د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

افغان حکومت: د تاوتریخوالي کمښت په دې معنی چې جنګ به دوام کوي


 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان حکومت وايي په اوربند ځکه ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي په کمښت سره به بیا هم د افغانانو زیانمنېدل ختم نه‌شي.

"د تاوتریخوالي کمښت په دې معنی چې لا به هم افغانان زیانمنېږي."

دا خبره د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې ماښام ازادي راډیو ته د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې افغان حکومت ولې د تاوتریخوالي د کمښت له موافقې سره نه‌دی جوړ؟

د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې لومړنۍ خبرې
د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې لومړنۍ خبرې

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د خلکو ټینګار دا دی چې باید اوربند وشي، ولې موږ چې نن ۱۰ کسان له لاسه ورکوو، د تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې چې طالبان‌یې په غیر رسمي توګه مطرح کوي بیا هم پنځه یا اته کسان له لاسه ورکړو؟ زموږ ټینګار دا دی چې ولې دا جګړه ختمه نه‌کړو، د تاوتریخوالي کمښت په دې معنی دی چې جنګ به دوام کوي او دا چې د جنګ اندازه او ماهیت به بدل شي، خو بیا به هم خلک له جنګ سره مخ وي او په یوه څنډه کې به زموږ خلک زیانمنېږي، نو له دې امله د اوربند په مسئلې ټینګار د افغانستان د خلکو په غوښتنې ټینګار دی."

د راپورونو په اساس د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده په قطر کې د طالبانو سیاسي ډلې ته ویلي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمښت په مسئلې خبرې وکړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ امریکايي پلاوي او طالبانو له تېرې چهارشنبې خبرې پیل کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د جنورۍ په ۱۶مه په خپل ټویټر لیکلي و چې له امریکا سره د تړون د لاسلیک او اړوندو مراسمو په اړه خبرې روانې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

شاهین یکشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل چې لا هم دقیق نه‌شي ویلی چې کله به دا تړون لاسلیکېږي او دا چې په رسنیو کې امریکا ته د طالبانو له لوري د طرحو او وړاندیزونو په اړه خپاره شوي راپورونه دقیق نه‌دي.

روېټرز او اسوشیټډ پرس اژانسونو د طالبانو د سرچینو او د یوه امریکايي مقام په حواله څو ورځې مخکې ان ویلي و چې طالبانو امریکا ته د یوه ۱۰ ورځني اوربند طرحه وړاندې کړې.

د تاوتریخوالي د کمښت طرحه بیا د ځینو افغان سیاستوالو په زړه ده.

له دې ډلې پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه بي بي سي ته ویلي چې د تاوتریخوالي کمېدل لویه خبره ده.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

هغه زیاته کړه: "په تاوتریخوالي کې کمېدل، په جنګي حالاتو کې کمېدل د تشدد او خشونت کمېدل که هم وي دا موږ ته لویه خبره ده، نو زما موقف په دې کې دا دی چې د افغانستان حکومت دې د اتش‌بس څخه د مذاکراتو د نه‌پیلېدو بهانه نه‌جوړوي."

د افغان حکومت دریځ وخت ناوخته دا ښودل شوی چې باید اوربند وشي.

د ارګ د مطبوعاتي او ستراتېژيکو اړیکو د دفتر عمومي مشر وحید عمر پرون د یوه دوحه مېشتي څېړندویه انسټټیوټ د یوه مسؤل سلطان برکات په ځواب کې چې د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي کمښت‌یې ښه بللی داسې لیکلي: "د تاوتریخوالي کمښت اوربند نه‌دی او د تاوتریخوالي یوه بڼه ده، څنګه د تاوتریخوالي کمښت اندازه کوئ؟"

مخکې تر دې د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش د یکشنبې په ورځ ویلي و چې که د امریکا او طالبانو هوکړه‌لیک د "امارتي او استبدادي" نظام د راتلو لامل شي جګړه به لا زیاته شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي او د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د اشرف غني لومړي مرستیالۍ ته کاندید امرالله صالح هم د تاوتریخوالي د کمښت طرحه بې‌معنی بللې وه.

د افغان سولې په چارو کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او یا نورو امریکايي چارواکو تر اوسه په قطر کې له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلېدو او روانې پروسې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغان سولې په چارو کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغان سولې په چارو کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد

خلیل‌زاد د ۲۰۱۹ میلادي کال په ډسیمبر کې له درې میاشتني ځنډ وروسته بیا له طالبانو سره کېناست، خو له څو ورځو خبرو وروسته‌یې ځکه دا خبرې وځنډولې چې طالبانو په بګرام هوايي اډې برید وکړ.

خلیل‌زاد هغه وخت ویلي و چې د طالبانو په دې برید یې له هغوی سره په خبرو کې غصه څرګنده کړه او هغوی ته‌یې وویل چې وردې شي له خپلو مشرانو سره دې مشوره وکړي چې په رښتیا د افغانانو د سولې غوښتنې ځوابولوی شي که څنګه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG