د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په هوکړه‌لیک کې کوم موارد شامل دي؟


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیک کېدو خبره په دې وروستیو کې ډېره توده شوې، د چارو یو شمېر کتونکي وایي، تر اوسه په دې برخه کې چې ایا دا نوې موافقه ده او که هغه مخکېنۍ ته ورته ده چې نږدې وه د تېر کال په سپټمبر کې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.

د افغانستان د تحلیل‌ګرانو د شبکې مشر توماس روتیګ وایي، تر اوسه نه‌ده څرګنده چې په هغه هوکړه کې چې طالبان وایي، ډېر ژر به‌یې له امریکا سره لاسلیک کړي، کوم مهم موارد شامل دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې لا هم دقیق نه‌شي ویلی چې کله به دغه هوکړه لاسلیکېږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

ښاغلي شاهین دغه‌راز هغه راپورونه هم سم ونه‌بلل چې د ده په وینا په دې وروستیو کې په یو شمېر رسنیو کې خپاره شوي او په هغو کې متحده ایالاتو ته د طالبانو له لوري د طرحو او وړاندیزونو ویل شوي دي.

روېټرز او اسوشیټډ پرس خبري اژانسونو په دې وروستیو کې د طالبانو د یو شمېر سرچینو او د یوه امریکايي چارواکي له قوله په راپورونو کې ویلي و چې طالبانو د افغانستان په لویو ښارونو کې د څو ورځو په مخه د تاوتریخوالي د کمېدو ترڅنګ متحده ایالاتو ته د یوه ۱۰ ورځني اوربند طرحه هم وړاندې کړې ده.

دا چې د طالبانو او د امریکا ترمنځ په احتمالي هوکړه کې به کوم مهم موارد شامل وي، د افغانستان د چارو تحلیل‌ګر توماس روتیګ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې امریکایي لوري په دې اړه څه نه‌‌دي ویلي، خو ښایي دا هغې هوکړې ته ورته وي چې نږدې وه د تېر کال په سپټمبر کې د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ شي.

هغه زیاته کړه: "ګرانه ده چې وویل شي، ځکه چې موږ تر اوسه د امریکا له لوري د وروستیو راپورونو او د طالبانو د بیانونو په اړه چې وایي یوه هوکړه لاسلیک کېدو ته نږدې ده، هېڅ هم نه‌دي اورېدلي، احتمال شته چې یوه موافقه د روانې میاشتې تر پایه وشي، که داسې فرض کړو، خو بیا هم ډاډه نه‌یو چې د دغې موافقې متن به هغې ته ورته وي چې د تېر کال په سپټمبر کې وروستۍ شوې وه."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین څلور ورځې مخکې په خپل ټویټر لیکلي و چې له امریکا سره د هوکړې د لاسلیک او اړوندو مراسمو په اړه خبرې روانې دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د پلاوي او د طالبانو استازو له تېرې چهارشنبې راهیسې خبرې پیل کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د تحلیل‌ګرانو د شبکې مشر توماس روتیګ وایي، دا د افغانستان لپاره د سولې هوکړه نه‌ده ځکه هغه په پام کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ وشي او د افغانستان حکومت ترې څنګ ته شوی دی.

هغه وویل: "دا د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه ده چې ښایي دوه یا درې مشخص موارد په‌کې شامل وي، د طالبانو له‌خوا د ترورېزم د مخنیوي ضمانت، د امریکا له‌خوا د مهال‌وېش له مخې د ځواکونو وتل او ښایي هم وروسته له هغې چې طالبانو دا واضح کړه چې نه‌غواړي د اوربند په اړه خبرې وکړي، د تاوتریخوالي کمېدل، البته دغسې یوه موافقه دې ته اړتیا لري چې ضمانت او څارنه‌یې هم وشي، دا نه‌ده څرګنده چې د دې لپاره څه ډول مېکانیزم په پام کې نیول شوی دی، خو په دې اړه تېر کال راپورونه خپاره شوي و چې ښایي ناټو به هم د دغه مېکانیزم یوه برخه وي."

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې موافقې د لاسلیک کېدو خبره توده شوې، د افغانستان حکومت هم په دې وروستیو کې پر دې ډېر ټینګار کړی چې په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو او د یوې تل‌پاتې سولې د ټینګېدو لپاره اړینه ده چې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي.

خو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان سیاستوال بیا وایي، د تاوتریخوالي کمېدل به هم د باور فضا له رامنځته کولو سره مرسته وکړي او هم به‌یې ښایي په نتیجه کې یوه اوربند ته لاره هواره شي.

XS
SM
MD
LG