د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پرېکړه ټاکنو کمېسیون ته لېږل کېږي


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، نن به خپله وروستۍ پریکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي.

په داسې حال کې چې د شکایتونو خپلواک کمېسیون د پریکړو له اعلان څخه درې ه درې ورځې تیرې شوي خو لا هم دغه کمېسیون خپله وروستۍ پریکړه په رسمي ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نه ده سپارلې.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ویاندې زرمینې حقجو د شنبې په ور‎ځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د نن ورځې تر پایه به د شکایاتونو خپلواک کمېسیون خپله وروستۍ پریکړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي.

هغې زیاته کړه: "هغه مقدماتي پریکړې چې موږ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استولي وې نن به یې پاتې ټول مکتوبونه او اړوند مواد په ټولیز ډول د ورځې تر پایه د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریک کړو."

د اغلې حقجو په خبره، د شکایتونو خپلواک کمېسیون د پریکړه تر رسمي سپارلو وروسته به د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل کارونه پیل کړي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ډېری پرېکړې د هغه ۳ سوه زره جنجالي رایو په اړه وي چې د میزان په شپږمه کارول شوې وې.

د شکایتونو کمېسیون د پریکړې په اساس، له ۱۳۷ زره ۶۳۰ مشکوکو رایو څخه ۱۰ فیصده او له ۱۰۲ زره ۱۲ رایو څخه چې له ټاکلي نېټې مخکې یا وروسته کارول شي ۱۵ فیصده یې ځانګړي تفتیش ته ځي.

د کمېسیون د پریکړې په بنسټ که د ځانکړي تفتیش په لړ کې ۶۵ فیصده راي معتبرې وګنل شي ټولې ۱۰۲ زره او ۱۲ راې به معتبرې وشمېرل شي.

د شکایتونو خپلواک کمېسیون په خبره، هغه معیارونه چې ددې رايو د معتبر کېدو لپاره ځانګړي شوي، د بایومټیریک معلوماتو شتون، د رایو د ثبت کتاب، او د محل د رایې ورکونې په پاڼو کې یې ثبت دی.

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه د دواړو کمېسیونونو ترمنځ روان حالت د اندېښنې وړ بولي.

د افغانستان د ازاداو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ ( فیفا) اجرائيوي رئيس یوسف رشید
د افغانستان د ازاداو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ ( فیفا) اجرائيوي رئيس یوسف رشید

د افغانستان د ازاداو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ ( فیفا) اجرائيوي رئيس یوسف رشید له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "ژر تر ژره باید دغه پروسه خپل مشخص لید لوری پیدا کړي، که دواړه کمېسیونونه په دغه ډول مخته ولاړ شي پرته له شکه چې د افغانستان په دې حساسو شرایطو کې سیاسیونو ته ددې زمینه برابر وي چې په دې پروسه کې سیاسي لاس وهنه وکړي لکه د ۲۰۱۴ ټاکنې."

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند میرزا محمد حق‌پرست له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، دوی په رسمي ډول د شکایتونو خپلواک کمېسیون د پرېکړې تر سپارلو وروسته به خپل عملي کارونه پیل کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند میرزا محمد حق‌پرست
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند میرزا محمد حق‌پرست

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له هغې نېټې څخه چې د شکایتونو خپلواک کمېسیون خپلې یو شمېر پریکړې وکړي مقدماتي کارونه ترسره کړي او موږ منتظره یو چې کله هم نهايي پریکړه وشي موږ خپل ټول اقدامات د بیا شمېرنې په برخه کې ترسره کوو."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مني چې د دواړو کمېسیونونو کارونه په ځینو برخو کې شاته پاتې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د میزان په شپږمه نېټه ترسره شوه خو تر اوسه چې د دې ټاکنو څخه نږدې ۵ میاشتې په تېرېدو دي لا یې هم پایلې نه دي معلومې شوې.

XS
SM
MD
LG