د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

یو شمېر افغان میرمنې د "DNA"د معایناتو د وسایلو نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي


یو شمېر افغان میرمنې چې د ډي، این، اې، د معایناتو او تشخیص د وسایلو نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي مجبوریږي چې د دې معیایناتو ترسره کیدو ته څو میاشتې انتظار وباسي.

ویل کیږي، چې د ځینو میړونو له خوا پر میرمنو یو لړ شکونه او بې باوري د دې سبب شوې چې د کورنۍ اړیکې سره وشلیږي.

ویل کیږي، چې د ځینو پلرونو له خوا له خپل اولاد نه انکار کول د محکمو د دوسیو یوه مهمه برخه جوړوي.

یو شمېر میرمنې همدا اوس د نسب معلومولو د وسایلو د نشتوالي له امله د کابل ښار په نظارتخانه کې شپې سبا کوي.

بي بي ګل یوه له هغو میرمنو څخه ده، چې د خپل ماشوم د نسب معلومولو د وسایلو د نشتوالی له امله، د کابل په ښځینه محبس کې زندانی ده.

دې ازادي رادیو ته خپل حال داسې ووایه:

«اوس یې شک کړی، چې دا ماشوم زما نه دی، پنځه میاشتې کیږي
اوس په زندان کې یم. په ما یي ادعا کړې، چې ماشوم د بل چا دی
ماشوم لا زیږیدلی نه و، چې دا دعوه یي وکړه. ماشوم مې راسره دی.»

ډي،این، اې، یا «د نوکسي نیکولیک اسید، ژن» هغه کروموزونه دي چې له یونسل څخه بل ته ارثي ځانګړتیاوې لیږدوي.

له دې لارې د ویني په معایناتو کې د ماشوم نسب د هغه له پلار سره ثابتوي.

ډي، این، اې، معاینات کولای شي، چې د یوه کس ژنیتیک هویت معلوم کړي.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د ډي، این، اې، د معایناتو لپاره لابراتوار او وسایل نشته او یوازینی روغتون، چې دا معاینات په کې ترسره کیږي هغه په بګرام کې د امریکایي ځواکونو روغتون دی.

بله قضیه د میرمن« بتول» ده، چې د دوه ماشومانو مورده او څلور کاله کیږي، چې له میړه څخه جلا شوې ده.

دا وایي، میړه یې پرې شک وکړ او دا نه غواړي د بدنامی تور ور پورې شي.

میرمن بتول وایي، د حیثیت د اعادې په خاطر یي موضوع عدلي او قضایي ارګانونو ته ورسوله.

دا وایي، له ډیرو کړاوونو وروسته وتوانیده، چې د بګرام په روغتون کې د
ډي، این، اې، معاینات ترسره کړي:

«وايي، غټ هلک زما دی او کوچنی زما نه دی، میړه مې د طلاق اظهار وکړ او ما د حیثیت اعاده وکړه.

دا دوسیه په لوی لاس وځنډول شوه.

دوي په دې پوهیده، چې د ډي، این، اې، معاینات دلته ناممکن دي ماته یي وویل، معاینات راوړه.

له ډیرو کړاوونو وروسته وتوانیدم، چې د ایساف په ځواکونو کې دا معاینات بشپړ کړم، چې نتیجه یې زما په حق کې راووته.»

راپورونه وایي، په افغانستان کې له دې میرمنو پرته په ځینو نورو میرمنو هم ورته تورونه لګول شوي، چې په نتیجه کې یي کورنۍ اړیکې شلیدلي او عزت ته یې زیان رسیدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي اوس مهال دا پرمخ تللی تجهیزات نه لري، خو هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې یي ولري.

د دې وزارت ویاند کنشکا ازادي رادیو ته وویل:

«د ډي، این، اې، معاینات ډیر پرمختللی سیستم دی، په ځینو ګاوڼدیو هېوادونو کې هم نشته، له بده مرغه موږ یي هم نه لرو، خو د وزارت په پلان کې مهم رکن همدا دی، چې په لږه موده کې د ډي، این، اې، د لابراتوار او تجهیزاتو خاوندان شو.»

د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د ډي، این، اې، معاینات په اسانی سره ترسره کیږي.

راپورونه وایي، سربیره پر دې په افغانستان کې ښځې له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ دي او د دې ستونزو سره سره، ډیرې افغان میرمنې د دود له مخې شته ستونزې پټې ساتي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG