د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

د امریکا په مشرانو جرګه کې د ټرمپ د استیضاح د محاکمې دفاع پیل شوې


د امریکا د استازو جرګې، چې ډېر غړي یې ډیموکراټان دي، تېره میاشت ډونالډ ټرمپ استیضاح کړ.
د امریکا د استازو جرګې، چې ډېر غړي یې ډیموکراټان دي، تېره میاشت ډونالډ ټرمپ استیضاح کړ.

د سپینې ماڼۍ وکیلانو د امریکا په مشرانو جرګه کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې دفاع پیل کړې ده.

د سپینې ماڼۍ سلاکار پټ سیپولون ویلي، که مشرانو جرګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ محکوم او له دندې لرې کړي، دا به (په بشپړه توګه له واکه بې مسئولیته ناوړه ګټه اخیستنه وي).

ښاغلي سیپولون د سناتورانو یوې غونډې ته وویل، ډیموکراټانو تاسو نه د داسې کار غوښتنه کړې چې د مشرانو جرګې یا سنا په چارو کې مخینه نه لري.

د امریکا د استازو جرګې، چې ډېر غړي یې ډیموکراټان دي، تېره میاشت ډونالډ ټرمپ استیضاح کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د استیضاح لاملونه هم دوه ښودل شوي چې له واکه ناوړه ګټه اخیستنه او د کانګریس د کار مخنیوی دی.

د استازو جرګې له استیضاح وروسته اوس په مشرانو جرګې پورې اړه لري چې د ټرمپ د استیضاح محاکمه مخ ته بوځي.

د امریکا په تاریخ کې دا دریم ولسمشر دی چې د استیضاح محاکمه یې ترسره کیږي، پخوانیو دو هغو ته سنا برائت ورکړی دی.

دا چې د امریکا سنا کې جمهوري غوښتونکي ډېر دي، دا په دې معنا ده چې د ولسمشر ټرمپ برائت هم نژدې یقیني دی.

ډونالډ ټرمپ دا رد کړې چې ګواکې ده دې کوم غلط کار کړی وي او ده د استیضاح بهیر "شرمونکی" بللی دی.

د استازو جرګې د استیضاح پلاوي په تېرو دریو ورځو کې خپله صورت دعوا وړاندې کړه.

د دغې جرګې مشر څارنوال ادم شیف په خپلې پرانستونکې وینا کې وویل، ټرمپ د امریکا دیموکراسۍ ته احتمالي ګواښ رامنځ ته کړی و.

ده زیاته کړه، د ټرمپ د لارښوونې یوازنی اصل دادی چې لومړی خپلې شخصي ګټې ورته مهمې دي، بیا د امریکا.

د ټرمپ وکیلانو پرون د دفاعیې بهیر پیل کړ او تمه داده چې له یوې ورځنۍ دمې وروسته به دا بهیر دوه ورځې نور هم دوام وکړي.

د سپینې ماڼۍ سلاکار سیپولون ویلي، د اساسي قانون پر بنسټ ډیموکراټانو داسې قانع کوونکي دلائل نه دي وړاندې کړي چې ثابته کړي ولسمشر ټرمپ (لوی جرمونه او سرغړونې) کړي دي.

سیپولون سناتورانو ته ویلي: "زه باوري یم که تاسو واقعیتونه واوری، درته به څرګنده شي چې ولسمشر هېڅ غلط کار نه دی کړی."

ده ادعا وکړه چې ډیموکراټانو له سنا داسې غوښتنه کړې چې د ۲۰۱۶ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو کې په کارول شویو رایو سترګې پټې کړي او د راتلونکي نومبر په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بیا ټاکل کېدو مخه ونیسي.

د ده په باور، ډیموکراټان د امریکا په ټاکنو کې د لویې لاسوهنې نیت لری او ویلي دي چې چاته به د دې کار اجازه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG