د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

ډایجي ورلډ: د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو ځنډېدل په سیاسي او امنیتي وضیعت اغېز کړی


ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
  • ډایجي ورلډ

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو پرلپسې ځنډېدو عام افغانان غوسه کړي.

ډایجي ورلډ خپرونې په دې اړه یوه لیکنه کړې.

خپرونه وايي، د جمعې په ورځ یو شمېر خلکو په یوه غونډه کې وویل، د ټاکنو د نتایجو د اعلان لپاره په ټپه ولاړ حالت په سیاسي او امنیتي وضیعت د پام وړ اغېزې کړي دي.

خپرونې د دې غونډې د یو ګډونوال له خولې لیکلي، که چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو وروستۍ پایلې ژر اعلان نه کړي، مجبور به شي چې د کمېسیون د دفتر مخې ته راټول شي او خپل غږ پورته کړي.

دا ټاکنې تېر کال د سېپټېمبر میاشتې په ۲۸ مه، د ګڼو امنیتي ننګونو سربېره ترسره شول.

له هغه وخته تقریباً ۵ میاشتې و وتلې خو د دې ټاکنو د وروستیو پایلو درک لا هم نه شته.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید وايي، د پایلو نور ځنډ نوې ستونزې راپیدا کولی شي.

ښاغلي رشید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو چارواکي باید تر هېڅ ډول فشار لاندې رانه شي او په ازاده او شفافه توګه خپلې چارې بشپړې کړي.

  • واشنګټن ایکزامینر

د واشنګټن ایکزامینر خپرونې په افغانستان کې د 57 کلن امریکايي قراردادي مارک فریرکس ورکېدو ته اشاره کړې.

د خپرونې په وینا د دې کس د موندلو او ژغورلو لپاره په ټول افغانستان کې د لټون عملیات روان دي.

خپرونه وايي په دې عملیاتو کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه او د امریکا د فیډرالي څیړنو اداره( ایف بي ای) هم ښکېل دي.

واشنګټن ایکزمینر خپرونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، متحده ایالتونه د دې برمته نیونې په اړه له راپورونو خبر دي.

تر اوسه د دې امریکايي د تښتولو مسولیت چا نه دی منلی.

د خپرونې په وینا چارواکي باور لري چې دا امریکايي وګړی به خوست کې د حقاني شبکې له خوا تښتول شوی وي.

خو د خوست والي حلیم فدايي، د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د ده د معلوماتو له مخې دا امریکايي له کابله نادرکه شوی دی.

د ښاغلي فدايي په وینا ویل کیږي چې تښتول شوی کس د افغانستان جنوب ختیځ ته وړل شوی.

فدايي زیاته کړې افغان چارواکي له خپلو بهرنیو همکارانو سره یوځای هڅه کوي چې فریرکس پیدا کړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG