د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۴۲

نړۍ

د امریکا استازو جرګه نن سنا ته د ټرمپ د استیضاح مسئلې راجع کولو ته رأیه ورکوي

په مشرانو جرګه کې جمهوريت غوښتونکي اکثريت دي او له واک څخه د يوه ولسمشر د ليرې کېدو لپاره د مشرانو جرګې دوه پر درېيمه برخه رايو ته اړتيا ده.

د امريکا متحده ايالتونو د استازو جرګه په پام کې لري چې نن پر دې موضوع رايه ورکړي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استيضاح فقرې مشرانو جرګې ته ولېږي که نه؟

له دې سره به وروسته د امريکا په تاريخ کې د درېيم وار لپاره د يوه ولسمشر د استيضاح پروسه پيل شي.

د استازو جرګه کې ډيموکراتان په کې اکثريت دي.

د دې جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون له قدرت څخه د ناوړه استفادې او د کانګرس د چارو په وړاندې د خنډ جوړولو په تور له واک څخه د ولسمشر د ليرې کېدو لپاره نور اقدامات په ډاګه کړل.

مېرمن پلوسي په يوه اعلاميه کې وويل: "د امريکا وګړي حق لري په واقعيت پوه شي او اساسي قانون د محاکمې ايجاب کوي."

د امريکا استازو جرګه چې په يوازې سر د يوه ولسمشر د استيضاح صلاحيت لري، احتمالاً دغه قضيه د تصويب لپاره مشرانو جرګې ته لېږي.

په مشرانو جرګه کې جمهوريت غوښتونکي اکثريت دي او له واک څخه د يوه ولسمشر د ليرې کېدو لپاره د مشرانو جرګې دوه پر درېيمه برخه رايو ته اړتيا ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فرانسه کې د خاشقجي په وژلو تورن د سعودي دولت یو پخوانی ساتونکی نیول شوی

ارشیف، چارلس دیګول هوايي ډګر

له فرانسې څخه خپاره شوي راپورونه څرګندوي چې د سعودي عربستان د شاهي دولت یو پخوانی ساتونکی نیول شوی دی.

دا کس خالد العتیبي نومېږي چې درې کاله مخکې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د خبریال جمال خاشقجي د وژلو په پېښه کې تورن دی.

په فرانسه کې د هوایي ډګر او قضایي سرچینو په وینا العتیبي پرون په پاریس کې په چارلس دیګول هوایي ډګر کې هغه وخت ونیول شو چې ده غوښتل ریاض ته ولاړ شي.

۳۳ کلن العتیبي او د سعودي عربستان ۲۶ تنه نور اتباع هغه کسان دي چې ترکیه پسې ګرځي چې د خاشقجي د وژلو په قضیه کې یې ونیسي.

ټاکل شوې ده چې العتیبي به نن د تحقیقاتو لپاره څارنوالۍ ته حاضر شي.

په پاریس کې د سعودي عربستان سفارت ویلي دي چې نیول شوی کس د خاشقجي له قضیې سره هېڅ ارتباط نه‌لري، نو باید دستي خوشې شي.

جمال خاشقجي چې د واشنګټن پوسټ لپاره‌یې کار کاوه د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننووت او بیا تري تم شو.

اولاف شولز د جرمني د نوي صدراعظم په توګه لوړه کوي

اولاف شولز

ټاکل شوې چې اولاف شولز نن د جرمني د نوي صدراعظم په توګه انتخاب شي او ورپسې لوړه وکړي.

په داسې حال کې چې د اروپا د لوی اقتصادي قدرت د مشرې په توګه د انګېلا مېرکل د کار دوره نن پای ته رسېږي، ۶۳ کلن شولز به د جرمني د منځلارو- کیڼ اړخو د ائتلاف مشري په غاړه واخلي.

شولز ته به ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د یوې څلورکلنې دورې لپاره لوړه وکړي.

شولز چې د مېرمن مېرکل په حکومت کې د مالیې وزیر او د صدراعظم مرستیال و، د سېپټمبر د ۲۶مې نېټې په انتخاباتو کې خپل سوسیال ډموکرات ګوند تر سترې بریا پورې ورساوه او په دې توګه یې د مېرکل د مسیحي ډموکرات ګوند ۱۶ کلنه واکمني پای ته ورسوله.

مېرمن مېرکل د صدراعظمۍ د څلورو پرله پسې دورو له بشپړولو وروسته بیا ځان کاندید نه کړ او غواړي له سیاسته لاس واخلي.

امریکا تر لسو په ډېرو ایراني چارواکو او بنسټونو بندیزونه لګولي

د ایران او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحد ایالاتونو تر لسو په ډېرو ایراني چارواکو او بنسټونو له بشري حقونو څخه د سرغړونو په تور بندیزونه لګولي دي.

دا بندیزونه پر هغو دولتي چارواکو او بنسټونو لګیدلي دي چې په ایران کې یې په دوه زره نهم او دوه زره نولسم کلونو کې د سیاسي فعالانو مظاهرې ځپلي دي او په زندانونو کې یې له بندیانو سره تشدد کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وایي، د واشنګټن بندیزونه بې اغیزې دي او دا یوازې د امریکا د بد نیت څرګندونه کوي.

اوکراین کې ترافیکې پېښې ۱۳ تنه وژلي او ۷ نور ژوبل دي

د پېښې ځای

چارواکي وایي چې د اوکراین په شمال کې د یوه ملي بس او یوې لارۍ د ټکر له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د بیړنیو چارو د ادارې په وینا دا پېښه پرون د چیرنییف په سیمه کې وشوه.

پولیسو د دې پېښې تحقیقات پیل کړي دي.

بایډن او پوتین د ویډیو له لارې خبرې کړي

د روسیې او امریکا ولسمشران

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره پرون دوه ساعته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

جو بایډن خپل سیال ته د خبرو په پيل کې وویل: "خوښ یم چې بیا مو وینم، له بده مرغه تېر ځل د جي شل غونډې پر مهال موږ ونه شو کړای چې سره وګورو. هیله مند یم چې په راتلونکې کې له نژدې سره وګورو."

د جي شل غونډه د اکتوبر په دېرشمه او یو دېرشمه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې وه.

پرون تر هرکلي وروسته د امریکا ولسمشر ولادیمیر پوتین ته څرګنده کړه چې واشنګټن د اوکراین سرحد ته نژدې د روسیي ځواکونو راغونډیو ته ژوره اندېښنه لري.

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې روسیې تر نوي زره ډېر پوځيان له اوکراین سره د پولي پر اوږدو ځای پرځای کړي دي.

بل لورته تر خبرو وروسته کرملین دا خبرې صادقانه وبللې او څرګنده یې کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ښاغلي بایډنه وغوښتل چې لویدېځ دې د اوکراین سرحدونو ته نژدې وسلې نه ځای پرځای کوي.

د امریکا او روسیې ولسمشران نن له یو بل سره خبرې کوي

ارشیف، (ښی-کین) د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ټاکل شوې چې د امریکا او روسیې ولسمشران نن په خپلو کې خبرې وکړي.

جو بایډن او ولادیمیر پوتین د وېډیو کنفرانس له لارې دغه خبرې داسې مهال کوي چې د اوکراین له پولې سره د روسیې د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو، په سیمه کې د ناټو د راتلونکې او د روسیې د امنیتي غوښتنو پر سر کړکېچونه زیات شوي دي.

دا به له کله چې بایدڼ د تېر کال په جنوري کې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، له پوتین سره د هغه دوه پر دوه دوهمه کتنه وي.

واشنګټن هڅه کوي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل مخنیوی وکړي او کرملېن هم غواړي دا ضمانت ترلاسه کړي چې اوکراین به هېڅکله هم د ناټو غړی نه‌کېږي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې یې له پولې سره له ۹۰ زرو زیات پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه جلا او له خپلې خاورې سره ملحق کړه.

پر امریکا د چین تور: واشنګټن د المپیک ژمنیو لوبو روح تر پښو لاندې کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیان

چین د امریکا متحده ایالات تورن کړی چې په پیکېنګ کې د ۲۰۲۲ کال د المپیک ژمنیو لوبو ته د خپلو ډیپلوماتانو یا دولتي استازو د نه‌لېږلو په پرېکړې سره د دغو لوبو روح تر پښو لاندې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیان نن په پیکېنګ کې خبریالانو ته وویل چې واشنګټن هڅه کړې په دغو معتبرو لوبو کې د ایډیالوژیک تعصب او د درواغو او اوازو پر اساس مداخله وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دغو لوبو ته د ډیپلوماتانو او نورو چارواکو د نه‌استولو پرېکړې ته په اشاره ویلي چې دغه پرېکړه په شینجن ایالت کې د روانې ډل‌وژنې او د بشریت ضد جنایتونو او دغه‌راز د نورو بشري حقونو د سرغړونو پر اساس شوې ده.

ټاکل شوې چې په پیکېنګ کې د المپیک ژمنۍ لوبې د فبرورۍ په څلورمه پیل شي. ژاو ژمنه وکړه چې چین به پرېکنده متقابل اقدامات وکړي او زیاته‌یې کړه چې متحده ایالات به د خپلو کړنو بیه پرې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويل چې په شینجن سیمه کې تر دوو ملیونو پورې اویغوریان او نور اقلیتونه په زیاتېدونکي ډول په جبري توګه په کمپونو کې ساتل کېږي.

ځینې امریکایي سناتوران: د بایډن اداره دې پر ازبیکستان فشار راوړي

ولسمشر بایډن

یو شمېر امریکایي سناتورانو د امریکا د ولسمشر جو بایډن له ادارې وغوښتل چې د بشري حقونو په خاطر پر ازبیکستان فشار راوړي.

د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منیندیز او پنځو ډموکراټو سناتورانو په یوه لیک چې پرون دوشنبې خپور شوی، د بایډن له ادارې دغه غوښتنه د ازبیکستان او امریکا د ستراتیژیک شراکت د ډیالوګ له لومړې غونډې مخکې کړې ده.

دغو سناتورانو په دغه لیک کې ویلي چې دا مني چې ازبیکستان د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ کړی، خو بیا هم دا هېواد هڅوي چې هغه اصلاحات چټک کړي چې د ولسمشر شوکت میر ضیاییف یې ژمنه کړې ده.

د دواړو هېوادونو استازي به د روانې میاشتې په وروستیو کې سره وګوري.

دغو سناتورانو ویلي، دغه غونډه ډېر ښه فرصت دی چې له ازبیکستان سره د متحدو ایالاتونو د اړیکو د یوه مهمې برخې په توګه د بشري حقونو درناوی وشي.

جرمني د اټمي پروګرام په اړه د ایران وړاندیزونه رد کړل

د ایران او جرمني ملي بیرغونه

جرمني د ایران د اټمي پروګرام د موافقې په اړه په اووم پړاو خبرو کې د تهران وړاندیزونه رد کړل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، برلین د تهران وړاندیزونه په ځیر او په بشپړ ډول ارزولي او دې نتیجې ته رسېدلي چې ایران په وروستیو میاشتو کې د شوېو موافقو پر کابو ټولو مسودو ځان ناګاره کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې له ایران سره په خبرو کې د تهران د وړاندیزونو پر وړاندې لومړنی غبرګون دی.

ده دا هم ویلي چې د ایران له لوري شوي وړاندیزونه د خبرو اترو د بریالیتوب سبب کېدای نه شي.

د بلاروس چارواکي له توقيفه د ازاد خبریال کوزنیچیک په خلاصولو ونه‌توانېدل

ازاد خبریال اندري کوزنیچیک

په بلاروس کې چارواکي نه‌دي توانېدلي چې ازاد خبریال اندري کوزنیچیک له توقیفه خلاص کړي، سره له دې چې د یوه جنجالي قانون له مخې د هغه د ۱۰ ورځني بند موده هم نن بشپړه شوه.

کوزنیچیک چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بلاروسي څانګې خبریال و د نومبر په ۲۶مه له دې سره سره محکوم شو چې ده پر ځان لګول شوي تور بې‌اساسه باله.

هغه د مېنسک په بدنامه توقیف خونې (اکریستسینا) کې ساتل کېږي، دغلته ډېرو توقیف شویو ویلي چې ربړول کېږي هم.

د کوزنیچیک د کورنۍ غړو ویلي، تر اوسه معلومات نه‌لري چې هغه کله خوشې کېږي، بلاروسي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ډسمبر په څلورمه د بل بلاروسي خبریال پاول بیلاوس د حبس ۱۵ ورځنۍ دوره هم بشپړه شوه، خو خوشې نه‌شو.

د بلاروس پر رژیم اروپایي ټولنې، امریکا او نورو لوېدیځو متحدانو یې پنځه پړاوه بندیزونه د همدې لپاره لګولي چې مظاهره‌چیان، خپل سیاسي مخالفان او د بشري حقونو ملاتړي یې ځپلي دي.

د برما یوې محکمې له واکه لیرې کړای شوې مشره انګ سان سوچي په بند محکومه کړه

د برما له واکه لیرې کړای شوې مشره انګ سان سوچي

د برما یوې محکمې نن (د ډسمبر په ۶مه) له واکه لیرې کړای شوې مشره انګ سان سوچي په څلور کاله بند محکومه کړه.

د نوبل جایزې پر ګټونکې سوچي تور دی چې د پوځ په ضد یې پاروونکی چلند کړی او د 'کووېډ-۱۹' له بندیزونو یې سرغړونه کړې ده.

دا له کله چې په تېره فبروري میاشت کې د سوچي حاکم سیاسي ګوند د پوځي کودتا له امله وپرځول شو، د ۷۶ کلنې سوچي د محاکمو د لړۍ لومړنۍ هغه ده.

له کودتا راهیسې دا مېرمن د فساد، په ټاکنو کې د درغلۍ او د دولتي اسرارو د خپرېدو په تورونو په توقیف کې ده.

د انګ سان سوچي حقوقي ډلې پر دې لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي.

د امریکا مشرانو جرګې پخوانی غړی باب ډول مړ شو

د امریکا د مشرانو جرګې پخوانی غړی او د جمهوري‌پال ګوند له‌خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید باب ډول

د امریکا د مشرانو جرګې پخوانی غړی او د جمهوري‌پال ګوند له‌خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید باب ډول پرون د ۹۸ کلونو په عمر په حق ورسېد.

د نوموړي مېرمنې الیزابت ډول په یوه بیان کې ویلي چې د دې مېړه پرون سهار د خوب په حال کې پور پرې کړ. په بیان کې راغلي دي چې رابرت ډول د ۷۹ کلونو لپاره د متحده ایالاتو خدمت وکړ.

باب ډول د ۱۹۹۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د امریکا د جمهوري‌پال ګوند کاندید و چې د ډیموکرات بل کلېنټن پر وړاندې یې ماتې وخوړه.

هغه په سنا کې له ۳۵ کلن خدمت وروسته استعفا وکړه او ځان‌یې ولسمشرۍ ته کاندید کړ.

هغه په ۸۰مه لسیزه کې په سنا کې د اکثریت مشر و.

ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د ګډون لپاره نن هند ته ځي. تمه ده چې د دې غونډې بحثونه به د انرژۍ او وسلو پر خرڅلاو متمرکز وي.

پوتین دا سفر داسې مهال کوي چې روسیې هند ته د هوايي مدافعې د سیستم «اېس-۴۰۰» توغندیو د سپارلو بهیر پیل کړی دی. دا پرمختللی سیستم د ۵،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د قرارداد په اساس هند ته ورکول کېږي.

د ترکیې او روسیې ترمنځ د همدې وسلو د خرڅلاو معامله د دې باعث شوه چې واشنګټن پر انقرې بندیزونه ولګوي او ترکیه د تحریمونو له لارې د امریکا د دښمنانو پر وړاندې د مقابلې د قانون په اساس د «اف-۳۵» جنګي جټ الوتکو د پېرلو له پروګرام څخه وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس تېره اوونۍ وویل چې متحده ایالاتو هند ته له دې قانون څخه د معافیت د ورکولو په اړه تر اوسه پرېکړه نه‌ده کړې.

انتوني فاوچي: ښايي د کرونا اومېکرون بڼه د ډېلتا پرتله کمزوري اعراض ولري

د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې نښان

د امریکا د روغتیا مسؤل چارواکي وايي، لومړنۍ نښې ښيي چې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه ښايي د پخوانۍ ډېلتا بڼې پرتله کمزوري اعراض ولري.

د سپینې ماڼۍ لوی صحي سلاکار ډاکتر انتوني فاوچي پرون وویل چې ساینسپوهان د اومېکرون د شدت په اړه له پرېکړې مخکې باید نور معلومات او وخت ولري.

ښاغلي فاوچي له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، داسې نه‌ښکاري چې اومېکرون به د ډېلتا پرتله ډېر شدید علایم او اعراض ولري، خو ده زیاته کړه چې په دې اړه له هرې پرېکړې مخکې باید محتاط واوسو.

له جنوبي افریقا څخه هم چې اومېکرون لومړی ځل په‌کې وموندل شو د راپورونو له مخې د کرونا دا بڼه د پخوانیو هغو پرتله خفیف اعراض او علایم لري.

د ساینسپوهانو په باور اومېکرون د کرونا د پخوانیو ډولونو پرتله چټکه خپرېږي، خو دوی لاهم په دې اړه څېرنې کوي چې واکسین څومره اغېز پرې کوي.

فرانسه کې معترضان: اجازه نه‌ورکوو چې فاشيستان د جمهوري ریاست نوماند شي

آرشیف- معترضان در فرانسه

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې زرګونه کسانو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ښي اړخي افراطي لیکوال اېرېک زیمور د کاندیدېدو پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره‌چیان وايي باید اجازه ورنه‌کړل شي چې د دوی په خبره ښي اړخي افراطیان او فاشیستان ځانونه کاندید کړي.

د فاشیستانو ضد یوې ډلې ویاند سیمون دوتیل فرانسپرس ته وویل: "موږ دوی ته هېڅ ځای نه‌شو سپارلی. د هغوی مفکورې پاکې نه‌دي. له کرکې ډکې دي. د دې کرکې په خلاف موږ ګڼ خلک سره راټولوو څو وښيو چې موږ د برابرۍ، د ښځو د حقونو،کډوالۍ لپاره مبارزه کوو."

اېرېک زیمور ۶۳ کلن سیاسي ژورنالېست دی چې رسماً یې د فرانسې د راتلونکي اپرېل ولسمشرۍ ټاکنو لپاره خپله کاندیداتوري اعلان کړې.

د هغه د لومړنۍ کمپایني غونډې پر مهال مظاهره‌چیانو او امنیتي ګاردانو اخ‌وډب کړی او لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي هم دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG