د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د افغانستان کابینې د رسنیو د خوندیتوب مقرره تصویب کړه


آرشیف
آرشیف

د دوشنبې په ماښام د افغانستان کابینې د هغې مقررې طرحه منظور کړه، چې د رسنیو او ژورنالیستانو په خوندیتوب او له حکومت سره د دوی په همغږۍ راڅرخي.

وروسته له هغې د افغانستان د لسګونو رسنیو مسولینو په یوه لیک کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون یو شمېر حکومتي بنسټونه تورن کړل چې رسنیو ته په خپل وخت اطلاعات نه‌ورکوي، افغان حکومت له رسنیو سره د همغږۍ د پراخولو هڅې زیاتې کړې دي.

په دې لړ کې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان کابینې د رسنیو او ژورنالیستانو د خوندیتوب په هدف د یوې مقررې طرحه تصویب کړه.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د کابینې په غونډه کې یوه مهمه مسله د رسنیو د خوندیتوب او حکومت د ګډې کمېټې له خوا د چمتو شوې مقررې د طرحې تصویب و چې د کابینې له خوا منظور شوه.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

صدیقي وویل: "دا مقرره په رسنیو کې زموږ د همکارانو د امنیت او خوندیتوب د ټینګښت په هدف ده، همدارنګه د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې د بهیر د چټکتیا په اړه او د دولت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د زیاتولو لپاره ده."

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت له رسنیو سره له اوږدې مودې راهېسې د همغږۍ او همکارۍ د زیاتولو په هدف یوه شریکه کمېټه رامنځته کړې او د رسنیو د خوندیتوب په برخه کې د کابینې له خوا د وروستۍ مقررې منظوري په دې برخه کې یو بل ګام دی.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی مشر مجیب خلوتګر ازادي راډیو سره خبرو کې، د افغانستان د کابینې له خوا د ژورنالیستانو د خوندیتوب په اړه د دې مقررې د تصویب هرکلی وکړ.

نوموړي وویل، درې کاله مخکې چې کله حکومت د افغانستان د رسنیزو بنسټونو او ژورنالیستانو فدراسیون سره د ګډې کیمټې د جوړولو کار پیل کړ، په دې برخه کې د یوې داسې قانوني مقررې پر جوړولو هم کار او بحثونه پیل شول چې د دې کمېټې د کار څرنګوالی روښانه او قانوني بڼه ورکړي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی مشر مجیب خلوتګر
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی مشر مجیب خلوتګر

د مجیب خلوتګر په وینا د مقررې په دې طرحه کې د ګډو کمېټو د فعالیتونو ټول اړخونه په پام کې نیول شوي.

هغه زیاته کړه: "له نیکه مرغه د افغانستان کابینې د دې مقررې طرحه وروستۍ کړه، زه فکر کوم دا د افغانستان د حکومت له خوا د بیان د ازادي د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام دی، د مقررې دا طرحه یو اساس دی، زموږ په باور اوس ډېرې روښانه او قانوني لارې شته چې له یو خوا د بیان د ازادۍ په ملاتړ او له بلې خوا د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړنې او عدالت غوښتنې څرنګوالی او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخولي پر ضد مبارزه روښانوي."

د مجیب خلوتګر په وینا د دې مقرې له منظورۍ وروسته یو قانوني صراحت رامنځته کېږي چې له مخې یې د رسنیو پر وړاندې د حکومت او نورو لورو له خوا رامنځته کېدوونکي ممکنه خنډونه او ستونزې څېړل کېدای شي.

د دې مقررې تر تصویب یوه ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او سټراټيژیکو اړیکو د برخې رئیس وحید عمر د یو شمېر لوړپوړو حکومتي ویندویانو سره یوځای په کابل کې د پژواک خبري اژنس په دفتر کې د رسنیو له مشرانو او استازو سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د رسنیو ستونزې به د حکومت لخوا وڅېړل شي او د هواري لپاره به یې عملي ګامونه واخیستل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او سټراټيژیکو اړیکو د برخې رئیس وحید عمر
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او سټراټيژیکو اړیکو د برخې رئیس وحید عمر

که څه هم د سیمې د هېوادونو په منځ کې افغانستان د بیان د ازادۍ او د ازادو رسنیو د فعالیت له پلوه په ښه وضیعت کې ګڼل کېږي، خو د افغانستان د رسنیو کارکوونکي په نا امنو شرایطو کې کار کوي او د تاوتریخوالي د پېښو، ځورونو، معلوماتو ته له محدود لاس رسي او نورو ستونزو سرټکوي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG