د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

هېواد: مفسدینو او قاچاقچیانو پرضد باید مبارزه ګړندۍ شي


د کابل ځینې ورځپانې
د کابل ځینې ورځپانې

کابل چاپ نننو ورځپاڼو له بېلابېلو مسایلو سره په خوا کې په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق او د ټاکنو کمېسیون د کارونو پرڅرنګوالي لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هېواد

د هېواد د دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی: "د مفسدینو او قاچاقچیانو پرضد باید مبارزه ګړندۍ شي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قومندانۍ کې ۶ لوړ پوړي، پولیس د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول، چې دا یو ښه اقدام دی.

د لیکوال د معلوماتو له مخې ځینې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې خلک هڅوي، څو مخدره مواد وکري، ځکه د لیکوال په اند تر ډېره د دغه کښت او قاچاق ګټه دوی ته ورځي.

  • اصلاح

د بلې دولتي اصلاح ورځپاڼې په سرمقاله کې د کورنیو چارو له دې اقدام هرکلی شوی او په سرمقاله کې ټینګار شوی، چې قانون باید په ټولو یو شان پلی شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د مخدره موادو د قاچاق سرچینې باید وچې شي، هغه که په هره کچه وي قانون پرې یو ډول پلی شي.

دا تبصرې داسې مهال کېږي، چې سپینې ماڼۍ ویلي، په افغانستان کې د مخدره موادو کښت کم خو تولید یې زیات شوی، واشنګټن له کابل تازه غوښتي، چې د مخدره موادو د مخنیوي لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا د ټاکنو کمېسیونونو او د ټاکنو د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، د ټاکنو په کمېسیونونو کې د قانون ماتونکي باید محکمه شي.

وړاندې په سرمقاله کې د شکایتونو په کمېسیون نیوکې شوې او ویل شوي، چې د ټیټ ظرفیت او د ارګ د فشار له امله یې څه ډول چې لازمه وه د استېناف غوښتنې شکایتونو په اړه پریکړه ونه کړه.

د لیکوال په اند د څو میاشتو په تېرېدو اوس هم د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوې، چې د افغانستان له داسې کاواکه وضعیت وسله والو مخالفین ګټه اخلي او په هېواد په ځانګړې توګه په شمال کې خپل بریدونه زیات کړي.

د سرمقاله کې په پای کې راغلي، اوس چې وضعیت دا ډول دی، نو دوست هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا دې مداخله وکړي او له افغانستان دې له داسې ناوړه وضعیت را وباسي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خپل تاریخي او قانوني مکلفیت او رسالت درک کړي.

په سرمقاله کې راغلي، د شکایتونو کمېسیون د ټاکنو کمېسیون په یو لوی ازمایښت کې وا چاوو، اوس نو د ټاکنو کمېسیون ته پکار دی، چې د ټاکنو شفافیت تضمین کړي.

د لیکوال په اند که ټاکنې ګټونکی ونه لري، افغانستان به بیا د ملي وحدت حکومت په څېر د یوې نا بریالۍ تجربې شاهد وي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی، د ټاکنو کمېشنران دې هڅه وکړي، چې د ټاکنونو قوانین او همداشان کړنلارې، لوایح او پالیسیانې چې خپله یې جوړې کړې په ښه توګه پلې کړي، څو د ناروا او نامشروع نفود مخه ونیول شي، څو افغانستان د یو انتخاباتي نظام خاوند شي.

XS
SM
MD
LG