د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۰۱

نړۍ

د امریکا استازو جرګه د ایران په تړاو د ټرمپ د واک محدودولو پرېکړه کوي

د استازو جرګه دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې ډېرو غړو یې ویلي، د سپینې ماڼۍ وضاحت چې ولې یې ایرانی جګپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه، نه‌دي قانع کړي.

د امریکا د کانګرس استازو جرګه به نن (جنورۍ ۹مه) پر هغه پرېکړه‌لیک رأیه واخلي چې د ایران پر ضد د پوځي اقدام په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ واک محدودوي.

دا جرګه چې ډموکراتان په‌کې اکثریت دي، دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې ډېرو غړو یې ویلي، د سپینې ماڼۍ وضاحت چې ولې یې ایرانی جګپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه، نه‌دي قانع کړي.

د استازو جرګې رئیسې نانسي پلوسي وویل، د جګړې د واک په اړه پر دغه پرېکړه‌لیک به نن رأیې واخیستل شي.

هغې وویل چې د کانګرس غړي له ایران سره په دښمنۍ کې د ښکېلتیا په اړه د ټرمپ د ادارې پرېکړې او هم دا چې دا اداره د وړاندې تګ لپاره یوه ستراتېژي نه‌لري، جدي اندېښنې لري.

دغه پرېکړه‌لیک چې په غالب ګومان به‌یې استازو جرګه تصویب کړي، له ټرمپ څخه غواړي چې په ایران کې دننه او پر ضد یې له پوځ څخه تر هغو کار نه‌شي اخیستلی چې کانګرس جګړه اعلان کړې نه‌وي یا یې د تهران پر ضد د ځواک کارولو اجازه ورکړې نه‌وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې ته د پاکستان کرکټ بورډ خبرداری

د پاکستان کرکټ بورډ

د پاکستان د کرکټ بورډ مرستيال وسيم خان وايي، که هندۍ لوبډله د اسيا کپ پر مهال په پاکستان کې لوبو ته زړه ښه نه‌کړي، نو د دوی لوبډله به هم د ۲۰۲۱ میلادي کال ۲۰ اوريز نړيوالو لوبو لپاره هندوستان ته ولاړه نه‌شي.

وسيم خان نن په لاهور کې خبريالانو ته وويل، پاکستان چمتو دی چې په ډاډمنه فضا کې نړيوال کرکټ ترسره کړي.

په همدې حال کې بیا د افغانستان کرکټ بورډ وايي، که چېرې د کرکټ اسیايي شورا پرېکړه وکړي چې دغه کپ په پاکستان کې ترسره شي، نو افغان لوبډله به په دغو سیالیو یې کې ګډون وکړي.

د هندوستان کرکټ بورډ لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي، خو د دواړو هېوادونو د سياسي او ډيپلوماتيکو اړيکو د ترینګلتیا له کبله هند او پاکستان يوازې په ليګونو او ټورنمنټونو کې سره مخ کېږي.

هندۍ لوبډله تر ۲۰۰۸ میلادي کال وروسته د ټسټ لوبو لپاره پاکستان ته نه‌ده تللې.

د امریکا ولسمشر او پخواني ملي امنیت سلاکار ترمنځ نوې لانجه

د امریکا ولسمشر ټرمپ او د هغه د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولتون.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتون ادعا کړې چې ډونالد ټرمپ اوکراین ته د خپل سیاسي سیال په اړه د څېړنو نه‌کولو په غبرګون کې د مرستو د کنګلېدو ویلي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې ښاغلي بولتون دغه تور په خپل هغه کتاب کې لیکلی چې لا چاپ شوی نه‌دی.

په دې کتاب کې ښاغلي بولتون ادعا کړې چې ډونالد ټرمپ ورته ویلي، له اوکراین سره هغه سلګونه میلیونه ډالره امنیتي مرسته به وځنډوي تر هغو چې څېړنو کې ورسره مرسته ونه‌کړي.

په دې څېړنو کې د ټرمپ د پخواني مرستیال جوبایډن او د هغه د زوی په اړه تحقیقات هم شامل و.

د ښاغلي ټرمپ حقوقي ټیم له دې وړاندې په وار وار ټینګار کړی چې ټرمپ هېڅکله د اوکراین مرستې په څېړنو پورې نه‌دي تړلي.

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر 'منظور پشتین' خوشې کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین

د بخښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د ژر تر ژره او بې‌قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي، منظور پشتین د بیان ازادۍ له حقه دفاع کوله او بې‌موجبه نیول شوی دی.

منظور پشتین تېره شپه په پېښور کې له یوه کوره پولیسو نیولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ په سلیقوي چلند تورن کړی او ویلي دي چې دغه پوځ ځیني کسان نیسي، خو د هغو ډلو ملاتړ کوي چې افغانستان کې جنګېږي.

پشتین د پاکستان پر پوځ او طالبانو نیوکې کولې او څو ځله‌یې د پاکستان د پوځ د کړنو پر ضد پراخ اعتراضونه رهبري کړي دي.

له دې وړاندې افغان حکومت او امریکا هم د پاکستان په حکومت نیوکې کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنی ځایي حرکت دی چې د پاکستان په حکومت تندې نیوکې کوي.

پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر 'منظور پشتین' نیولی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین

د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین نیولی دی.

د هغه د کورنۍ غړو ویلي چې نوموړی تېره شپه په پېښور کې په خپل کور کې و چې پولیسو پرې چاپه ووهله.

پشتین د پاکستان پر پوځ او طالبانو نیوکې کولې او څو ځله‌یې د پاکستان د پوځ د کړنو پر ضد د پراخو اعتراضونو مشري کړې ده.

له دې وړاندې افغان حکومت او امریکا هم د پاکستان په نظام نیوکې کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنی ځایي حرکت دی چې د پاکستان په حکومت تندې نیوکې کوي.

ناکامورا د هند په 'پدماشري' مډال وستایل شو

تتسو ناکامورا د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسیمبر په څلورمه وروسته له هغه چې په جلال‌اباد ښار کې پرې ډزې وشوې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

هند د افغانستان یوه خدمتګار ډاکتر تتسو ناکامورا ته پدماشري مډال ورکړی.

پدماشري د هند د عالي ملکي مډالونو له ډلې دی چې ډاکتر تتسو ناکامورا ته د هغه د ټولنیزو خدمتونو د درنښت په سبب ډالۍ شوی.

د هند د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پدما اوارډونو د ۱۴۱ ګټونکو نومونه اعلان کړي چې په هندیانو سربېره د ۱۸ بهرنیو ګټونکو په کتار کې د ډاکتر تتسو ناکامورا نوم هم راغلی.

تتسو ناکامورا درې لسیزې د افغانستان لپاره په تېره بیا په ختیځو سیمو کې خلکو ته د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخو کې خدمت وکړ.

ده د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسیمبر په څلورمه وروسته له هغه چې په جلال‌اباد ښار کې پرې ډزې وشوې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

له ده سره څو افغان ساتونکي او موټرچلوونکی هم وژل شوي وو.

هند هر کال د "ویبوشان، بوشان او پدماشري" په نوم عالي ملکي مډالونه د جنورۍ په ۲۶مه د دغه هېواد د جمهوریت د ورځې په مناسبت د ښوونې، روغتیا، ټولنیزو کارونو، هنر او موسیقۍ زیارکښو او فعالانو ته ورکوي.

د ۱۹۵۰ میلادي کال د جنورۍ له ۲۶مې هند خپل اساسي قانون پلی کړ او هر کال په همدې مناسبت د جمهوریت ورځ لمانځي او زیارکښ او فعالان ستايي.

د امریکا د باسکټ‌بال وتلی لوبغاړی 'کوب براینټ' وژل شوی

۴۱ کلن کوب براینټ پنځه واره د امریکا د باسکټ‌بال په ملي لیګ کې اتلولي ته رسېدلی.

د امریکا د باسکټ‌بال ​یو وتلی پخوانی لوبغاړی کوب براینټ په کالیفورنیا کې له څلورو نورو کسانو سره یوځای د هليکوپټرې د رالوېدو په پېښه کې وژل شوی.

هليکوپټره چې کوب براینټ په‌کې سپور و پرون له لاس انجلس ۶۵ کیلومتره لیرې په کالاباساس ښار کې په یوه اساس ځای کې لوېدلې.

۴۱ کلن کوب براینټ پنځه واره د امریکا د باسکټ‌بال په ملي لیګ "ان بي اې" کې اتلولي ته رسېدلی و او دوه وار یې د المپيک د سرو مډال په غاړه کړی و او د مرګ خبر یې ان په لومړنیو شېبو کې زیات منعکس شو.

دی د امریکا د باسکټ‌بال په تاریخ کې یو له غوره لوبغاړو شمېرل کېده.

کوب براینټ خپل ډېر وخت له لاس انجلس لېکرز ټیم سره تېر کړ او د ۲۰۰۰، ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو په لوبو کې یې دا ټیم اتلولۍ ته رسولی و.

اسرائیل خپلو وګړو ته عربستان ته د تګ اجازه ورکوي

له نوې پرېکړې سره سم اسرائیلي یهودان هم کولای شي تر نهو ورځو پورې سعودي عربستان ته د تجارت په مقصد ولاړ شي.

اسرائیل خپلو وګړو ته اجازه ورکوي چې د دیني مناسکو، سوداګرۍ او تورېزم په مقصد سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د اسرائیلو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي اسرائیلي مسلمانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره چې پخوا تر دې د حکومت ځانګړی جواز ورته په‌کار و، سعودي عربستان ته تللی شي.

دې اقدام ته د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ د خاموشو، خو تودو اړیکو د نښې په سترګه کتل کېږي.

له نوې پرېکړې سره سم اسرائیلي یهودان هم کولای شي تر نهو ورځو پورې سعودي عربستان ته د تجارت په مقصد ولاړ شي، خو اسرائیلي وګړي به دې هېواد ته د سفر لپاره ویزې ته اړتیا ولري.

ترکيه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۳۱ کسانو ته رسېدلی

د بېړنیو چارو چارواکو ویلي چې دې زلزله کې نږدې ۸۰ ودانۍ نړېدلې دي او ۶۴۵ نورې سختې زیانمنې شوې دي.

ترکي چارواکي وايي چې په دې هېواد کې د وروستۍ زورورې زلزلې د قربانیانو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی دی.

چارواکو همداراز ویلي چې د ایلازیګ ولایت سیوْ ریچې ښار ته څېرمه او په مالاتیا ولایت کې د جمعې د ورځې په زلزله کې چې شدت‌یې د ریښتر په مقیاس د ۶،۵ او ۶،۸ ترمنځ اټکل شوی له ۱۶۰۰ زیات کسان هم ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ډلو نن سهار وختي د دې زلزلې له کبله د ویجاړو ودانیو په کنډوالو کې مړي او ټپیان لټول.

د بېړنیو چارو چارواکو ویلي چې دې زلزله کې نږدې ۸۰ ودانۍ نړېدلې دي او ۶۴۵ نورې سختې زیانمنې شوې دي.

د ترکیې ولسمشر خلکو ته په وینا کې ویلي، هغه تبلیغاتو ته دې پام نه‌کوي چې ګنې حکومت د زلزلې له قربانیانو سره مرستې ته لازم چمتووالی نه‌درلود.

رجب طیب اردوغان د دې ډول منفي تبلیغاتو په خاطر خبرداری ورکړ او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې اوازو او منفي تبلیغاتو ته دې غوږ نه‌نیسي.

عراقي پولیسو له معترضانو سره نښتې کړي

وزګارتیا، کمزوري عامه خدمات او پراخ فساد په اکټوبر میاشت کې د عراق حکومت پر ضد د پیل شویو مظاهرو اصلي علت بلل کېږي.

د عراق پولیسو نن په پلازمېنه بغداد او د هېواد په جنوب کې د مظاهره‌چیانو د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې له معترضانو سره نښتې وشوې.

پولیس او عیني شاهدان وايي، د بغداد په تحریر چوک کې چې د مظاهرو اصلي مرکز دی څېرمه ۱۷ معترضان د پولیسو په ډزو ټپیان شول.

ویل کېږي معترضانو هم پولیس په تیږو وویشتل.

له دې یوه ورځ مخکې په ناصریه ښار کې درې تنه معترضان له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.

وزګارتیا، کمزوري عامه خدمات او پراخ فساد په اکټوبر میاشت کې د حکومت پر ضد د پیل شویو مظاهرو اصلي علت بلل کېږي.

له هغه مهاله تر اوسه لږترلږه ۵۰۰ کسان وژل شوي.

معترضان په عراق کې د نوي حکومت او پارلمان جوړېدل غواړي.

امریکا د چین له ووهان ښاره د خپلې قونسلګرۍ کارکوونکي باسي

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د مړو په شمېر کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ تنه زیاتوالی راغی او دا شمېره پرون یکشنبه ۵۶ ته لوړه شوه.

متحده ایالات د کرونا په نوم د وژونکې ویروس له خپرېدو وروسته د چین په ووهان ښار کې د خپلې قونسلګرۍ کارکوونکي باسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه وویل چې د قونسلګرۍ کارکوونکي به راتلونکې اوونۍ په یوه چارتر الوتکه کې متحده ایالاتو ته انتقال شي.

بیان زیاتوي، نور امریکايي وګړي چې له خطر سره مخامخ دي هم لېږدوي، خو په بیان کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د اشخاصو د انتقال لپاره ظرفیت ښايي کم وي.

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د مړو په شمېر کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ تنه زیاتوالی راغی او دا شمېره پرون یکشنبه ۵۶ ته لوړه شوه.

په دې ترڅ کې د ۶۸۸ نویو مواردو راپور ورکړل شوی او ټوله شمېره‌یې ۲۷۰۰ ته لوړه شوه چې ۸۰ تنه‌یې مړه شوي دي.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ پرون د دې ناروغۍ د خپرېدو له کبله حالت خطرناک وباله او ویې‌ویل حکومت پر سفر او عمومي غونډو د محدودیتونو د لګولو اقدامات زیات کړي او ووهان ښار ته‌یې چې دا ویروس لومړی په‌کې وپېژندل شو اضافي طبي پرسونل او تجهیزات استولي.

ووهان اوس‌مهال کلابند شوی او د الوتکې، اورګاډي او بس په وسیله هلته تګ راتګ ممنوع دی.

بغداد کې د امریکا پر سفارت راکټي بریدونه شوي

بغداد کې د امریکا د سفارت ودانۍ -January 7, 2020

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د یکشنبې په ماښام د امریکا د سفارت ودانۍ په درېیو راکټونو لګېدلې ده.

بېلابېلو خبري اژانسونو د امنیتي سرچینو په حواله تأیید کړې چې یکشنبه ماښام د بغداد په ګرین زون یا ډیپلوماتیکې ساحې پنځه راکټه توغول شوي و او له ډلې یې درې د امریکا په سفارت لګېدلي.

عراقي چارواکو د چا د ژوبلېدو خبره نه‌ده کړې.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د امریکا په سفارت دا راکټي بریدونه غندلي.

عبدالمهدي په یوه بیان کې ټينګار کړی چې عراق له ټولو ډیپلوماتیکو مأموریتونو ساتنه کوي.

تر دې مخکې هم د بغداد په ګرین زون باندې څو واره راکټونه توغول شوي و چې ځینې یې د امریکا د سفارت ودانۍ ته نږدې لوېدلي و.

په عراق کې د امریکا پر سفارت دا تازه راکټي بریدونه وروسته له هغه شوي چې ایران د خپل وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د غچ اخیستلو ګواښ کړی و.

قاسم سلیماني د جنورۍ په درېیمه د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په یوه هوايي برید کې د عراق د ملېشو له یوه قوماندان ابومهدي مهندس سره یوځای ووژل شو.

امریکا په بغداد کې د راکټي بریدونو مسؤلین د ایران له ملاتړه برخه‌منې شیعه ملېشه ډلې بولي.

تر اوسه پورې د تازه راکټي بریدونو مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

نن ماډرید او د لګانیس فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي

د اتلتیکو فوټباله لوبډله

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مې اونۍ په لوبو کي نن ریال اتلیتکو ماډرید او د لګانیس فوټبال لوبډلې سره لوبږي.

دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي اتلاتیکو کي سبا ماپښین ترسره کېږي.

د یاد لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا او ریال ماډریډ ۴۳ ـ ۴۳ نمرې لري، چي بارسلونا لومړی او ریال ماډریډ بیا دوهم ځای خپل کړی.

په جدول درېیم ځای بیا د اتلاتیک ماډریډ لوبډلې دی چې ۳۵ امتیازونه لري.

اوکراینۍ موسسې امریکايي چارواکو سره د کتنې لپاره د ټرمپ پخوانی سلاکار ګمارلی

د امریکا د ولسمشر د انتخاباتي کمپاین پخوانی سلاکار مایکل کپوټو  

په اوکراین کې د ډیموکراسي او پراختیا په نوم موسسې، د امریکا د ولسمشر د انتخاباتي کمپاین پخوانی سلاکار مایکل کپوټو استخدام کړی څو هغه په واشنګټن کې له لوړ رتبه چارواکو سره د لیدنو کتنو زمینه ورته برابره کړي.

د اوکراین په پلازمېنه کيف کې د دې غیرحکومتي موسسې څو غړي چې واشنګټن ته تللي، غواړي د مارچ له دوهمې تر پینځمې نېټې د امریکا د کانګرس له مهمو غړو او د ټرمپ د ادارې له لوړ رتبه چارواکو سره په اوکراین کې پر مدني پرمختګونو او د امریکا او اوکراین د اړیکو پر اینده د خبرو لپاره وګوري.

مایکل کپوټو له پېژندل شوو جمهوري غوښتونکو پالیسي جوړونکو دی او په نیویارک کې د زپلاین کمیونیکېشنس په نوم د ارتباطاتو او معلوماتو یوه اداره لري.

مایکل کپوټو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنیزو مبارزو پرمهال د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ سلاکار و. هغه مخکې په روسیه او اوکراین کې د سیاسي مشاور په توګه کار هم کړی دی.

دا موافقه د جنورۍ په ۲۱مه نېټه په امریکا کې د بهرنیو اجنټانو د ثبت قانون پر اساس، د امریکا په عدلیې وزارت کې ثبت او درې ورځې وروسته خپره شوه.

ترکیه کې په وروستۍ زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱ ته لوړ شوی

د رپوټونو پر اساس، په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۱ ته لوړ شوی او تر ۱۰۰۰ زیات وګړي زخمیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، د ترکیې ختیځې سیمې د جمعې په ماخوستن سختې زلزلې چې شدت یې د رېشتر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې و، ولړزولې.

د ترکیې حکومت ویلي چې ډېر خلک له دې امله چې شپه وه او د زلزلې له امله کورونه را نړېدلي، مړه او زخمیان شوي دي. ډاکټرانو ویلي چې تر ۹۲۰ زیات وګړي په روغتونو کې بستر شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ژغورنې کارکونکي هڅه کوي هغه کسان چې تر نړېدلو ودانیو لاندې شوي، پېدا کړي. د رپوټونو په حواله ، ۳۰ کسان لا هم ورک دي.

د سوریې او ایران رسنیو هم ویلي چې په ځيني سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

د لبنان رسنیو ویلي چې په ترېپولي او بېروت کې یوشمېر سیمې زلزلې لړزولې دي.

ترکیه د زلزلو پر کرښه پرته ده او له دې امله په دې هېواد کې وخت ناوخته زلزلې کېږي.

په ترکیه کې په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د زلزلې له امله ۱۷ زره کسان مړه او تر ۵۰۰ زره زیات وګړي بې کوره شوي وو.

د ټرمپ مدافع وکیلانو د هغه دفاعیه د کانګرس سنا جرګه ته وړاندې کړه

د سپینې ماڼۍ سلاکار پټ سپلوني پرون د استیضاح غونډې ته په وینا کې وویل، د ډیموکراتان هڅه کوي چې د امریکا د جمهوري ریاست د وروستیو ټاکنو پایلې باطلې او ټرمپ له قدرته لیرې کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مدافع وکیلانو پرون د جنورۍ په ۲۵مه، د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره برابره کړې دفاعیه په سنا جرګه کې د ټرمپ د استیضاح غونډې ته وړاندې کړه.

سنا جرګه د ټرمپ داسیتضاح په غونډه کې پر دې چې ولسمشر په قدرت کې پاتې شي یا استعفی وکړي، خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ سلاکار پټ سپلوني پرون د استیضاح غونډې ته په وینا کې وویل، د ډیموکراتان هڅه کوي چې د امریکا د جمهوري ریاست د وروستیو ټاکنو پایلې باطلې او ټرمپ له قدرته لیرې کړي.

ډیموکراتانو چې د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې اکثریت لري، پر ټرمپ تور پورې کړی چې سپینې ماڼۍ ته د اوکراین د جمهور رئيس له بلنې او له اوکراین سره د امریکا له پوځي مرستو یې د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی او هغه یې مجبور کړی چې په را روانو ټاکنو کې د هغه د احتمالي رقیب، جو بایدن د زوي د کار په اړه تحقیق وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG