د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

سرچینه: خلیلزاد له ولسمشر غني سره د سولې په تړاو بشپړ بحث کوي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته نن سهار کابل ته راغی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د سولې پروسې په اړه له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی.

د حکومت یوې باورې سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي نن شنبې ازادي راډيو ته وویل، چې ښاغلی خلیلزاد به له ولسمشر غني سره دسولې په تړاو مفصل بحث ولري.

په همدې حال کې د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت الله عظمي ازادي راډیو ته وویل، چې ښاغلی خلیزاد به له وسله والو طالبانو سره د خبرو جزئیات له افغان چارواکو سره شریک کړي.

هغه زیاته کړه: "کوم بحث چې ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره په قطر کې لرلو په ځانګړي ډول د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمېدو په تړاو شرایط او د امریکا، افغان دولت او طالبانو د مکلیفیتونو په اړه له افغان چارواکو سره به پرې خبرې کوي، همدارنګه کومې خبرې اترې چې خلیلزاد له طالبانو سره کړي په هغې برخه کې به افغان حکومت ته بشپړ معلومات ورکوي."

خلیلزاد تردې وړاندې پاکستان ته تللی و او د هغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره یې کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکايي چارواکو او طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو په اړه معلومات شریک کړي دي.

خلیلزاد پاکستان کې له قریشي سره د روغبړ پرمهال.
خلیلزاد پاکستان کې له قریشي سره د روغبړ پرمهال.

خبرپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له قوله لیکلي،چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته به د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي.

په همدې حال کې افغان سیاسي فعال شهزاده مسعود وايي، د خلیلزاد دغه سفر کابل ته مهم دی او د سولې د هوکړه لیک لاسلیک ته زمینه برابروي.

هغه زیاتوي: "کابل ته د خلیلزاد راتګ د تیر په پرتله ډير مهم دی، هېله مند یو چې طالبانو سره هوکړې ته رسېدلی وي او د سولې هوکړه ژر ترژره لاسلیک شي، له دې سره به د سولې بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره شي او دوی کولای شي خپله راتلونکې خپله وټاکي."

هڅه مو وکړه چې امریکا سره د طالبانو د سولې د خبرو د تازه جزیاتو په اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نظر هم واخلو خو تراوسه په دې اړه څه ندي شریک شوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له امریکا غږ سره په خبرو کې امریکايي لوری تورن کړی چې د سولې په خبرو کې خنډ جوړوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.

زلمی خلیل زاد داسې مهال کابل ته راځي چې د حکومت لخوا پر مذاکراتي پلاوي اختلافات لا هم پرځای دي.

همدارنګه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له وسله والو طالبانو سره د سولې په هوکړه کې په اوربند ټينګار کوي خو په کابل کې یو شمېر سیاسیون بیا له افغانانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره د تاوتریخوالي کمول هم مهم ګڼي.

XS
SM
MD
LG