د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د ټرمپ په محاکمه کې لفظي شخړې وشوې


 د مشرانو جرګې ټول ۱۰۰ غړي به د منصفه پلاوي په توګه او د استازو جرګې یو اووه کسیز منتخب پلاوی به هم د ټرمپ د مجرم پېژندلو لپاره د څارنوالانو په توګه رول لوبوي.
 د مشرانو جرګې ټول ۱۰۰ غړي به د منصفه پلاوي په توګه او د استازو جرګې یو اووه کسیز منتخب پلاوی به هم د ټرمپ د مجرم پېژندلو لپاره د څارنوالانو په توګه رول لوبوي.

د امریکا په سنا جرګه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح رسمي بهیر پرون پیل شو.

ټرمپ د امریکا درېیم ولسمشر دی چې سنا جرګه‌یې استیضاح کوي. په پرونۍ جلسه کې جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات سناتورانو د قواعدو، مقرراتو او نورو مسئلو په اړه له یو بل سره لفظي شخړې وکړې.

د سنا د اکثریت مشر میچ مک‌کانل پرونۍ غونډه پیل کړه.

هغه په سنا جرګه کې د محکمې بهیر "عادلانه" او په استازو جرګه کې چې اکثریت‌یې ډیموکراتان دي لومړنۍ پروسه "غیر منصفانه" وبلله.

هغه وویل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ وکیلانو بالاخره وخت پیدا کړ چې خپله دفاعیه وړاندې کړي.

د سنا د اکثریت مشر میچ مک‌کانل
د سنا د اکثریت مشر میچ مک‌کانل

ښاغلي مک‌کانل زیاته کړه: "نن به موږ یو لارښودونکی پرېکړه‌لیک په پام کې ونیسو او تصویب به‌یې کړو چې په اساس به‌یې د محاکمې لومړنی بهیر جوړ شي. دا لومړنی کار به زموږ هېواد ته یو وختي سګنال ورکړي چې ایا دا سنا لا هم زموږ اصلي اهدافو ته خدمت کولای شي؟ ایا موږ لا هم په دې برلاسي یو چې انصاف، بې‌پریتوب او تاریخي مخینې ته د ورځنیو ګوندي شور او هلهلو په نسبت لومړیتوب ورکړو؟"

په سنا کې د ډیموکراتانو د اقلیت مشر چاک شومر بیا وویل کوم اصول چې مک‌کانل اعلان کړل چل‌بازي او د ټرمپ د ساتنې لپاره یو پوښښ دی.

هغه د جمهوري غوښتونکو له‌خوا د استیضاح په پروني بهیر کې وړاندیزونه "ملي شرم" وباله.

په سنا کې د ډیموکراتانو د اقلیت مشر چاک شومر
په سنا کې د ډیموکراتانو د اقلیت مشر چاک شومر

ښاغلی شومر وايي: "د جمهوري غوښتونکو مشر (میچ مک‌کانل) به د محاکمې د بهیر لپاره داسې یو پرېکړه‌لیک وړاندې کړي چې د هغه (ډونالد ټرمپ) پلان ښکاره کړي د هغه پلان! دا کاملاً د هغه د ملاتړ لپاره ده. اوس ټول پوهېږي چې د مک‌کانل قواعد داسې ښکاري چې د ولسمشر ډونالد ترمپ له‌خوا ډيزاین شوي وي."

د امریکا د ولسمشر د محاکمې بهیر به له یکشنبې پرته د اوونۍ شپږ ورځې روان وي.

د دغې محاکمې مشري به د امریکا قاضي‌القضات جان رابرتز کوي.

د مشرانو جرګې ټول ۱۰۰ غړي به د منصفه پلاوي په توګه او د استازو جرګې یو اووه کسیز منتخب پلاوی به هم د ټرمپ د مجرم پېژندلو لپاره د څارنوالانو په توګه رول لوبوي.

سنا وروسته له هغه د ولسمشر ټرمپ استیضاح پیل کړه چې د امریکا استازو جرګې ټرمپ له واک څخه په ناوړه استفاده او د کانګرس په مخ کې د خنډونو په ایجادولو تورن کړ او د هغه د استیضاح دوسیه‌یې سنا ته واستوله.

په ټرمپ دا تورونه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنکسي سره د هغه د یوې ټیلیفوني مکالمې په تړاو دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

په ټرمپ تور دی چې په زلنسکي یې فشار راوړی څو د خپل سیاسي سیال جوبایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن په اړه پلټنې وکړي.

بایډن او زوی یې هنټر بایډن په اوکراین کې د انرژۍ په سکټور کې څه وخت کار کړی و.

جوبایډن د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ډیموکرات ګونده د ټرمپ یو اصلي سیال بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG