د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

"د افغانستان عدلي طب پیچلي جرایم نشي څیړلی"


یو شمېر افغانان وایي، د افغانستان عدلي طب پرمخ تللي وسایل نه لري او نه شي کولای چې پیچلي جرایم او پيښي وڅيړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له جنايي پیښو سره د مبارزې مسوولین هم وايي، چې په هېواد کې د عدلي طب د کافي مرکزونو او امکاناتو نه موجودیت یې کارونه ستونزمن کړي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جرایمو کچه لوړه بللل کېږي، د جرایمو د څیړلو لپاره په کې د عدلي طب امکانات کم دي.

عام خلک او مربوطه حکومتي ادارې د ځینو پیښو د څیړلو او معلومولو لپاره د عدلي طب مرکزونو ته مراجعه کوي.

خو ځیني افغانان شکایت کوي چې؛ د پوره مسلکې کدرونو او وسایلو د نشتوالي له امله عدلي طب پیښې سمې نشي څیړلای.

د کابل ښار یو اوسیدونکې زلمی هم همدا شکایت لري:

“موږ یوه قضیه درلوده چې په عدلي طب پورې تړلې وه، کله چې ورغلو نو دا چې هلته مسلکې خلک نه وه او په سمه توګه یې قضیه نه تشخیص نه کړه، نو حتی قضیه بل ډول تعبیر شوه.”

په نړۍ کې عدلي طب د طبیعي مړینو، پټو وژنو، جنسي تیریو او نورو پیچلو جرایمو او پیښو لپاره مهمې څېړني کوي چې؛ ترڅېړنو وروسته یې د ډیرو پیښو لاملونه روښانه کېږي او د جنايي ادارو کارونه اسانه کولای شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې لوی رئیس سید عبدالغفار سیدزاده ازادي راډیو ته وویل، په تیر یوه کال کې په څو ولایتونو کې د قتل پیښي 20 فیصده ډیري شوي دي.

خو هغه وايي، د عدلي طب ریاست د جرایمو د څېړلو لپاره پوره امکانات نه لري.

“د جرم د شراطو او هغو پرمختګونو په پام کې نیولو سره چې د مرموزو وژنو او ټکنالوژۍ په برخو کې موجود دي، هغه کارونه چې د عدلي طب په برخه کې کېږي ډیر کم دي.

په اکثرو ولایتونو کې د عدلي طب خدمات نشته او په مرکز کې هم چې باید ډیر پر مخ تللي معاینات وشي تر اوسه هیڅ کار هم نه دې شوې.”


ښاغلی سیدزاده وايي، د کورنیو چارو وزارت له نړېوالې ټولنې سره یو ځای کوښښ کوي، چې په وسایلو سمبال لابراتوارونه جوړ کړي او د (DNA) د معلومولو لپاره یې هم متخصصین روزلي دي.

بل خوا د افغانستان د عدلي طب رئیس وايي، د قتلونو په شمول اوس دوي ته دوه برابره زیاتې جرمي پیښې د څیړلو لپاره ور سپارل کېږي.

د ډاکتر فرید رحیق په وینا دوی هغه پیښې د نښو، شواهدو او مدارکو پر اساس ابتدايي معاینات کوي چې دوی ته راجع کېږي.

نوموړی تاییدوي چې؛ د عدلي طب په مرکز کې ځینې ستونزې شته؛ خو وايي د حل لپاره یې هڅې کوي:

“زموږ د DNA لابراتوار هم په بشپړه توګه چمتو دې خو له بده مرغه چې د مالیکولر بیالوژیسټ کدر د نه شتون له امله مو ونه سو کولای چې هغه فعال کړو.

په نږدې راتلونکې کې د لوړو زده کړو له وزارت سره یوه تفاهم نامه لاسلیک کوو چې تر یو ځایه به د تخصصي کدر ستونزې هم حل کړي.”


هڅه مو وکړه چې؛ د عدلي طب په برخه کې د موجودو ستونزو په اړه د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو نظر واخلو خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

له افغانستان سره د ملیارډونو ډالرو مرستو سره سره اوس هم د حکومت ځینې مهمي برخې بیرته نه دي رغول شوي.

عدلي طب یو له دغو برخو څخه دی چې خلک د عامې روغتیا پر وزارت انتقاد کوي، چې دا څانګه یې په پوره مجهزو وسایلو او مسلکې کدرونو تراوسه نه ده سنبال کړې.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG