د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

سرخط: که ټاکنو کمېسیون قانون عملي کړی وای نو د ممکنه بحران مخه نیول کېده


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ ننیو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ د ټاکنو ممکنه بحران په اړه د دفاع سرپرست وزیر د خبرداري په اړه لیکنې او تبصرې کړې.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد خبرې هم ډاډ هم اندېښنې زېږولې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ښاغلي خالد تېره ورځ په یوه غونډه کې ویلي و، چې که د انتخاباتو له مسالې نه څوک بحران جوړولو او نا امنیو هڅه وکړي، نو مخه به یې ونیول شي.

د سرمقاله لیکونکي په اند، ظاهراً د الفاظو په اعتبار دا پرځای خبره ده خو د مفهوم په اعتبار د دفاع د سرپرست وزیر دغه خبره ولسواکۍ او د بشري حقونو اساسي اصولو ته د ستر ګواښ په معنا هم ده.

په سرمقاله کې یادونه شوې، افغان امنیتي ځواکونه په ولس کې د خپل باور او اعتبار زیاتولو ته ډېره اړتیا لري، دغه ځواکونه باید ريښتینې معنا ملي هویت او اعتبار ترلاسه کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، امنیتي بنسټونه د ولس پانګه ده، نه د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د جمهوري ریاست د انتخاباتو په وړاندې د خلکو د بې باورۍ لمن لاپسې پراخېږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی دوه مخکښې انتخباتي ډلې د زیاتو رایو د ګټولو دعوې کوي.

د ملي ارمان ورځپاڼې سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي، چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیچا شخصي پانګه نه ده، نه باید څوک ورنه د شخصي اهدافو او مقاصدو لپاره استفاده وکړي.

سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپل سرمقالې کې لیکلي، د جمهوري ریاست انتخابات د دې پرځای چې د خلکو برخلیک روښانه کړي، اوس یې د نظام په وړاندې نوي ګواښونه رامنځ ته کړي.

د سرمقالې لیکونکي په باور که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په قوانینو لایحو او مقراراتو عمل کړی وای، نو ممکن د احتمالي بحران مخه نیول شوې وای.

د سرمقالې په پای کې سپارښتنه شوې، هیڅوک به ونه توانیږي، چې له خلکو ناوړه استفاده وکړي او زور واکي وکړي او همدا شان امنیتي ځواکونه دې هڅه وکړي، چې په دې برخه کې بې طرفه پاتې شي.

او په پای کې د هېواد دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د رایو د بیا شمېرنې مخنیوی او له دې پروسې سره د مخالفتونه د بیو د لوړېدا ترڅنګ، ګڼې نورې ستونزې هم را ولاړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG