د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

ویسا: د نړیوالې ټولنې لپاره په افغانستان کې لومړیتوب سوله ده، که انتخابات؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د افغانستان سولې او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د افغان سولې لپاره په بېلا بېلو وختونو کې پلاوي وټاکل شوی، خو پایله یې مثبته نه وه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت تمه لري چې د راتلونکي بین الافغاني ناستې لپاره چې جامع او مهم به وي، یو داسې پلاوی وټاکي چې په خبرو او مذاکراتو کې به بشپړ مهارت ولري.

د لیکوال په اند که پلاوی پياوړی وي، نو ممکن راتلونکې احتمالي بین‌الافغاني مذاکرات ښه او مثبته نتیجه ورکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې د نړیوالې ټولنې لپاره په افغانستان کې لومړیتوب سوله ده، که انتخابات؟

په سرمقاله کې یادونه شوې، د سولې او جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه ابهام د دې سبب شوی چې د دواړو په باب له افغان ولس سره شکونه پیدا شي.

په سرمقاله کې سپارښتنه شوې که سوله کېږي، باید په رښتینې معنی وشي داسې سوله چې جګړې په‌کې ختمې او داسې ونه‌شي چې د یو بل له مصیبتونو ډک پړاو پیل شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼه په خپلې سرمقاله کې لیکلي ارګ له سولې د انتخاباتو په لور تېښته کوي.

د سرمقالې د لیکوال د معلومات له مخې طالبان غواړي چې له انتخاباتو وړاندې د سولې هوکړې لاسلیک او بیا وروسته انتخابات وشي، څو دوی په سیاسي جریان کې شامل شي.

په سرمقاله کې راغلي د طالبانو د استازو وروستیو څرګندونو ته په کتو محمد اشرف غني په ډېره سخته څلور لارې کې ولاړ دی، که انتخابات کوي، نو په یاد بهیر کې به زیاتې وینې وبهیږي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې ټینګار کړی چې راتلونکي انتخابات باید سالم او شفاف ترسره شي.

په سرمقاله کې اندېښنه څرګنده شوې، نه یوازې د انتخاباتو کمېسیون انتخاباتو ته د چمتوالي په اړه ستونزې لري، بلکې کاندیدان هم ناغیړي کوي او ځینو یې تراوسه اعتبار لیکونه هم نه‌دي اخېستي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې اړوند انتخاباتي بسټونه، حکومتي ادارې، کاندیدان او د انتخابات خپلواک کمېسیون دې لاس سره یو کړي، څو بریالي شفاف او سراسري انتخابات وشي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي په دوحه کې د افغان سولې په تړاو له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې جګړې زور اخېستی.

د لیکوال په باور د جګړې دواړه اړخونه هڅې کوي چې د جګړې په ډګر کې ځان پياوړي وښيې، څو د سولې په میز کې برلاسی اووسي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چارواکو په نقل لیکي چې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته بشپړ چمتوالی لري.

XS
SM
MD
LG