د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د سړې جګړې د وخت د یوه تړون د ژغورنې لپاره روسیې ته د ناټو مهلت


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ناټو وايي، روسیه د سړې جګړې د وخت د یو تړون د ژغورنې لپاره یوازې پنځه اوونۍ وخت لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې چېرې چې د ناټو مرکز دی، خبریالانو ته وویل، مسکو د نویو توغندیو په جوړولو او ځای پر ځای کولو، د منځني واټن د اټمي وسلو (ای اېن اېف) له تړون سرغړاوی کړی.

نوموړي زیاته کړه: "موږ له روسیې غواړو چې مسؤلانه چلند وکړي. خو متأسفانه د روسیې له اړخه د داسې یو کار د ترسره کولو هېڅ نښه نه‎ګورو. په حقیقت کې روسیه د نویو توغندیو جوړولو او ځای پر ځای کولو ته دوام ورکوي."

سټولټنبرګ وویل، روسیه باید د اګسټ تر دوهمې نېټې پورې خپل د لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندي (اېس اېس سي-۸) چې د نوموړي په وینا له یاد تړون څخه سرغړاوی دی له‎منځه یوسي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، د ناټو دفاع وزیران به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې نن (چهارشنبه) پرېکړه وکړي چې د روسیې له‎خوا د دې سرغړاوي د دوام په صورت کې څنګه ځواب ووايي.

ینس سټولټنبرګ وړاندې وویل: "زموږ ځواب به دفاعي، حساب شوی او همغږه وي. موږ روسیې ته ورته کار نه‌کوو. نه‌غواړو اروپا کې نوي اټمي ځمکني توغندي ځای پر ځای کړو."

سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې ناټو تړون د وسلو د یوې بلې سیالۍ د پیلولو په لټه نه‎ده، خو نوموړي وویل باید د ناټو دفاع باوري او مؤثره وي.

راکت دور بُرد کروز جدید ساخت روسیه. Jan. 23, 2019
راکت دور بُرد کروز جدید ساخت روسیه. Jan. 23, 2019

واشنګټن او مسکو د روان کال په لومړیو کې د ۱۹۸۷ م کال په دې تړون کې خپل ګډون وځنډاوه.

د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مسکو "د توغندیو د یو سیستم د ځای پر ځای کولو" په خاطر د اټمي وسلو له دې تړون څخه په سرغړاوي تورن کړ. روسیې دا تورونه رد کړل.

دا تړون د هغو ځمکنیو کروز او بالیستیک توغندیو تولید، ازمویل او ځای پر ځای کول منعه کوي چې له ۵۰۰ کېلو مترو تر ۵۵۰۰ کېلو مترو پورې واټن ویشتلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یوې تازه څېړنې له مخې تېر کال په نړۍ کې د اټمي وسلو شمېر کم شوی دی. په ستاکهولم کې د سولې د څېړنو نړیوال انسټټیوټ د جون میاشتې په راپور کې ویلي، د ۲۰۱۹ م کال په پیل کې روسیې، امریکا او اوو نورو هېوادونو تر ۱۳۸۰۰ زیاتې اټمي وسلې لرلې، خو د دې څېړنیزې ادارې په وینا د ۲۰۱۸ م کال په پیل کې دا شمېر تر ۱۴۴۰۰ زیات و.

په دې راپور کې راغلي، د اټمي وسلو شمېر په قصدي توګه له دې کبله کم شوی چې روسیې او امریکا د (نیو سټارټ) یا نوي پیل د تړون په عملي کېدو خپلې اټمي وسلې کمې کړې دي.

خو د سولې دې څېړنیزې ادارې ویلي، که چېرې واشنګټن او مسکو په ۲۰۱۰ م کال کې لاسلیک شوی دا تړون تمدید نه‎کړي، په ۲۰۲۱ م کال کې پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG