د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

طالبانو سره د خبرو لپاره د یوه جامع مرکچي ټیم په جوړولو د خلیل‌زاد ټینګار


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د لیدنې پر مهال.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د لیدنې پر مهال.

خلیل‌زاد کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې له طالبانو سره د بین‌الافغاني خبرو لپاره د افغانستان د یوه جامع مرکچي ټیم په جوړولو ټینګار کړی.

دا خبره پرون ناوخته په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې د خلیل‌زاد له قوله لیکلې. اعلامیه زیاتوي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد په خپلو ټولو لیدنو کې ټینګار وکړ چې افغانان باید بین‌الافغاني خبرو لپاره چمتو شي.

خلیل‌زاد شنبه او یکشنبه په کابل کې و او له افغان چارواکو، سیاسي مشرانو او بېلابېلو مدني فعالانو سره‌یې ولیدل.

د اعلامیې له مخې ښاغلي خلیل‌زاد په کابل کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سیاسي جوړجاړي له لارې د جګړې د ختمولو په هڅو سلا مشورې وکړې.

خلیل‌زاد د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو د امریکا له وروستیو هڅو افغان مشران خبر کړي چې د امریکا د سفارت په خبره دا هڅې به د امریکا-طالبانو تړون، بین‌الافغاني خبرو، یو جامع او دایمي اوربند او د با ثباته سولې ټینګښت ته لار هواره کړي.

ارګ د بین‌الافغاني خبرو لپاره د مرکچي پلاوي په برخه کې د خلیل‌زاد په ټینګار کومه تبصره ونه‌کړه، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې مرکچي پلاوی وختي جوړ شوی.

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً پنځه میاشتې مخکې د افغانستان دولت له سیاستوالو، مدني ټولنو او د خلکو له استازو او بېلابېلو پاړکیو یا اقشارو سره له ډېرو پراخو مشورو وروسته د مذاکرې لپاره یو ټیم جوړ کړ. دا ټیم له سیاسي او ټولنیزه پلوه یو ډېر ټول‌شموله هیئت دی. دا پلاوی اماده دی هر وخت چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي په هغه کې ګډون وکړي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري.

اغلې انوري وویل پخوانیو تجربو ته په کتو دوی ښه پتیلې چې د مرکچي پلاوي نومونه رسنیز نه‌کړي، خو د خبرو په پیل کې به ټولو ته معلومه شي چې په دې ټیم کې څوک دي.

یو وار د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې د افغانستان یو ګڼ‌شمېری شاوخوا ۲۵۰ کسیزه مرکچي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره اعلان شوی و چې د ترکیب او شمېر په خاطر یې په قطر کې پلان شوې خبرې لغوه شوې.

د هماغه کال په جولای کې بیا په کم تعداد ګډونوالو سره داسې یوه غونډه وشوه، خو د افغان جګړې په ختمولو کې یې تر اوسه ګټه نه‌ده معلومه.

زلمي خلیل‌زاد داسې وخت د افغانستان د یوه جامع مرکچي پلاوي په جوړولو ټینګار کړی چې یو شمېر افغان سیاستوالو پرون یکشنبه د سولې یوه طرحه اعلان کړه او ان‌یې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د یوه ۱۵ کسیز پلاوي د جوړولو خبره هم یاده کړه.

د افغانستان د سولې د پروسې له فعالو ډلو د ځوانانو د سولې غږ مؤسسې ویاند نذیر زاهد ازادي راډیو ته وویل چې حکومت او سیاستوال د سولې په خاطر یوه خوله نه‌دي.

هغه وړاندیز وکړ چې د ښو نتایجو د ترلاسه کولو لپاره مسلکي او ټول‌شموله پلاوی په‌کار دی.

ښاغلی زاهد زیاتوي: "د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره باید یو مسلکي ټیم موجود وي. د سیاستوالو، مدني ټولنو، د ښځو او د رسنیو استازي باید په دغه ټیم کې ګډون ولري. ټول غواړي چې د سولې په تړاو واحد غږ موجود وي ترڅو د افغانستان د ټول ملت استازیتوب په سم ډول وشي."

طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي، خو همېشنی دریځ‌یې دا دی چې د افغانستان له یوه ټول‌شموله پلاوي سره ګوري هغه هم وروسته له هغه چې له افغانستانه د بهرنیانو په وتلو سلا وشي.

زلمي خلیل‌زاد له ۲۰۱۸ کال راهیسې څه باندې ۱۰ واره د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره رسمي غونډې کړي.

ارګ ماڼۍ شنبه په یوه بیان کې د ولسمشر غني او ځانګړي استازي خلیل‌زاد د لیدنې څه نا څه جزئیات خپاره کړل.

د ښاغلي خلیل‌زاد په حواله په دې بیان کې راغلي و چې له طالب استازو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی، خو دی یوې پایلې ته د رسېدو په انتظار دی.

XS
SM
MD
LG