د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

هشت صبح: ایا د ټاکنیزو شکایتونو څېړل به له ځنډ سره مخ شي؟


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ټاکنیزو شکایتونو د څيړنې په بهېر او د افغانیو د چلښت په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا د ټاکنیزو شکایتونو څيړل به له ځنډ سره مخ شي؟

وړاندې راغلي، له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره نږدې ۱۷ زره شکایتونه ثبت شوي او دغو شکایتونو ته د رسېدنې بهېر نن دوشنبې پیلیږي خو د شکایتونو کمېسیون کارکوونکو ته په کتو د دې اندېښنه موجوده ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به ونه شي کړی چې په ټاکلې موده شکایتونه وڅېړي.

هشت صبح ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، که چیري د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو کمېسیون په څېر د شکایتونو د څېړنې پروسه وځنډوي خلک به ناهیلې او په دغو کمېسیونونو به د خلکو باور له منځه ولاړ شي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانیو د چلښت په تړاو لېکنه کړې ده.

د سرخط په سرمقاله کې په دې اړه راغلي، که څه هم افغانستان خپل پولي واحد "افغاني" لري خو له کلونو راهیسې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې ځينې بهرني پولي واحدونه چلېږي چې دې کار نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته زیان اړولی و، بلکې وخت ناوخته به یې د بیو په ټيټېدو سره د راکړې ورکړې پرمهال خلکو ته هم تاوان اړولی دی.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، په ننګرهار، خوست، کونړ، لغمان، پکتیا او غزني کې روان کمپاین ته په کتو داسې ښکاري چې نور په دغو ولایتونو کې د کلدارو لمن په ټولېدو ده او تردې وروسته به خلک په ورځنیو راکړو ورکړو کې خپلې افغانۍ چې د هېواد او خلکو هویت بلل کېږي، کاروي.

ورځپاڼې د سرمقالې په نتیجه ګیرۍ کې لیکلي، هر افغان که هغه چارواکي، صرافان، سوداګر او عام وګړي دي، دا مسوولیت لري چې خپل ملي هویت "افغانۍ" ته ارزښت ورکړي، خپلې ورځنۍ راکړې ورکړې د پردیو پولي واحدونو پرځای، په افغانیو کړي، د بهرنیو اسعارو د چلېدو مخنیوي او د افغانیو د دودولو پیل شوی کمپاین بریالی کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، په ننګرهار ولایت کې د افغانیو د ترویج کمپاین له زور او شور سره سره یو شمېر صرافانو د دغه کمپاین د پراختیا مخه نېولې ده.

ورځپاڼې د یو شمېر لاریون کوونکو په حوله لیکلي، چې صرافان میده افغانۍ پټوي او یا د ۲۱۰۰ کلدارو په بدل کې مشتریانو ته زر افغانۍ یا له دې څخه هم کمې افغانۍ ورکوي چې دا کار له سختو نیوکو سره مخ شوی حال دا چې د افغانستان بانک د خلکو د ستونزو د هوارې لپاره ۲۰۰ میلیونه وړې افغانۍ هم دوکاندارنو او صرافانو ته ورکړي دي.

د سرمقالي په پای کې د خلکو له قوله راغلي، چې دغه کار د ځايي زورواکو په لارښوونه کېږي او له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د دغو زورواکو مخنیوی وکړي او که اړتیا وي ځانګړي ځواکونه دې هم د دې لپاره وکارول شي.

XS
SM
MD
LG