د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

ناټو د روسیې د راکټي دستګاوو په تړاو پر اقداماتو بحث کوي


بروکسل کې د ناټو مرکزي دفتر
بروکسل کې د ناټو مرکزي دفتر

د ناټو تړون دفاع وزيران به نن په بروکسل کې د روسيې د راکټي دستګاوو په تړاو پر اقداماتو بحث وکړي.

د ناټو تړون دفاع وزيران نن چهارشنبه او سبا پنجشنبه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې غونډه کوي.

د ناټو په مقر کې دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د سړې جګړې د وخت د منځ‌واټنه اټمي وسلو د کنټرول تړون تېر ميلادي کال له‌منځه لاړ.

دغه تړون روسيه او د امريکا متحده ايالات د منځ‌واټنه اټمي وسلو له لرلو منع کول.

واشنګټن تېر کال له دغه تړون څخه وروسته له هغې ووت چې پر روسيې يې تور ولګاوه، له دغه تړون څخه په سرغړونې سره‌يې منځ‌واټنه اټمي وسلې جوړې کړي او په څو ځايونو کې ځاى پر ځاى کړي دي.

د واشنګټن دغه اقدام د مسکو له ورته اقدام سره مخامخ شو او دې کار د نړۍ د دغو دوو مخکښو اټمي قدرتونو ترمنځ د نوې وسله‌والې شخړې اندېښنې وپارولې.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ پرون سې شنبه په بروکسل کې يوه کنفرانس ته وويل، د ناټو متحدان به د منځ‌واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړون څخه د روسيې د سرغړونو په وړاندې يوموټي پاتې شي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ

ښاغلي سټولټنبرګ «9M729» ډوله ميزائيل چې په «SSC-8» هم پېژندل کېږي هغه چلنج وباله چې دوى ورسره مخامخ دي.

د ناټو سرمنشي وويل چې دوى به د روسيې د ميزائيلو د ټولو دستګاوو په اړه چې دا مهال د جوړېدو او پراختيا په حال کې دي، پر خپلو اقداماتو بحث وکړي.

په همدې حال کې پرون په ناټو تړون کې د امريکا متحده ايالاتو سفيرې کې بيلي هاچیسون په بروکسل کې خبريالانو ته وويل: "موږ به په لنډ مهال کې (د ميزائيلو د دفاع) ظرفيتونه ولرو، خو لا يې د دقيق وخت په اړه معلومات نه‌لرو، دا وړتياوې ازمويل شوي، خو وروستي شوي نه‌دي، پر دې بنسټ به موږ دا توان ولرو چې د متعارفو، هايپرسونيک يا تر غږ د چټکې وسلې او اټمي وسلو په ګډون په روسيه کې د هر جوړېدونکي شي دفاع وکړو، موږ به د روسيې يا بل بنسټ پر وړاندې چې هڅه کوي زموږ کوم متحد يا يقيناً چې زموږ هېواد ته د زيان رسولو هڅه وکړي، د اعتبار وړ زغم لرونکى واوسو."

کې بیلي هاچیسون ناټو غونډه کې د خبرو پر مهال.
کې بیلي هاچیسون ناټو غونډه کې د خبرو پر مهال.

کنفرانس ته د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل، د ناټو دفاع وزيران او متحد هېوادونه به په عراق کې هم د خپل راتلونکي مأموريت په اړه بحث وکړي.

د ناټو دفاع وزيران او متحدان‌يې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د امنيت په اړه د دغه تړون پر اوږدمهالي تعهد بحث کوي.

دغه وزيران به د اوکراين له دفاع وزير سره په اوکراين کې د اصلاحاتو او له اوکراين څخه د ناټو د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG