د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

کابل کې د "ډي این اې" لومړنی ازمایښتي مرکز پرانېستل شو


کابل کې د "ډي این اې" د لومړني مرکز د پرانېستې مراسم
کابل کې د "ډي این اې" د لومړني مرکز د پرانېستې مراسم

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د "ډي این اې" د ازمایښت لومړی مرکز د کابل د عدلي طب په مرکز کې پرانیست.

په افغانستان کې د"ډي این اې" د ازمایښت د لومړني مرکز په پرانېستلو سره دغه هېواد د مړو د هویت د تشخیص او د ژینیټیک اړوندو مسایلو کې یو مهم ګام پورته کړ.

وروسته له دې به افغانستان په دې برخه کې د نورو هېوادونو مرستې ته اړتیا ونه لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د کابل په عدلي طب کې د "ډي این اې" د ازمایښت د مرکز د پرانېستلو پرمهال وویل، په دغه مرکز کې تجربه لرونکي متخصصین ګمارل شوي دي.

فیروز الدین فیروز وزیر صحت عامه افغانستان
فیروز الدین فیروز وزیر صحت عامه افغانستان

هغه زیاته کړه: "په مدرنو تجهیزاتو د "ډي این اې" د لومړني مرکز جوړول او پرانېستل زموږ ویاړ دی او بل ویاړ دا دی چې، د افغان متخصصینو په فکر او لاسونو سره به فعالیت وکړي."

پخوا تر دې به افغان حکومت د مړو او یا د افرادو د هویت د تشخیص لپاره چې پرمختللو ازمایښتونو ته به یې اړتیا درلوده له نورو هېوادونو مرسته غوښته.

په ورته وخت کې دافغانستان لویه څارنوالۍ د کابل د عدلي طب په مرکز کې د "ډي این اې" د معایناتو د مرکز پرانېستل د جرمونو د کمولو لپاره ګټور ګڼي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس ۱۷ ولایتونو ته پرمختللي تجهیزات لېږل شوي او په دې وروستیو کې په دغو مرکزونو کې ۳۰ متخصصین هم استخدام شوي دي.

"ډي این اې" د نوکلېیک اسید یو ډول دی چې ژېنیټیکي دستورالعمل لري.

دغه مالیکول د ژوندیو موجوداتو او ویروس د بیولوژیکي توسعې او کړنو لپاره کارول کېږي.

یو مهم مورد چې "ډي این اې" یې په پېژندلو کې ډېر رول لري د جنايي وژنو څرنګوالی دی چې، د مجرمانو او د وژونکي او وژل شوي د پېژندنې په قضیو کې له قضايي ارګانونو سره مرسته کوي.

خو اوس دا اندېښنه موجوده ده چې دغه بهیر به په افغانستان کې ترکومه حده په عادلانه او د نفوذ له اعمال نه پرته عملي شي.؟

د غې اندیښنې ته د افغانستان اجرائیه رئیس هم اشاره وکړه او د نفوذ د مخنیوي په پرخه کې یې د تدابیرو په نیولو او د عدلي طب د روغتون د ډاکترانو پرامنیت ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې په همدغه غونډه کې وکړې: "که د دغه مرکز په کارونو کې هم مداخله وشي، له دې نه هم د باییومیټریک کیسه جوړیږي، د دغه مرکز په کارونو کې باید د هېڅ منبع او ارګان مداخله نه وي، په دغه ځای کې به اداري فساد او نفوذ کول د ملت په حق کې جفا وي."

له دغو اندېښنو سره سره د عدلي طب د مرکز رئيس فریدالله رحیق وايي، د دغه مرکز کارکوونکي به د عدالت او روڼتیا د ټینګښت لپاره هڅې وکړي څو حق حقدار ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG