولې پروسې پر مالکیت سربېره د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت هم تضمینوي په تفصیل خبرې شوي دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس مهمه داده چې نړېواله ټولنه، امریکا او ناټو د افغان حکومت په مالکیت او مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ وکړي او په طالبانو ومني چې بین الافغاني خبرې پیل کړي او د نظام ملي ګټو او وروستیو لاسته راوړنو په ګډون د بشري حقونو په منلو او درناوي سره سوله وکړي.

XS
SM
MD
LG