د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

ملي ارمان: د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې برمته شوي دي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په ترکیه کې د اسیا زړه کنفرانس او تر خوا یې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه کرښې تورې کړي دي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د اسیا زړه کنفرانس او بیا په سیمه کې د افغانستان اړیکو ته اشاره کړې او لیکلي دي، د اسیا زړه کنفرانس د دې لپاره جوړېږي چې له ترهګرۍ د مبارزې، د سازمان شویو جرمونو د را کمولو، د سوداګرۍ پراختیا او ټرانزیټ په برخو کې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې لا پیاوړي شي.

ورځپاڼه لیکي، افغانستان ته د امریکا په راتګ سره له سیمې سربېره د نړۍ ډېری هېوادونو په افغانستان کې د متحده ایالتونو له پوځي حضور څخه ملاتړ وکړ، خو اوس یو ډېر شمېر یې له ماموریت سره مخالفت دي.

ورځپاڼه زیاتوي، اوس ښکاري چې نه یوازې د سیمې هېوادونه له امریکا سره ستونزه لري، بلکې سیمه‌ییز رقابت د دې سبب شوی چې افغانستان د سیالۍ مرکز وګرځي، ځکه اوس سیمه‌ییز قدرتونه د افغانستان په اړه د نظر یووالی نه لري.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د اسیا زړه کنفرانس د سولې خبرو لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، په استانبول کې د اسیا زړه کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې د سولې لپاره هڅې له بل هر وخت چټکې شوي او له امریکا سربېره د سیمې هېوادونو د افغانستان په مشرۍ له بین الافغاني خبرو ملاتړ اعلان کړی دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د اسیا زړه کنفرانس یو فرصت دی چې په سیمه کې د پاکستان په لاس روزل شوې ترهګرې وڅېړل شي، افغانستان چې د سیمې د وصل په ټکي بدل شوی، لا به یې اهمیت ته اشاره وشي او د سیمې هېوادونه به لا متوجه شي چې د افغانستان له لارې کولای شي په اسانۍ سره نورو هېوادونو ته خپل توکي صادر کړي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه کې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېدلو پایلو ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼه لیکي، داسې مهال چې په افغانستان کې د ټاکنو د کولو اړوند ادارې شته، زیاتې پیسې پرې مصرف شوې، خو بیا هم ښکاري چې د منلو ظرفیت لا دود شوی نه دی.

ورځپاڼه زیاتوي، نږدې دوه لسیزې وشوي چې په افغانستان کې ټاکنې کېږي، خو هر ځل له جنجالونو سره مخ وي، یا کمېسیونونه دومره غیر مسلکي عمل وکړي چې په کې د حکومت مداخلې ته زمینه برابره شي او یا یې پایله نه منل کېږي.

د ورځپاڼې له قوله، د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پایلو ځڼد دې ته زمینه برابره کړې چې یو شمېر سیاسي کړئ له همدې ټکي ګټه پورته کوي او ښيي چې د ولسمشرۍ ټاکنې بې اعتبار دي او باید موقت حکومت جوړ شي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې هم د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو موضوع را اخیستې او لیکي، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې برمته شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، ښکاري چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د بحران یوې نوې مرحلې ته ننوځي او د پایلو د اعلان برمته نیول، د افغانستان ستونزه نوره هم زیاتوي.

ورځپاڼه وړاندیز کوي چې ښکېل لوري باید د ټاکنو پایله ومني او په هغه څه چې له وړاندې یې هوکړه کړې، پخلا شي.

XS
SM
MD
LG