د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د امریکا مشرانو جرګه نن د ولسمشر ټرمپ د استیضاح بهیر پیلوي


د امریکا مشرانو جرګه یا سنا نن د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح بهیر رسماً پیلوي.

مشرانو جرګه به په اوونۍ کې شپږ ورځې د هغه د محاکمې بهیر مخ ته وړي.

د دغې محاکمې مشري به د امریکا قاضي‌القضات کوي او د سنا غړي به د منصفه پلاوي په توګه او د استازو جرګې یو منتخب پلاوی به هم د ټرمپ د مجرم پېژندلو لپاره د څارنوالانو په توګه رول لوبوي.

  • ولسمشر ټرمپ پر کومو مواردو تورن دی؟

د امریکا استازو جرګې ولسمشر ډونالد ټرمپ له واک څخه په ناوړه استفاده او د کانګرس په مخ کې د خنډونو په ایجادولو تورن کړی دی.

په دغه جرګه کې ډیموکراتان چې اکثریت دي وایي، ټرمپ له اوکراین سره نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالره پوځي مرسته ځنډولې او د دې هېواد نوي ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ته‌یې سپینې ماڼۍ ته د دې لپاره بلنه ورکړې وه چې کیف د پخواني مرستیال ولسمشر او د ۲۰۲۰ میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراتانو له‌خوا د احتمالي کاندید جوبایډن چې له ده سره به سیالي کوي او د هغه د زوی هنټر په اړه چې په اوکراین کې یې سوداګریزې چارې مخ ته وړې، تحقیقات وکړي.

د ولسمشر دغه اقدام داسې انګېرل شوی چې ګواکې هغه غوښتل په دې اړه له ترلاسه شویو معلوماتو څخه په راتلونکي ټاکنیز کمپاین کې کار واخلي.

ټرمپ دغه‌راز غوښتل چې اوکراین دې په دې اړه چې دا روسیه نه، بلکې اوکراین و چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې وه، څېړنه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا استخباراتي ادارو له مخکې روسیه د امریکا په ټاکنو کې پر لاسوهنې تورنه کړې وه.

په استازو جرګه کې ډیموکراتانو ټرمپ دغه‌راز تورن کړی دی چې د دې جرګې له‌خوا د استیضاح په بهیر کې ډېر مهم شاهدان نه‌دي پریښي چې دې جرګې ته ورشي.

  • ایا ټرمپ استیضاح شوی؟

استازو جرګې د هغه د استیضاح بهیر د تېر میلادي کال په وروستیو کې پیل کړی او د یوې لایحې په تصویبولو سره‌یې دغه بهیر ته رسمیت ورکړ، په دې معنی چې استازو جرګې په اکثریت سره پرېکړه وکړه چې ټرمپ دې استیضاح شي او دغه پروسه‌یې رسماً مشرانو جرګې ته ځکه راجع کړې چې دغه جرګه د هغه د محاکمه کولو صلاحیت لري.

هغه لایحه چې د ډسیمبر په ۱۸مه تصویب شوه، د تورونو دوه موارد په‌کې شامل دي، له قدرته ناوړه استفاده او د کانګرس په مخ کې د خنډونو ایجادول چې دواړو ته‌یې د دې جرګې اکثریت غړو مثبت ځواب ورکړ.

  • د ټرمپ محاکمه به څه ډول پر مخ وړل کېږي؟

نن سې شنبه د واشنګټن ډي سي په وخت په یوه بجه مشرانو جرګه د ټرمپ د محاکمې بهیر رسماً پیلوي.

دا جرګه به له یکشنبې پرته په اوونۍ کې شپږ ورځې دغه بهیر مخ ته وړي.

د دغې محاکمې مشري به د امریکا قاضي‌القضات جان رابرتز کوي او د مشرانو جرګې ټول ۱۰۰ غړي به د منصفه پلاوي په توګه او د استازو جرګې یو اووه کسیز منتخب پلاوی به هم د ټرمپ د مجرم پېژندلو لپاره د څارنوالانو په توګه رول لوبوي.

د امریکا قاضي‌القضات جان رابرتز
د امریکا قاضي‌القضات جان رابرتز

ټرمپ او مدافع وکیلان به‌یې هم د محاکمې په جریان کې د لګول شویو تورونو د ردولو لپاره خپلې دفاعیې وړاندې کوي.

  • ایا له دې مخکې هم مشرانو جرګې د کوم ولسمشر د استیضاح محاکمه مخ ته وړې وه؟

سنا یا مشرانو جرګې د لومړي ځل لپاره د امریکا د وخت ډیموکرات ولسمشر اندریو جانسون محاکمه کړی و.

هغه چې د ابراهیم لېنکلن تر وژل کېدو وروسته قدرت ته رسېدلی و په دې تورن شوی چې په غیر قانوني توګه‌یې د هغه د وخت د جنګ وزیر جان سټانټون له دندې لیرې کړی و.

د امریکا پخوانی ولسمشر اندریو جانسون
د امریکا پخوانی ولسمشر اندریو جانسون

خو د دې لپاره چې نوموړی مجرم وپېژندل شي او له دندې لیرې شي، استازو جرګې یوه رایه کمه راوړه.

د یوه ولسمشر د مجرم پېژندلو او له دندې د لیرې کېدو لپاره د استازو جرګه دوه درېیمه برخه رایو ته اړتیا ده.

دوهم ولسمشر هم ډیموکرات بېل کلېنټن و چې په ۱۹۹۸ میلادي کال استازو جرګې چې هغه مهال په‌کې جمهوري غوښتونکي اکثریت و، تورن کړی و چې د سپینې ماڼۍ له یوې کارکوونکې مونیکا لیوینسکي سره د جنسي اړیکو لرلو په اړه‌یې تر لوړې لاندې درواغ ویلي او د عدالت د تأمین مخه‌یې نیولې وه.

د امریکا پخوانی ډیموکرات بېل کلېنټن
د امریکا پخوانی ډیموکرات بېل کلېنټن

خو مشرانو جرګې چې هغه مهال په‌کې ډیموکراتان اکثریت و، هغه ته برائت ورکړ.

په پام کې وه چې مشرانو جرګه بل د امریکا ۳۷ ولسمشر ریچارډ نیکسن هم محاکمه کړي، خو مخکې له دې چې د هغه د استیضاح دوسیه رسماً دې جرګې ته راجع شي، هغه له دندې استعفا وکړه.

د امریکا پخوانی ولسمشر ریچارډ نیکسن
د امریکا پخوانی ولسمشر ریچارډ نیکسن

په دې توګه به ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر وي چې مشرانو جرګه‌یې محاکمه کوي.

XS
SM
MD
LG