د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

ملي ارمان: که ټاکنیزو شکایتونو ته رسېدنه ونه شي، هېواد به بحران طرف ته ولاړ شي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډيره د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان او راتلونکو کړکیچونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې د یکشنبې په ورځ اعلان شوې.

وړاندې راغلي، له دې سره مل د ولسمشرۍ د ټاکنو یو شمېر نوماندانو د ټاکنو یاده پایله نه ده منلې او دا یې پر ولسواکۍ او ډیموکراسۍ کلک ګذار بللی دی.

د سر مقاله لیکوونکي په باور بهتره به وای چې د ټاکنو کمېسیون او کورنیو ـ بهرنیو څارونکو بنسټونو د ټاکنو د پایلو تر اعلان مخکې د بحران د مخنیوي په هدف رغنده رول لوبولی وای او په دغه بهېر کې شته ټول شکونه یې یو یو څېړلی وای او د معترضینو هر سوال ته یې منطقي او قانع کوونکی ځواب پیدا کړی وای.

ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي له اټکل سره سم د ولسمشرۍ د لانجمنې او له درغلیو ډکې پروسیې لومړنۍ پایلې داسې مهال اعلان شوې چې له دولت جوړوونکي ټيم پرته نور ټول ټيمونه لاهم معترض وو او یو لړ شکایتونه یې درلودل.

د سرمقاله لیکوونکي په باور وروستیو غبرګونونو ته په کتو قوي احتمال دا دی چې د شکایتونو کمېسیون به دومره رایې باطلې کړي چې یو لوری به هم ګټونکی نه وي او انتخابات به دوهم پړاو ته لاړ شي.

وړاندې راغلي، روانو حالاتو ته په کتو دوهم پړاو انتخابات د راتلونکي کال تر غوايي میاشتي پوري ممکن نه دي نو د سرمقاله لیکوونکي په باور، ښه فرصت دا دی چې د سولې پروسه پکې چټکه او بلاخره یوې پایلې ته سره ورسېږي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو په اړه لېکنه کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان خلک نور د انتخاباتو په پروسه بې باوره شوي او فکر کوي چې د دوی رایې اغیزمنې نه دي او نه حسابیږي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور که چیرې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شکایتونو ته په سمه توګه رسېدنه ونه کړي هېواد به بحران طرف ته ولاړ شي او تروریستان به له دې وضیعت څخه ناوړه ګټه واخلي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دریو میاشتو ځنډ وروسته پرون د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې دغه اعلان یو شمېر غبرګونونه هم لرل خو ملګرو ملتونو او امریکا پر کاندیدانو غږ کړی،چې د دغه بهیر د وروسته پړاو د بشپړتیا ساتنه وشي او د ټاکنو پایلې ومني.

وړاندې راغلي، د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان سره ملت د ارامۍ او هوساینۍ احساس وکړ ځکه ملت له سختو ننګونو سره مخ و او په په ساړه ژمي کې یې نور د دې هېڅ زغم نه لره چې له ستونزو سره مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG